د اروپایي کمیسیون مشره اوکراین ته تللې
د اروپايي کمیسیون مشره، اورزلا وان دیر لین نن سهار په ناڅاپي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېده. د اوکراین د پارلمان یوه غړي یاروسلاف ژیلیزنیاک په خپل ټلګرام کې لیکلي، چې مېرمن وان دیرلین به د اوکراین پارلمان ته وینا هم وکړي. دا سفر داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې اروپايي ټولنه روانه اوونۍ په دې ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب د وړاندیز پر پرمختګونو خپل راپور وړاندې کړي.