Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 30.04.2023

وکیلانو اتحادیه: سپريم کورټ دې د مشر قاضي د واک کمولو قانون احترام وکړي

Mashaalradio.com 

قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ اته کسیزه بنچ ددې قانون په ضد د دریو اپیلو په اساس د یوې قضیې اورونه پېل کړي وه او امر یې ورکړې وو چې د قضیې د بشپړه فېصلې پوري به له پارلیمانه منظور شوې قانون نه عملي کیږي

منیزه کاکر: د پاکستان په سند کې ډېری نیول شوي افغانان قانوني اسناد لري

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په سند ایالت کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منیزه کاکړ د پاکستان له زندانونو د څه باندې پنځوسو افغانانو له خوشې کېدو وروسته وايي چې د دغه ایالت د پولیسو له خوا ډېری نیول شوي کسان قانوني اسناد لري. سمیرا پرتو وايي چې مېړه یې د روژې په میاشت کې د خور له خاوند او ورور سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی او په زندان کې دی. د دې په وينا، ناروغ مېړه يې له تېرو ٢٥ ورځو راهيسې د پاکستان د کراچۍ ښار په لاندي زندان کې دى. هغې وویل: "اوس مې مېړه ناروغه دی، په اوږه کې یې یوه دانه وه. ډاکترانو وویل چې شاید سرطان وي، باید عملیات شي. Читать дальше...

ګوټېرېش د بشري مرستو رسولو چارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو رول اړین وباله

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په افغانستان کې د ښځو د کار کولو پر حق د محدودیتونو لرې کول، هغو میلیونونو اړمنو کسانو ته چې په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري، اړین بولي. په افغانستان کې یو شمېر اړمنې مېرمنې وايي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. د کابل ښار اوسېدونکې یوه اړمنه مېرمن، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې په خپل ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده. هغې وویل: "زما مېړه په نشه يي توکو روږدی دی. یو اوه کلن زوی او دوه لوڼې لرم. له ډېرو ستونزو سره مخ یم. Читать дальше...



د ۹ خبریالانو د وژنې پنځم تلین؛ ځینې افغان خبریالان: ځاني او کاري خوندیتوب نه لرو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د ازادي راډیو د درېیو ژورنالیستانو په ګډون د نهو خبریالانو د وژل کېدو د پنځم تلین په مناسبت وايي، لا هم کاري او ځاني خوندیتوب نه‌‌لري. د ۱۳۹۷ کال د غويي په ۱۰مه، د کابل په شش درک سيمه کې پر یو شمېر خبریالانو چې د یوې بلې چاودنې د پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو، ځانمرګی برید وشو. په دې پېښه کې د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو عبادالله حنانزي، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ په ګډون ۹ ژورنالیستان ووژل شول. خو داسې مهال چې له دې پېښې پنځه کاله تېر شول او ان نظام هم... Читать дальше...

د پارليمان بشري حقونو کمېټې له پولیسو د عصمت شاهجهان د نيولو وضاحت غوښتی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمېټې مشرې د سیاستوالې عصت شاهجهان نيول کېدل غندلې او له پولیسو يې په دې اړه وضاحت غوښتی دی. د اسلام اباد پولیسو د اپريل پر ۲۸مه، عصمت شاهجهان د کچه ابادۍ د خلکو د حقونو لپاره د مظاهرې په مهال نيولې وه چې وروسته یې په ضمانت خوشې کړه. د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمېټې مشرې او په ایتلافي حکومت کې شامل، پيپلز ګوند غړې مهرين رزاق بوټو د اپريل پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د عصمت شاهجهان نيول کيدل غندي. د کمېټې په خبرپاڼه کې ويل شوي چې مهرين رزاق... Читать дальше...

داپينګ: تېر کال په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې وې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازی لوو داپينګ وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې وې. هغه دا خبره نن د طالبانو د روغتیا وزارت له‌خوا د ملاریا پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې. د لوو داپينګ له قوله، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ملاريا ۱۲۵ زره ۷۸۸ پېښې راپور کړې وې چې دا شمېره، د ۲۰۲۱ کال په پرتله شا و خوا ۴۵ سلنه زياتوالی ښيي. په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ننګونو... Читать дальше...

