ازبکستان کې ټولپوښتنه؛ اساسي قانون کې وړانديز شوي بدلونونه تاييد شوي
د ازبکستان چارواکي وایي چې رایه ورکوونکو د یکشنبې د ورځې په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې په اساسي قانون کې وړاندیز شوي تعدیلات تایید کړي دي.
یو له دغو وړاندیزونو د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته زمینه برابروي چې تر ۲۰۴۰م کاله پورې په قدرت کې پاتې شي.
بهرنیو څارونکو وویل، داسې ښکاري چې د یکشنبې د ورځې ټولپوښتنه ښه مخته تللې خو دا یې هم ویلي چې داسې برېښي د رایو په شمېرلو کې ستونزې شته او هم دوی د ازبکستان په ټولنه کې د رښتیني سیاسي اپوزیسیون یا خپلواکو رسنیو نشتوالی نورې پراخې ستونزې یادې کړې دي.
د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د دوشنبې په ورځ وویل، د اساسي قانون د تعدیل لپاره ټول وړاندیزونه د ټولپوښتنې څه باندې نوي سلنې ګډونوالو تایید کړي دي.
تر ټولپوښتنې د مخه چارواکو دغه بدلونونه په دې هېواد کې چې هر څه سخت کنټرولېږي، د ښې حکومتولۍ لپاره مهم بللي او د رایې ورکوونکو د هڅولو لپاره یې د کنسرټونو او غونډو په ګډون پراخ کمپاینونه سرته رسولي وو.
په رای پاڼو کې د توجوه وړ مهمې پوښتنې د میرضیایف د اوسنۍ دورې پر صفر کېدو او له پنځو کلونو اووه کلونو ته د ولسمشرۍ د مودې پر غځېدو څرخېدې.
د ټولپوښتنې نتیجه دا ده چې ۶۵ کلن میرضیایف اوس کولای شي تر ۲۰۴۰م کال پورې په قدرت کې پاتې شي.
د هغه د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره په ۲۰۲۶ کال کې پای ته رسېږي.
میرضیاییف چې صدراعظم و، په ۲۰۱۶ کال کې د پخواني او د اوږدې مودې د ولسمشر اسلام کریموف تر مړینې وروسته د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
میرضیایف په دې هېواد کې د بیروکراسۍ چې استبدادي بلل شوې، د عصري کولو لپاره یو لړ اصلاحات ترسره کړي.
کریموف ته وفادار چارواکي یې له لوړو دولتي پوستونو څخه لیرې کړي او پر ځای یې ځوان تکنوکراتان ګمارلي.
نوموړي همدارنګه د پنبې په حاصلاتو کې چې د ياد هېواد د پیسو لویه سرچینه ده، د اجباري کار مخه نیولې ده.
خو یو شمېر فعالان وايي، په دې هېواد کې له حقونو سرغړونې دوام لري، عملاً سیاسي اپوزیسیون نه شته او خپلواکې رسنۍ هم سختې محدودې دي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکو، چې پر دغې ټولپوښتنې یې څارنه کړې وویل، د رایې ورکولو بهیر "په تخنیکي توګه ښه چمتو شوی او په پراخه کچه د مختلفو حقونو او ازادیو لوړول هڅول شوی."
خو له دې سره سره دغو څارونکو په لومړي راپور کې ویلي: "ټولپوښتنه د رښتینې سیاسي تنوع د نشتوالي په چاپېریال کې ترسره شوې او له تعدیلاتو او اصلاحاتو سره هېڅ مخالفت نهدی شوی."
د ازبکستان په اساسي قانون کې د نویو تعدیلاتو له مخې دغه راز په دې هېواد کې د اعدام سزا له مینځه وړل شوې ده.