د کرښې اخوا ځینې اوسېدونکي د هغو افغانانو لپاره چې د قانوني او یا سرحدي ستونزو له کبله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي، هره ورځ روژه ماتې برابروي. د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغانان له پولې د تېرېدو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي او کله هم څو ورځې پاکستان کې بند پاتې کېږي.
د افغانستان په خوست کې د روژې له پیله له بې وزله، معلولینو او اړمنو خلکو سره د ځايي خیریه بنسټونو لخوا د مرستو بهیر چټک شوی دی.
دا بنسټونه له ځايي سوداګرو او شتمنو همداشان له بهر میشتو خوستوالو مرستې راټولوي او بیا يې پر اړمنو خلکو ویشي.
تفصیل د نجیب الله الوخېل په وېډیو کې
په پکتیکا کې د دوه کورنیو تر منځ په شخړه کې اوه کسان وژل شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم رسنیو ته ویلي چې دا نښته تېره شپه د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې شوې او په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ دوه ښځې او دوه ماشومان او د بلې کورنۍ یوه ښځه، یوه نجلۍ او یو سړی وژل شوي دي.
معصوم وویل چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
په سوډان کې د کودتا د احتمالي هڅې په ترڅ کې د دې هېواد لویې ملېشه ډلې ادعا کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورې دولتي ودانۍ یې نیولې دي.
په عین حال کې د سوډان پوځ ویلي چې د کودتا د شنډولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي او د دې ملېشه ډلې ځینې مرکزونه یې نیولي دي.
په عملي ډګر کې معلومه نه ده چې وضعیت څه ډول دی.
متحدوایالتونو په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره غږ کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د ډیموکراسۍ د واکمنېدو په هدف د انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي.
د ډیموکراسۍ پلویانو خبرداری... Читать дальше...
د اختر په رارسېدو سره د وچې مېوې يو شمېر پلورونکي وايي، که څه هم د وچې مېوې بيه راټيټه شوې، خو پېرېدونکي نه لري.
داسې ښکاري چې اقتصادي کړکېچ او د بې وزلۍ زیاتوالي د وچې مېوې د سوداګرو کاروبار هم پیکه کړی دی.
اختر ته یوازې څو ورځې پاتې، خو د وچو مېوو پلورونکي وايي، پخوانی بازار یې نه شته.
په کابل کې د وچې مېوې یو پلورونکی خواجه وحیدالله صدیقي ازادي راډيو ته وویل: "ټول خلک بې وزلي دي، د شیانو اخیستو توان نه لري. غریب خلک نه اختر لري نه برات. ډېری مراجعین مو چې سرمایه دار، وکیلان او وزیران وو، هغوی ټول ولاړل. Читать дальше...
د قرغزستان په جمګال سیمه کې هلکان هره ورځ له ښوونځي وروسته د کوک بورو سخته سیالي کوي. په دې دودیزه لوبه کې پر اسونو سپاره کسان د وزې جسد د مخالفې ډلې ګول ته رسوي. خو هلته د ښوونځيو ماشومان په دې لوبه کې د مهارت تر لاسه کولو لپاره د اسونو پر ځای خره او د وزې پر ځای د رېګو بوجۍ کاروي. د مشال راډيو قرغز څانګې ويډيويي رپورټ.
د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري چې په افغانستان کې یې د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه دنده لرله د جرمني د لوټر معتبره جایزه ګټلې.
ظریفه غفاري له ۲۰۱۸ کال څخه په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر پرځېدو پورې د میدان وردګو د مرکز میدان ښار ښارواله وه.
هغه اوس په جرمني کې اوسي.
مېرمن غفاري ته دا جایزه چې نقدې ۱۰ زره یورو هم ورسره دي نن د لوټر جایزې د ټولنې له خوا په شمال کالدین ښار کې وسپارل شوه.
د لوټر جایزه د جرمني د شپاړسمې میلادي پېړۍ د مشهور عیسوي دیني عالم او فیلسوف مارتین لوټر په نامه نومول شوې ده.
د افغانستان په ولایتونو کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وایي، سږ کال به د دوی د باغونو او کرنیزو ځمکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي.
فهیم په بلخ ولايت کې يو بزګر دی.
نوموړی وايي چې وروستيو ورښتونو او سړې هوا د ځينو مېوه لرونکو ونو فصلونه او د غنمو کروندې له منځه وړي دي.