زرغون جام؛ پامیر لیجینډز- جونیر چمپینز ته په ۲۱۲ منډو ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د زرغون جام په نوم د پیل شویو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې پامیر لیجینډز لوبډلې جونیرچمپینز ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن کشنبه په خوست ولایت کې ترسره شوه، لیجینډز لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۳۱۴ منډو هدف یې وټاکه. یادې لوبډلې ته په توپوهنه کې ګلبدین نایب ۷۳، طاهرعادل ۶۲، بهیرشاه محبوب۵۷ او ریاض حسن ۵۸ منډې وکړې. د چمپینز په توپ اچونکو کې یماعرب او بشیراحمده دوه دوه لوبغاړي وسوځول. جونیر چمپینز د هدف په دوام یوازې ۱۰۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. Читать дальше...

ملګرو ملتونو د سوډان د روانو ناکراریو په تړاو خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانه ناکراري به د افریقا د ختیځ ټوله سیمه له بشري بحران سره مخامخه کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر، مارټین فریک په جرمني کې ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي، په سوډان کې له دوو اوونیو روان تاوتریخوالی به د افریقا د ختیځ ټوله سیمه له بشري بحران سره مخامخه کړي. په ګاونډي هېواد چاد او جنوبي سوډان کې هم بیې لوړې شوي او دغو دواړو هېوادونو د سوډان د څه باندې دوو اوونیو د جګړې له کبله په زرګونو کډوال منلي دي. د خوړو نړیوال... Читать дальше...



په پاکستان کې معترضې مېرمنې ملګرو ملتونو ته: طالبان په رسمیت مه پېژنئ

Pa.azadiradio.com 

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ له جوړېدونکې غونډې مخکې په پاکستان کې یو شمېر معترضو افغان ښځو اعتراض کړی او له دې سازمان یې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني. پاکستان ته د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر کډوالو شویو معترضو افغان ښځو غږ پورته کړ او نیوکه کوي چې نړیوالې ټولنې افغان نجونې او ښځې له یاده ویستلي دي. دوی نن یکشنبه په اسلام‌اباد کې راټولې شوې او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون یې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت ونه پېژني. Читать дальше...

په بلوچستان کې د هندوانو مشهوره مېله وشوه

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په لسبېلې کې د هندوانو کلنۍ مېله پای ته رسېدلې. په دې مېله کې له يو لاک څخه زیاتو خلکو ګډون کړی وو. دلته يو تاريخي مندر دی چې هندوان ورته په لوڅو پښو سفر کوي. په اړه یې د نیاز علي دا ويډيو راپور وګورئ.

ګوټېرېش بیا د بشري مرستو رسولو چارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو رول مهم وباله

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو وار بیا په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په چارو کې د ښځینه کارکوونکو رول مهم وباله. انټونیو ګوټېرېش ویلي، په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د بشري مرستو لپاره له هغو ټولو اقداماتو تر شا کېدل کلیدي اهمیت لري چې د ښځو د کار حق اخلي. ګوټېرېش پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغانان سم د لاسه اضطراري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو په رسولو کې ښځې مهم نقش لري. وروسته له هغې چې طالبانو په غیردولتي موسسو او بیا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع کړ، دې کار یې پراخ عکس العملونه وپارول. Читать дальше...

سبا دوشنبه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب سبا او بل سبا په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه وشي چې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي به په کې سره جرګه کېږي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک تېره جمعه وویل چې په دې غونډه کې طالبانو ته ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد دوې اوونۍ مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو د شرطونو د ارزونې لپاره د یوه کنفرانس پر جوړولو غور کوي. خو د ملګرو ملتونو یوه بل ویاند وروسته وویل چې دغه غونډه به د طالبانو... Читать дальше...

له سوډانه ۹۷ نور پاکستانيان خپل هېواد ته ورسېدل

Mashaalradio.com 

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره يې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانيان له سرښار خرطوم څخه پورټ سوډان ښار ته رسولي دي.

فریک: د سوډان ناکراري به ختیځه افریقا هم له بشري بحران سره مخامخه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانه ناکراري به د افریقا د ختیځ ټوله سیمه له بشري بحران سره مخامخه کړي. د خوړو نړیوال پروګرام مشر مارټین فریک په جرمني کې د جرمني خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، تر جګړې مخکې هم د سوډان یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې کړېدل. د ده په وینا، د خوړو او ټولو نورو شیانو کموالی اوج ته رسېدلی دی. په ګاونډي هېواد چاد او جنوبي سوډان کې هم بیې لوړې شوي او دغو دواړو هېوادونو د سوډان د څه باندې دوو اوونیو د جګړې له کبله په زرګونو کډوال منلي دي. Читать дальше...

