ازبکستان کې د ولسمشر 'شوکت ضيايف' واک کې د پاتې کېدو لپاره ټولپوښتنه شوې
په ازبکستان کې پرون یکشنبې خلکو د اساسي قانون په هغه ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکارولې چې له مخې یې ولسمشر شوکت میرضیایف ته زمینه برابرېږي چې تر ۲۰۴۰م کاله پورې پر قدرت پاتې شي.
په پرونۍ ټولپوښتنه کې تر ډېره اټکل کېږي چې رایه ورکوونکي به هغه وړاندیزونه هم تایید کړي چې له پنځو کلونو څخه اوو کلونو ته د ولسمشرۍ دورې غځول پهکې شامل دي.
د ټولپوښتنې په نورو پوښتنو کې میرضیایف ته لار پرانیستل کېږي چې دوه دورې په واک کې پاتې وي او تر ۲۰۴۰م کاله پورې خپل قدرت ته دوام ورکړي.
د نوموړي د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره په ۲۰۲۶ کال کې پای ته رسېږي.
د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون اعلان وکړ چې په دغې ټولپوښتنه کې له پنځوس سلنې زیاتو رایو ورکوونکو ګډون کړی او هغه اعتبار لري.
ياد کمېسیون ویلي، تر پرون ناوخته پورې د مستحقو رايو ورکونکو شمېر چې په دې ټولپوښتنه یې کې ګډون کړی، نږدې ۸۱نیم سلنې ته رسېدلی.
تمه ده چې د دغې ټولپوښتنې لومړنۍ نتیجې نن دوشنبې اعلان شي.