Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 17.04.2023

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر برازیل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف نن برازیل ته ورسېد. تمه ده چې لاوروف به له خپل برازیلي سیال ماورو ویرا سره خبرې وکړي. لاوروف داسې مهال برازیل ته سفر کوي چې د دې هېواد ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دې سیلوا په اوکراین کې د سولې لپاره د منځګړتوب هڅه کوي. لولا د برازیل او چین په ګډون د څو هېوادونو د یوه کلب د جوړېدو غوښتنه کړې څو د اوکراین او روسیې ترمنځ په سوله کې منځګړتوب وکړي. هغه د اونۍ کې په پیل کې له متحدوایالتونو وغوښتل چې د جګړې پارونو ته د پای ټکی کېږدي او د سولې په اړه بحث وکړي.

مردان کې بېوزلو ته په ارزانه بيه ډوډۍ ورکول کېږي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د مردان په هوتي کې ځايي ځوانان د يوې خيريه ادارې په مرسته بېوزلو ته په ارزانه بيه ډوډۍ ورکوي. د دې منتظمين وايي، روانې ګرانۍ د عام ولس ژوند ډېر زيات اغېزمن کړی دی او هغوی د ګران بيه ډوډۍ رانيولو توان نه لري.

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، په افغانستان کې په ورځني ډول ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان چې د مړینې مخنیوي یې هم کېدای شي، مړه کېږي. د لوګر ولایت اوسېدونکی محمد عالم وايي څو ورځې وړاندې یې وراره پیدا شوی، خو له څو ورځې ژوند وروسته د سینه بغل ناروغۍ له امله ومړ. هغه ازادي راډيو ته وویل چې نوی پیدا شوی وراره یې خوارځواکى هم و او ورور یې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ونه توانېده چې پر وخت یې درملنه وکړي. نوموړي زیاته کړه: "څو ورځې مخکې زما وراره چې تازه پیدا شوی و چې په سینه بغل ناروغۍ... Читать дальше...



د افغان ښځو له ګډون پرته په عادلانه او ګټوره توګه د مرستو وېش ناممکن وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تحلیګرانو شبکه وايي، د ښځو په کار بندیز ملګري ملتونه او نور مرسته رسوونکي بنسټونه د طالبانو د لومړي پړاو واکمنۍ له انتخابونو سره مخ کړي دي. ځینې افغانان وايي، له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي، ګټه وټه نه لري او بشري مرستو ته اړ دي. د نیمروز ولایت اوسېدونکې بانو ازادي راډيو ته وویل، طالبانو په پوهنې وزارت کې له کار څخه منع کړې او اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده. هغې وویل: "کله مې چې خیاطي پیل کړه، دومره هم نه کېده چې خپل لګښت پوره کړم. د طالبانو تر راتګ مخکې محصله وم او په پوهنې وزارت کې مې کار کاوه، خو زه یې له وظیفې منفکه کړم.

د کار نشتوالي ځینې مېرمنې ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او د بې کارۍ زیاتوالي له کبله د هغو کورنیو ژوند ستونزمن کړی چې نفقه ګټونکې یې ښځې دي. یو شمېر دغه ښځې وايي، په دې ورځو کې د کور د لګښت برابرول خورا سخت شوي دي. نور په راپور کې:

په عراق کې هنرمندان په رنګونو کوڅې ښايسته کوي

Mashaalradio.com 

د عراق په مرکزي ښار بغداد کې د هنرمندانو یوې ټولنې په رضاکارانه ډول د ښار د ښايسته کولو یو نوښت پیل کړی دی. هنرمندان د ښار پر دېوالونو انځورونه جوړوي او وايي چې د فطرت او فولکلور رنګونه ښکاري. ځايي ولس وايي خوشحاله دي چې دا کار پیل شو. تفصیل د اسوشیېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي راپور کې

هغه ښوونکي چې په ډېرې سختۍ د کونړ له سینده تېرېږي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په مومندرې کې د یوه ښوونځي ښوونکي د تدریس په موخه له کلونو راهیسې په ټوپانو له سینده پورې وځي. دغه ښوونکي وايي، د پل او نورو امکاناتو د نشتوالي له کبله په پسرلي کې د اوبو په ډېرېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. د بیلې ښوونځی سرپناه نه لري او زده کوونکي یې په ازاده فضا کې درس وايي.

روسیه کې د اوکراین د جګړې یو مخالف او منتقد خبریال په ۲۵ کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوې محکمې هغه خبریال په ۲۵ کاله بند محکوم کړ چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د کریملین یو تر ټولو سخت منتقد بلل کېږي. د مسکو محکمې نن خبریال ولادمیر کارامورزا چې د روسیې او بریتانیا دوه ګونی تابعیت لري او د کریملن یو تر ټولو سر سخت منتقد بلل کېږي، د خیانت او نورو مواردو په تورپه ۲۵ کاله بند محکوم کړ. خو نوموړي پر ځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي. د مسکو ښار محکمې چې نن دوشنبې نوموړی محاکمه کاوه، سالون له خبریالانو، ډیپلوماتانو او د هغه له ملاتړو ډک و. کارا مورزا چې څه باندې... Читать дальше...



