کوټه کې د پولیسو پر موټر د بمي برید له کبله ۴ کسان وژل شوي
د کوټې په کندهاري بازار سیمه کې د پولیسو پر یو موټر په بمي برید کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. سیمه ییز چارواکي وايي، د پېښې ډېری قربانیان ملکيان دي. د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بابر یوسفزی وايي، په مړو کې ۲ پولیس او ۲ ملکي وګړي دي. د پولیسو په وینا، په دې برید کې د پولیسو د تحقیقاتو د برخې د یوه چارواکي موټر په نښه شوی. د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو په بلوچستان کې د پخوانیو دې ډول حملو پړه اکثرا بلوڅ بېلتونپالو منلې.