سوډان کې د اوربند له پای ته رسېدو مخکې پلازمېنه خرطوم کې جګړه شوې
په سوډان کې د درې ورځني نازک اوربند د پای ساعتونو ته له نږدې کېدو سره سم پلازمېنه خرطوم او درفور سیمه کې جګړه شوې ده. نړیوالو اژانسونو لیکلي چې، په خرطوم کې پوځ نن پنجشنبه د ملېشهو پر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي. له کله چې د اپریل په پنځلسمه په سوډان کې د پوځ د مشر عبدالفتاح او برهان او د ملېشه ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه پیل شوې، څو ځله د اوربند هڅه شوې، خو ناکامه شوې ده. فرانس پریس اژانس لیکلي چې، د سوډان په جګړه کې تر اوسه ۵۱۲ تنه وژل شوي او ۴۱۹۳ تنه نور ټپيان شوي دي. ... Читать дальше...