د کندهار یو شمېر اوسېدونکې د جنايي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار اوسېدونکې په دغه ولایت کې د غلا او نورو جنايي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي. خلک وايي، غله د طالبانو په لباس کې، د موټرو او موټرسایکلونو د غلا کولو ترڅنګ له خلکو ټلیفونونه پورته کوي او دغه راز له ښځو د تالاشي په نوم پیسې او نور قیمتي توکي اخلي. بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکې وايي، په تېر یوه کال کې یې د غلا او نورو جنايي پېښو په تړاو ۱۹۰۴ کسان نیولي او زنداني کړي دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

منظور پښتین: په پاکستان کې د سند پولیس له افغانانو سره غیرانساني چلند کوي

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دوشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اوس هم پاکستاني پولیس د سند ایالت په کراچۍ ښار کې له افغانانو سره غیرانساني چلند کوي. نوموړي په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو غوښتي چې د دې غیرانساني چلند په وړاندې خپل غږ پورته کړي. منظور پښتین داسې مهال د پاکستاني پولیسو لخوا د افغانانو په زنداني کولو نیوکه کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د مدافع وکیلې منیزې کاکړ پرون ازادي راډيو ته وویل، اوس هم د ۱۰۰ په شاوخوا کې افغانان د پاکستان په سند ایالت کې زنداني دي. Читать дальше...

د طالبانو له لوري کندهار کې د سیمه ییزو ښوونځیو تړل کېدو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مني چې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري ورته په دې ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو او ټولو ښوونیزو موسسو د فعالیتونو د ځنډېدو امر شوی دی. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له لوري په دې اړه په یو خپور شوي رسمي مکتوب کې راغلي چې په کندهار او هلمند کې به تر هغه سیمه ییز ټولګي او د ښوونیزو موسسو فعالیتوته تړلي وي چې د دې وزارت له لوري د څېړنې ټاکل شوي پلاوي د یادو پروژو په اړه څېړنې نه وي بشپړي کړي. په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند وکیل احمد متوکل... Читать дальше...

امريکا په سوريه کې د داعش ډلې د يو جګپوړي غړي د احتمالي وژنې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د مرکزي قواو قومنداني سینټکام وایي، ځواکونو یې نن سهار وختي د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو جګپوړی مشر چې په منځني ختیځ او اروپا کې د تروریستي بریدونو په پلانولو کې یې لاس درلود، په نښه کړی او په غالب ګومان وژلی يې دی. يادې قومندانۍ وویل، پر دغه مشر حمله د سوریې په شمال کې د یوې هلیکوپټر په وسیله شوې چې ګومان کېږي هغه په‌کې وژل شوی دی. د امریکا پوځ د داعش د دغه مشر نوم نه‌دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دوه تنه نور وسله‌وال هم په دې برید کې وژل شوي دي. د امریکا پوځ ویلي، امریکایي سرتېرو او ملکیانو ته په دغه برید کې زیان نه‌دی رسېدلی. Читать дальше...

منيزه کاکړ: د سیند له زندانونو د ټولو افغانانو د خوشې کولو چارې مو ګړندۍ کړې دي

Mashaalradio.com 

په سیند صوبه کې د افغان بندیانو وکیله منیزه کاکړ وایي، شاوخوا ۱۰۰ افغانان د ویزې یا نورو قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د سیند صوبې په زندانونو کې بندیان دي. منیزه کاکړ له یوې مودې راهیسې په کراچۍ او سیند صوبه کې د نیول شویو افغانانو د خلاصون قانوني چارې پر مخ وړي. نوموړې د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل د پاتې نیږدې سلو بندیانو دوسیې یې بشپړې کړي دي. منیزه کاکړ پر ټويټر ليکلي چې ګڼ افغانان د قانوني اسنادو په درلودلو سربیره هم بند ته اچول شوي ډدي. هغې غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې ټول افغانان ژر له بنده خوشې کړي. Читать дальше...

فايق: د مخکنیو افغان امنيتي ځواکونو هدفي وژنې لا هم روانې دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې د لړۍ دوام، ورځ تر بله اندېښنې لا ډېروي. تازه په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق ویلي، په هدفمند ډول د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وژنه لا هم روانه ده. هغه پرون په خپله ټویټرپاڼه په جلال‌اباد ښار کې د مخکنیو افغان ځانګړو ځواکونو د یوه غړي د وژل کېدو په غبرګون کې د پوښتنې په ډول لیکلي: "د طالبانو عمومي بښنه چېرې ده؟" ریاض احمدزی درې ورځې وړاندې د ننګرهار په جلال‌اباد ښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو. Читать дальше...