د هند په پنجاب کې د ګازو لیک کېدو له کبله د مړو شمېر ۱۱ کسانو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د هند په شمالي ایالت پنجاب کې د ګازو د لیک کېدو له کبله د مړو شمېر ۱۱ ته زیات شو. چارواکي وايي، څلور کسان د ګاز نیولو له کبله په روغتون کې بستر شوي دي. د هند اې این آی خبري اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی چې د افتونو پر وړاندې د اقدام ملي ډله د پېښې ساحې لودهیانا ته رسېدلې ده. پېښه په یوه صنعتي سیمه کې شوې ده. په هغه ویډیو چې اژانس خپره کړې د پولیسو چارواکي په داسې حال کې چې ماسکونه یې پرمخونو دي د ګزمې په حال کې دي او له ځايي اوسېدونکو د پېښې په باب پوښتنې ګروېږنې کوي.

نن په ازبکستان کې د اساسي قانون په اړه ټولپوښتنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په ازبکستان کې نن خلک د اساسي قانون په هغه ټولپوښتنه کې خپلې رایې کاروي چې له مخې یې ولسمشر شوکت میرضیایف ته زمینه برابرېږي چې تر ۲۰۴۰م کاله پورې پر قدرت پاتې شي. په نننۍ ټولپوښتنه کې تر ډېره اټکل کېږي چې رایه ورکوونکي به هغه وړاندیزونه هم تایید کړي چې له پنځو کلونو څخه اوو کلونو ته د ولسمشرۍ دورې غځول په کې شامل دي. د ټولپوښتنې په نورو پوښتنو کې میرضیایف ته لار پرانیستل کېږي چې دوې دورې په واک کې پاتې وي او تر ۲۰۴۰م کاله پورې خپل قدرت ته دوام ورکړي. چارواکو دغه بدلونونه په ازبکستان کې چې سخت... Читать дальше...

مېرکل د روسیې پر وړاندې د خپلو پالیسیو دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګېلا مېرکل د روسیې پر وړاندې د خپلو پالیسیو دفاع وکړه. د هغې پر پالیسیو انتقادونه کېږي چې له کبله یې مسکو ته لار اواره شوه څو پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې یرغل وکړي. مېرمن مېرکل، چې د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې له واکه لاس پر سر شوه، پرون د جرمني په لایپزیګ کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، د هغې شخړې د حل لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو هڅو دفاع کوي چې په ابتدايي توګه په ۲۰۱۴م کال کې پیل شوه چې کله روسیې پر هغه کال د اوکراین کریمیا ټاپووزمه اشغال او له خپلې خاورې سره الحاق کړله. Читать дальше...

طالبان: سږ کال ۳۰زره افغانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره عربستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال به له افغانستانه ۳۰زره افغانان د حج فریضي ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي. د دې وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب نن رسنیو ته وویل، د عربستان حکومت دا سهمیه له وړاندې ټاکلې، خو دوی یې د زیاتېدو غوښتنه کړې. خو هغه دا ونه ویل چې په دې شمېر کې څومره ښځې شاملې دي. د ثاقب په خبره، د سږ کال د حج د فریضې ادا کولو لپاره به په هر تن ۳زره ۹۲۴ ډالره لګښت راځي چې دی یې د تېر په پرتله د کمېدو خبره کوي. هغه زیاته کړه: "موږ چې د دوی مصارف را ښکته... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Баста запланировал провести донской кубок с участием ФК «Ростов», «Чайка» и «СКА-Ростов»





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Регистрация Авторского права. Регистрация объекта авторского права. Регистрация Авторского права на книгу. Регистрация Авторского права на музыку.