هغه زیاتوي، که څه هم وروستیو ورښتونو په ځینو کښتونو لکه سبزیجاتو ښه اغېز کړی، خو په خبره یې هغه محصولات چې دوی کولای شول ورنه ښه عاید ترلاسه کړي، زیانمن شوي دي.
فهیم ازادي راډیو ته وويل: "د بادامو ونې اصلاً حاصل نه لري، ځکه یخ وهلي او انګور هم په بشپړه توګه وچ شوي. Читать дальше...
ګڼ شمېر سیک زیارت کوونکي د خپل مذهبي جشن "وېساکي" لمانځلو لپاره پاکستان ته تللي دي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیکان د دغو رسوماتو لپاره ورټولېږي. هغوی وايي چې د خپل مذهبي مشر وروستۍ ارام ګاه او ګوردوارې ته په ورتګ خوشحالي احساسوي. تفصیل د اسوشیېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي راپور کې
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د بهرنيو چارو لپاره د طالبانو له سربرست وزير امير خان متقي سره پر ټليفون خبرې کړې دي.
یو شمېر کسبګر او وزګار افغانان د کار له نشتوالي او ناسم اقتصاد شکایت کوي.
محمد شعیب د کابل اوسېدونکی او رنګمال دی.
هغه چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وایي، په دې ورځو کې یې کاروبار ښه نه دی.
محمد شعیب وايي، که څه هم د اختر ورځې نږدې دي، خو د رنګمالۍ کاروبار پیکه دی او خلک د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د رنګولو توان نه لري.
هغه زیاتوي: "یو وخت به خلکو اختر ته نږدې خپل کورونه رنګول، خو اوس دا خبرې نه شته، کارو بار هم هېڅ درک نه لري. په تېرو کلونو کې به ما په درېیو څلورو... Читать дальше...
په کور کې پاتې کېدل او جبري بې کارۍ ځينې ښځې او نجونې خامک ګنډلو ته اړې کړي دي.
یوه افغانه مېرمن د خامک ګنډلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښت برابروي.
پروین وايي، د طالبانو په لومړنۍ دوره کې هم نجونې له زده کړو او کار منع شوې وې او دې له ناچارۍ د کور چلولو لپاره خامک ګنډلو ته مخه کړه.
خو د هغې په خبره، په تېر جمهوري نظام کې یې بیا په ښار جوړونې وزارت کې د کار او معلمي دندې درلودې.
د کابل ښار دا اوسېدونکې وايي، نه شي کولای له دې لارې په تر لاسه کړې ګټه وټه د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي. Читать дальше...
د ایران د لوی څارنوال د مرستیال له قوله نن خبر ورکړل شو چې ښځې باید هرومرو حجاب مراعت کړي او که چېرته چا حجاب نه و کړی، په جنایي محاکمو کې به محاکمه شي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د ایران د لوی څارنوالي د دې چارواکي دا خبرداری په داسې وخت کې خپور شوی دی چې په ایران کې ورځ په ورځ د هغو مېرمنو شمېر په زیاتېدو دی چې د حجاب له اجباري قانونه سرغړونه کوي؛ په شاپنګ مالونو کې پوړني نه پر سروي، په رستورانتونو، دوکانونو او نورو عامه ځایونو کې هم حجاب سم نه مراعتوي.
یو شمېر ایراني ښځینه فعالانو او مشهورو پېژندل... Читать дальше...
په پاکستان کې ځینې افغان کډوال او استازي یې وايي، وروسته له هغې چې په دې هېواد کې له ملګرو ملتونو او د پاکستان له حکومت سره د راجستر شویو افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې، د دوی اندېښنې یې هم ډېرې کړي دي.
یو افغان کډوال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې له اسنادو سره هم اوس افغان کډوال نیول کېږي، ځورول کېږي او بېرته په رشوت خلاصېږي.
هغه وویل: "په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی، د قانوني اسنادو له درلودلو سره هم پولیس کډوالو... Читать дальше...
ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د "د افغانستان راتلونکي فکر فورم" په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د امریکا له شریکانو سره کتلي دي.
یو شمېر هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د هند کرکټ ملي لوبډله به د جون په میاشت کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د جون له شپاړسمې پيل شي.
د راپور له مخې هند وایي چې دا لوبې نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره دي.
د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سږ کال په هند کې د اکټوبر په پنځمه پیلېږي.
هند له افغانستان سره د لس زره ټنه غنمو مرسته کوي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دې اړه نوي ډیلي د خوړو له نړیوال پروګرام سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
ټاکل شوې ده چې دا غنم د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شي.
