Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 01.11.2023

په پاکستان کې له خطر سره د مخ کېدونکو افغانانو د تشخیص او خوندي کېدو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې دېره بهرنیو سفارتونو او ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پرمهال هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي تشخیص او خوندي کړي. په پاکستان کې د کډوالو لپاره د لویې کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' ویاند قیصرخان اپرېدي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل چې د یو هر اړخیز سیستم له مخې هغه کسان چې د ستنېدو په صورت کې د تعقیب او نیولو له خطر سره مخامخ کېدای شي وپېژني. د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییل ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن اسراییل ته ولاړ شي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې بلېنکن به د اسراییلو د کابینې له غړو سره وګوري او بیا به د سیمې نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي. په داسې حال کې چې د اسراییل او حماس له جګړې څخه له درېیو اوونیو ډېره موده اوښتی، د فلسطینیانو روغتیايي چارواکو پرون د غزې د تړانګې په شمال کې د بېځایه شویو کډوالو پر یوه کمپ د اسراییل په بمبارۍ کې د لږترلږه ۵۰ تنه نورو فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړ. بل خوا د اسراییل ځمکنیو ځواکونو... Читать дальше...

د پاکستان حکومت د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر لومړۍ نېټه هغه ورځ ده چې د پاکستان حکومت د څو سوه زره افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې. د پاکستان حکومت د اکټوبر په ۳مه په دې هېواد کې دېره غیرقانوني کډوالو ته ۲۸ ورځ مهلت وټاکه چې له دې هېواده ووځي کنه په زور به وایستل شي. پرون د دې مهلت په وروستۍ ورځ حکومت د هغو مرکزونو د پرانیستو خبر ورکړ چې د پولیسو له‌خوا د نیول شویو افغانانو اسناد په کې اروزل کېږي. د راپورونو له مخې په تېره یوه میاشت کې له سل زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او شاوخوا شل زره کسان پرون تورخم ته تللي وو څو افغانستان ته واوړي. Читать дальше...



د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو ازادېدل غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې. د کارپوهانو دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې ندا پرواني او ژولیا پارسي د بشري حقونو مدفعانې او د افغان مېرمنو د خودجوشه غورځنګ غړې دي. د بیان له مخې د ندا پرواني مېړه او د ژولیا پارسي یو زوی هم د طالبانو په بند کې دي. په بیان کې یادونه شوې چې د دې فعالانو او د هغوی د کورنۍ د غړو خوشې کېدل یوه بېړنۍ اړتیا ده. بیان زیاتوي چې له یوې میاشتې راهیسې په بند کې د دې مېرمنو پاتې کېدلو د هغوی د روغتیايي... Читать дальше...

امریکا، کاناډا، اروپايي ټولنې، جاپان او بریتانیا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا، کاناډا، اروپايي ټولنې، جاپان او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې. دې چارواکو په روم کې په خپله غونډه کې ویلي چې شاوخوا ۲۹ میلیون افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دوی په یوه ګډ بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د مرستندویو ټولنو د ښځینه او نارینه کارکوونکو د خوندي کار ډاډ ورکړي څو د افغانستان په ټولو سیمو کې اغېزمن کار وکړای شي. د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو په ګډون په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی چې له دې سره... Читать дальше...

طالبان: ګاوندي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې د اسلامي ورورولۍ اصل ته په پام له افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي. د طالبانو حکومت پرون په یوه اعلامیه کې بې له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، له هغو هېوادونو چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې افغانانو ته ځای ورکړی، مننه کړې او له هغوی یې غوښتي چې افغانان دې نه اخراجوي. د اعلامیې له مخې، افغان کډوال د هغو هېوادونو چې دوی په کې ژوند کوي امن ته کومه ستونزه نه جوړوي. په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد... Читать дальше...

په بنګله‌دېش کې پولیسو د اپوزیسیون د عمده ګوند له غړو سره شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

په بنګله‌دېش کې پولیسو پرون سې شنبه د اپوزیسیون د عمده ګوند له غړو سره شخړه وکړه. د بنګله‌دېش د ملي ګوند په نوم د اپوزیسیون ډلې ملاتړي په دغه هېواد کې له درېیو ورځو پر ټرانسپورټ بندیز لګولی او د صدراعظمې شیخ حسینې استعفی غواړي. د اپوزیسیون دغه غړي وايي، یوه غیرحزبي موقت ته د قدرت انتقال غواړي چې د راروان کال پر عمومي ټاکنو څار وکړي. د بنګله‌دېش صدراعظمې حسینې د سې شنبې په ورځ د ډیالوګ پېشنهاد رد کړ او خبرداری یې ورکړ، که اپوزیسیون خپل لګول شوي بندیز ته دوام ورکړي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي. Читать дальше...

افغانستان ته د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پیل؛ ځینې افغان شرکتونو پرې خوښي وښوده

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ ځینو افغان شرکتونو افغانستان ته د فلای دوبۍ هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیل په اړه خوښي وښوده. په متحده عرب اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا مشر عبیداله صدرخېل پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دغه شرکت په پام کې لري، د نومبر له ۱۵مې بېرته کابل ته الوتنې پیل کړي. صدرخېل ویلي، چې د متحده عرب اماراتو دولت ژمنه کړې چې د ویزو د ورکړې په برخه کې به هم اسانتیاوې راولي. فلای دوبۍ شرکت د اکټوبر میاشتې پر ۱۲مه افغانستان ته د خپلو الوتنو د بیاپیل خبر ورکړی و. ځینو نورو سوداګریزو شرکتونو غوښتنه... Читать дальше...



