د کابل په دشت برچي کې پر یوه مسافر وړونکي بس د پرونۍ حملې پړه داعش ومنله
د کابل کې په دشت برچي سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس د پرونۍ حملې پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله. دې ډلې په یو بیان کې چې پر خپله ټلګرام پاڼه یې خپور کړ دا اعلان کړی دی. په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو پرون وویل چې په دې چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پېښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي. داعش ډلې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته او مخکې له هغه په کابل او ځینو ولایتونو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو او د استوګنې پر سیمو د تېرو حملو مسوولیت هم منلی دی.