د خوړو نړیوال پروګرام پرو سږ کال په افغانستان کې له درویشت میلیونه خلکو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه، په دې مرسته کې څلوېښت زره ټنه غنم د هند و.
د فارس خلیج د عرب هېوادونو، همداراز د مصر، عراق او اردن استازیو پرون د سعودي عربستان په جده کې پر دې خبرې وکړې چې سوریه بېرته له عربي ټولنې سره یوځای کړي.
د سعودي عربستان په نوښت د دې جوړې شوې غونډې په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې برخه کې کومه موافقه لاسلیک نه شوه.
یو شمېر مهمو عربي هېوادونو لکه مصر او متحد عربي اماراتو له سوریې سره اړیکې ښه کړي دي.
عربي ټولنې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې غړیتوب وروسته تر دې وځنډاوه چې ولسمشر بشار الاسد مظاهره چیان سخت وځپل.
د جاپان پر صدراعظم فومیو کیشیدا نن د داسې بمي برید وشو چې لوګی جوړوي.
جاپاني رسنۍ خبر ورکوي چې یوه مشکوک کس د جاپان په لوېدیځ کې هغه مهال د لوګي بم دا برید وکړ چې کیشیدا په ازاده فضا کې وینا کوله.
له دې حملې سره په لوړ غږ چاودنه وشوه او صدراعظم روغ رمټ له صحنې وایستل شو.
د راپورونو له مخې دې برید چاته زیان نه دی اړولی او پولیسو د پېښې په ځای کې یو مشکوک تن نیولی دی.
د فرانسې ولسشمر امانویل مکرون نن د تقاعد لانجمن قانون لاسلیک کړ.
د بېلابېلو ټولنو له لوري له درېیو میاشتو راهیسې په فرانسه کې اعتراضونه روان دي چې ولسمشر دا قانون توشېح نه کړي.
د دې قانون له مخې په فرانسه کې د تقاعد عمر له دوه شپېته کلونو څلور شپېته کلونو ته لوړ شو.
د اپرېل پر ۱۴مه د قومي اسمبلۍ د سپيکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ کې شوې غونډه کې د پوځ لوړ پوړو چارواکو د د ملک سیاسي مشرتابه ته د امنیت پر موضوع معلومات وړاندې کړل.
د شام ۱۱ کلن حسین بیسو په جرمني کې د شطرنج تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی چې په نړیوالو سیالیو کې به د هغه هېواد استازیتوب کوي. د حسین کورنۍ په ۲۰۱۶ز کال کې له شام (سوریې) څخه جرمني ته کډه شوې وه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د فراه ولایت بزګران شکایت کوي چې، د طالبانو حکومت له بديل کښت پرته د دوی د کوکنارو کښتونه ويجاړوي، خو د بديل کښت په برخه کې د مرستې ژمنه نهده ورسره شوې.
ولي محمد چې په خپله پنځه جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي او تازه يې د طالبانو د حکومت نظامیانو کښت ورویجاړ کړی وايي، د پور په پیسو يې ځمکه خړوبه کړې وه، خو اوس چې يې د کوکنارو کښت ويجاړ شوی، د خپلې کورنۍ د یوه کال روزي يې له لاسه وتلې ده.
نوموړی وايي: "د ډېرې مجبورۍ او مفلسۍ له امله مې کوکنار وکرل، کله چې د کوکنارو بوټي لږ غټ شول طالبان راغلل... Читать дальше...
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه:
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغو افغانانو د ستونزو په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په قاچاقي لارو امریکا ته تللي.
دا او نور کډوال د متحدوایالاتو او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوالونو شا ته بند پاتې دي.
ورځپاڼه د یوه ۳۳ کلن افغان چې د عبیدالله په مستعار نوم یې پېژندلی کیسه را اخیستې.
هغه وايي، په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی او اوس مهال د مکسیکو د شمال له تیخوانا ښار څخه د امریکا خاورې ته اوښتی دی. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی وايي، افغانان د خبرو له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د 'د افغانستان راتلونکي فکر فورم' په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د متحدهایالاتو له شریکانو سره کتلي دي.
هغه نن سهار په یو لړ ټویټونو کې د دې غونډې جزییات لیکلي او زیاتوي: "د دې غونډې هر افغان ګډونوال د خبرو له لارې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د اواري او له جګړې سره د مخالفت غږ کړی."... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России