د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان او جنوبي افریقا سیالي لري
په هند کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ سیالي کېږي. د هند د احمداباد د کرکټ په میدان کې د افغانستان دغه وروستۍ سیالي نن د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادۍ راډیو ته وویل، دوی هیله من دي چې افغانستان به دغه مهمه مسابقه وګټي. هغه زیاته کړه: "افغان لوبډله تر اوسه ډېره ښه ځلېدلې ده. سترو لوبډلو ته مو ماتې ورکړي دي او اوس په شپږم مقام کې ځای لري." د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه د انګلستان،... Читать дальше...