اوکراين کې د واګنر مشر د مهماتو د نه لرلو له امله بيا شکايت کړی
![اوکراين کې د واګنر مشر د مهماتو د نه لرلو له امله بيا شکايت کړی](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-a254-08db4d48727c_w800_h450.jpg)
په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګېدونکې اجیرې ډلې واګنر مشر یوګني پریګوژین یوځل بیا خپل شکایتونه تکرار کړي او ویلې يې دي، تر اوسه یې هم د روسیې د دفاع وزارت له خوا کافي مهمات نهدي ترلاسه کړي.
پریګوژین پرون چهارشنبه پر ټلېګرام چېنل یوه غږیز پيغام کې ویلي، ځواکونه یې د اړتیا وړ یوازې لس فیصده مهمات ترلاسه کوي.
هغه د خپلې ډلې د ملاتړ په برخه کې روسیه په بروکراسۍ تورنه کړه او ويې ویل، دوی ته د وسلو د ورکولو په برخه کې اوږدې غونډې جوړوي چې پنځه تر لس ساعتو پورې دوام کوي.
د روسیې دفاع وزارت په دې اړه څه نهدي ویلي، خو کریملین د پریګوژین له پرونیو خبرو څو ساعته مخکې وویل چې د زیاتو مهماتو لپاره یې کومه غوښتنه نهده ترلاسه کړې.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د اوکراین په ختیځ او یو شمېر نورو سیمو کې لا هم د روسیې او اوکرایني ځواکونو جګړې روانې دي.