په غزني ښار کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی
طالب چارواکي خبر ورکوي چې د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په سلطان محمود ښارګوټي کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی.
د غزني له امنیه قوماندانۍ څخه پرون یکشنبه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مړی په یوه خالي نمره کې پروت و.
دوی وايي، د ماشوم پر تن د وهل ډبولو ټپونه معلومېږي.
تر اوسه پورې د دغه ماشوم خپلوان نهدي موندل شوي.