هلمند کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون پرانيستل شو
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې د اسیا د پراختیایي بانک په مرسته دغه روغتون د یو ميلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وویل، د ياد روغتون پرانیستلو سره به د نورو خدمتونو تر څنګ هلمند مېشتو ته د اکسېجن پلانټ په برخه کې زیاتې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