ملګرو ملتونو د وړو پورونو ورکولو د لومړني کنفرانس د جوړولو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د وړو پورونو ورکولو د لومړني کنفرانس د جوړولو خبر ورکړ. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې خبر ورکړی چې دغه کنفرانس روانه اوونۍ په کابل کې د کوچنیو پورونو د ټولنې یا 'اې ایم اې' په کوربه توب او 'یو این ایچ سي آر' په مالي ملاتړ جوړ شوی و. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلي، دغه پروګرام پر ځان د بسیاینې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره، د دوامدارو او له نوښته ډکو بانکي محصولاتو پر پراختیا تمرکز کوي. په خبر کې وضاحت... Читать дальше...

د کډوالۍ نړیوال سازمان د کندهار په سپین بولدک کې یو روغتون جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه روغتون د جوړولو خبر ورکړ. دغې ادارې پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ولسوالۍ په سطحه دغه جوړ شوی روغتون به شاوخوا ۲۸زره کورنیو ته د عاجلو خدماتو په برخه کې اسانتیاوې راولي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، په هغو کسانو کې چې له دغو خدماتو به برخمن کېږي، راستنېدونکي او بې‌ځایه شوي کسان هم شامل دي. د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو ټولنې تېر کال ویلي وو، په افغانستان کې عمده ستونزه دا ده... Читать дальше...

په پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو لپاره ټاکل شوی مهلت پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو د استوګنې لپاره ټاکل شوی مهلت پرون پای ته ورسېد او سر له نن څخه به افغانستان ته د کډوالو اخراج لا چټک شي. په پېښور کې یو افغان محصل چې هلته له خپلې کورنۍ سره اوسي، اوس افغانستان ته د اخراج له خطر سره مخامخ دی، دې‌ته اندېښنه لري چې په افغانستان کې به خپلو زده کړو ته څنګه دوام ورکوي. هغه د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړم په راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو وايي، له پرون راهیسې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو کورونو ته اوړي، لوټ تالان کوي او افغانان ځوروي. نوموړي زیاته کړه... Читать дальше...

ځینو معترضانو د امریکا د کانګرس استماعیه غونډه ګډه‌وډه کړه

Pa.azadiradio.com 

ځینو اعتراض کوونکو چې لاسونه یې په سرو رنګونو لړلي وو، پرون سې شنبه څو وارې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي مرستو په اړه د کانګرس رابلل شوې استماعیه غونډه ګډه‌وډه کړه. اعتراض کوونکو له واشنګټن غوښتنه وکړه چې د حماس ډلې خلاف د اسراییل مالي ملاتړ بند کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او دفاع وزیر لویډ اسټن له مشرانو جرګې د اسراییل، اوکراین او نورو امنیتي لګښتونو لپاره د میلیاردونو ډالرو پوځي مرستې غوښتنه کړې ده. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، شاوخوا ۲۲ نندارچیانو خپل سره کړي... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا لوبډلې سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د ۲۰۲۳م کال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا ټیمونه په خپلو کې سیالي کوي. دغه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه پیلېږي. د دغو لوبو په لړ کې پرون پاکستان یوازې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره له بنګله‌دېش لوبه وګټله. د کرکټ د سږکال د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هند کې پیل شوي او د نومبر پر نولسمه ختمېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې یوه پراخه روغتیايي غمیزه پېښېدونکې ده

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د زیاتې ګڼه ګوڼې، پراخې بې‌ځایه کېدو او د اوبو او بدرفتونو د بنسټونو ورانېدو له کبله په غزه کې یوه پراخه روغتیايي غمیزه پېښېدونکې ده. د دغه سازمان ویاند کریسټین لینډمایر پرون په غزه کې د ملکیانو د مړینې د خطر د پراخېدو په باب هم خبرداری ورکړ چې په مستقیم ډول د اسراییل له بمباریو سره ارتباط لري. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې پر دې سیمه د اسراییل د حملو له پیل سره څه باندې ۸۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. پر غزه د... Читать дальше...

ډیپلوماټ: کډوال د طالبانو د حکومت پر ضد د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کارول کیږي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، هغه افغانان چې له ناچارۍ له پاکستان څخه وتلي او افغانستان ته ستانه شوي دي له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. ورځپاڼې لیکلي له اویازرو زیات بې اسنادو افغانان په وروستیو اونیو کې اړ شوي دي چې بیرته افغانستان ته واوړي، څو د چارشنبې په ورځ دوی ته له ورکړل شوی ضرب الاجل سره سم عمل وکړي. د پاکستان د حکومت له لوري بې اسنادو افغان کډوالو ته له دې هېواد څخه د وتلو لپاره ورکړل شوی مهلت د چارشنبې په ورځ پوره شو او سر له نن ورځې یې افغانستان ته په زور د ستنولو اقدامات پيلیږي. Читать дальше...



Москва

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт в музее-заповеднике им. П.И. Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


Уимблдон

«Подача на победу на Уимблдоне». Гвардиола – о заключительном туре АПЛ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Число госпитализированных с COVID-19 в России за неделю выросло почти на 9 процентов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России