В театре Эстрады состоялся финальный показ музыкально-драматического спектакля «Дом окнами в поле»

Инэди: Очарование 80-х и Сила Женственности

На площадках фестиваля «Пасхальный дар» работают пункты обмена вещами

Что делать при появлении в небе беспилотника: инструкция, которая спасет жизнь




زیلینسکي په وار وار له خپلو غربي متحدانو د جنګي الوتکو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، تر اوسه یې په وار وار له خپلو غربي متحدانو غوښتنه کړې چې اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي چې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي. زیلینسکي پرون شنبه له ځینو خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې عصري جنګي الوتکې به یوه لویه مرسته وي، خو د اوکراین د متقابلو حملو پیل، د دغسې الوتکو له ورکړې سره ارتباط ونه لري. وروسته له هغې چې تېره جمعه د اوکراین پر ټولو برخو د روسیې په بمباریو کې ۲۵ ملکیان ووژل شول، ولسمشر زیلینسکي وویل، د حملو په وړاندې ځوابي اقدام کې به ځنډ نه کوي. هغه... Читать дальше...

دوحې غونډه؛ ځینې فعالان: نړۍ دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د افغانستان په تړاو د کېدونکې غونډې په درشل کې د ښځو د حقونو فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني. د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو له غږ سره د ښځو د حقونو ګڼو فعالانو خپل غږ ملګری کړی دی. دا اوازونه په داسې حال کې اوچتېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب سبا دوشنبه او بل سبا په دوحه کې پر افغانستان غونډه وشي. د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د افغان مېرمنو په استازیتوب په دې غونډه کې څوک حضور نه لري. Читать дальше...

په کابل کې د ایران سفیر: د افغانستان د بحران حل باید په سیمه کې ولټول شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي، د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه ګډ مسوولیت لري او د افغانستان د بحران حل باید په سیمه کې ولټول شي. د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي دفتر پرون په یوه ټویټ کې ویلي، ښاغلي قُمي دغه څرګندونې د قزاقستان له سفیر عالم خان یاسین قلدییف سره په کتنه کې کړې دي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر ویلي، د دوحې دوه ورځنۍ غونډه باید د افغانستان د وګړو د ستونزو د حل لپاره یوه هڅه وي.

طالبانو د پاکستان له زندانونو د ۵۶ نورو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ کې د افغانستان د سفارت قونسلګري چې د طالبانو په ولکه کې ده، د پاکستان له زندانونو د ۵۶ نورو افغان وګړو د خوشې کېدو خبر ورکړ. په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجباري تخاري په هغه ویډیويي پیغام کې چې پرون یې رسنیو ته لېږلی ویلي: "د دوی تعداد ۵۶ کسان دي او ماشومان هم په کې شامل دي. دغو کسانو قانوني اسناد نه درلودل چې نیول شوي وو چې د قونسلګرۍ او سفارت په هڅو خوشې شول." تخاري وايي تر دې مخکې هم د کراچۍ له بېلابېلو زندانونو دوه زره دوه سوه شل ۲۲۲۰ کسان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي. Читать дальше...

د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکي وايي، د یاسر باسیر په نوم یوه نړیوال شرکت له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو صادرات رسماً پیل کړل. د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې باب د کندهار په ښوراندام کې مراسم جوړ شوي وو چې دغه بهیر یې رسماً پیل کړ. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مهمند دغو مراسمو ته ویلي، د ګازو دغه صادرات به د ۱۸۳۰ کیلومتره لارې تر وهلو وروسته له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته وړل کېږي. ویل شوي په لومړي ګام کې د ګازو... Читать дальше...

ډبلیو ایچ او: ۴ لکه او ۲۰زره افغان ماشومانو ته یو مهم واکسین نه دی لګول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۴ لکه او ۲۰زره ماشومانو ته لږ تر لږه یو مهم واکسین نه دی لګول شوی. دغې ادارې پرون د خوندیتوب نړیوالې اوونۍ په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، یو لک او ۹۸زره نورو ماشومانو بیا هېڅ واکسین نه دی لګولی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې هر ماشوم ته واکسینونه پر سم لوري برابر کړای شي. وخت ناوخت روغتيايي څارونکي وايي، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې لا هم ګڼ کسان د واکسینونو په اهمیت نه پوهېږي، یا خپلو ماشومانو ته واکسین نه... Читать дальше...



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Театр, искуство, Россия и дети: кукольная фотосессия в Бурятии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Даниил Медведев

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Почти 1,4 тыс мастер-классов проведут в рамках фестиваля «Пасхальный дар»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России