ازبکستان او ایران په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف پرون یکشنبې په تهران کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره کتنه ترسره کړه.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دا په څه باندې دوو لسیزو کې ایران ته د ازبکستان د یوه ولسمشر لومړی سفر دی.
د ایران دولتي اژانس ایرانا ویلي چې له دغې کتنې وروسته چې د تهران په سعد اباد ماڼۍ کې ترسره شوه، د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو چارواکو د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، درمل جوړونې، ټکنالوژۍ او کرڼې په ګډون په مختلفو برخو کې د همکارۍ یوولس تړونونه لاسلیک کړل.
دواړه هېوادونه چې ترمنځ ګډه پوله نهلري او افغانستان یې د اتصال یوه نقطه ده، دغه راز د سټنډرډونو او د سوداګریزو معاملو د رامنځته کېدو د امکاناتو د ارزونې په برخو کې هم د همکارۍ څو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
ازبکستان او ایران دواړو په خپلو هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو استازولیو مسوولیت د طالبانو د حکومت چارواکو ته سپارلی دی.