تېرو ۴ ورځو کې هرات او ننګرهار کې د ترافيکي پېښو له امله ۳۲۵ کسان ټپيان شوي او يو تن مړ دی
په ځینو مناسبتي ورځو، په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې افغانانو ته مرګژوبله اړوي. د سیمهییزو سرچینو د راپور پر بنسټ، یوازې په هرات ولایت کې د اختر له لومړۍ ورځې تر اوسه د ټرافیکي پېښو پر مهال ۲۰۳ تنه ټپیان شوي دي. د هرات ولایت د حوزوي روغتون سر طبیب، محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په ورځو کې د ټرافیکو پېښو ۲۰۳ تنه ټپیان د هرات ولایت حوزوي روغتون ته راوړل شوي، چې د ۳۴ ماشومانو په ګډون، ۳۶ هغه یې ښځې او پاتې یې نارینه وو." هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ،... Читать дальше...