د اوکراين پوځ: دونېڅک کې مو د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وایي، ځواکونو یې تېره ورځ په ختیځه دونېڅک سیمه کې د روسیې ډېرې حملې شنډې کړې دي. د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د اوکراین مدافعانو پرلیومان، باخموت، اودیوکا او مارینکا ښارونو د روسي ځواکونو څه باندې ۶۰ حملې په شا تمبولي دي. پوځ ویلي، روسي ځواکونو سره له دې چې ورته د پام وړ زیان رسېدلی، پر دې سیمو بریدونو ته دوام ورکړی. د اوکراین پوځ دغه راز ویلي چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د زاپوریژیا د سیمې پر زاپوریژیا او کومیشاواخا ښارونو او د مایکولیف د سیمې... Читать дальше...

د پنجشېر محلي سندرغاړی موسی شاهين د طالبانو له بنده خوشې شوی

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د پنجشېر محلي سندرغاړی موسی شاهین د طالبانو له بنده خوشې شوی دی. د هغې نږدې خپلوانو د امریکا غږ اشنا راډیو ته تایید کړې چې، شاهین له شاوخوا درې میاشتو بند تېرولو وروسته پرون طالبانو خوشې کړی او هغه بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی. طالب چارواکو تر اوسه نه‌دي ویلي چې، نوموړی یې د څه په خاطر نیولی و. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتيوت رئیس احمد سرمست په خپله فېسبوک پاڼه له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې، د موسی شاهین د خوشې کېدو لپاره یې غږ اوچت کړی و. د یادونې ده چې د... Читать дальше...

د زلنسکي يو سلاکار: اوکراين کې په کارول شويو روسي وسلو کې د چين له پُرزو ګټه اخيستل شوې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د ولسمشر یو جګپوړی سلاکار وایي، په ډېرو هغو وسلو کې چې روسیې د اوکراین په جګړه کې کارولي او د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورغلي، لیدل شوي چې د چین ساخت له پُرزو استفاده شوې ده. ولادیسلاو ولاسیوک رویترز اژانس ته وویل، د جګړې له ډګر څخه ترلاسه شویو وسلو کې مختلفې الکترونیکي پُرزې کارول شوي دي. اوکرایني کارپوهانو چې دغه وسلې څېړلي ویلي، د اورلان په نوم د لارښود هوایي ډرون سیسټم کې چې مخکې د سویس ساخت سیسټم څخه کار اخیستل کېده اوس چینایي ساخت سیسټم کارول شوی دی. د رویترز په وینا له کله چې... Читать дальше...

د روغتيا سازمان: افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګه وایي، په افغانستان کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله چې درملنه یې ممکنه ده، مري. ډبلیو‌اچ‌او نن په یوه ټویټ کې ویلي، موږ باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا لپاره ګړندی اقدام وکړو. ډبلیو‌اچ‌او د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندق څخه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ په خاطر مننه کړې ده. د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې پرون په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د خوړو د جدي نه خوندیتوب اغېزې ویجاړونکې بللې. Читать дальше...


Музыкальные новости
PRomoPulse

Продвижение новой музыки и ваших хитов на радио и в интернете





Rss.plus
Актёр

Продвижение Актера. Продвижение актера в кино. Пиар Актера. Продвижение Актера для получения ролей и участия в съемках. Пиар и раскрутка Актера.




Тренер "Спартака" Слишкович заявил, что у клуба выработался сильный менталитет

Цена нефти Brent упала ниже $84 за баррель впервые с 14 марта

Анонсирована Batman: Arkham Shadow для VR-гарнитуры Meta* Quest 3

Андрей Воробьев: парк в Черноголовке откроется после реконструкции летом




اوچا: نړۍ بايد افغانستان يوازې پرې نه‌ږدي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، نړۍ باید د افغانستان خلک په دغه حساس وخت کې یوازې پرې نه‌ږدي. اوچا نن په یوه ټویټ کې وویل، افغانانو لا د مخه ډېر زغم کړی او دا به د نه منلو وي چې دوی د ژوند کولو له اساسي بشري اړتیاو څخه په محرومولو سره نور زیانمن شي. تر دې مخکې اوچا پرون په یوه بل ټویټ کې خبرداری ورکړی و، که هغه مالي سرچینې چې روان کال یې په افغانستان کې له ميلیونونو اړمنو کسانو سره د بشري مرستو لپاره غوښتنه کړې ترلاسه نه‌کړي، دا هېواد به له داسې قحطۍ سره... Читать дальше...

هندی وګړی له استعمال شوي پلاسټیکه بېلابېل شیان جوړوي

Mashaalradio.com 

د هند په پونې ښار کې یو کس یوه اداره جوړه کړې چې پکې له کارول شویو پلاسټیکي شیانو څخه کڅوړې، بټوې او یوشمېر نور شیان جوړوي. د ادارې مالک وايي، د دې کار موخه په چاپېریال کې د پلاسټیکي ککړتیا کچ کمول دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د روسيې ولسمشر د چين د دفاع له وزير سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یکشبنې په مسکو کې د چین د دفاع له وزیر لي شانګفو سره وکتل او دواړو د چین او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ ستاینه وکړه. دواړو هېوادونو ویلي چې، مشارکت یې سرحد نه‌لري. د چین ولسمشر شي جین پینګ تېره میاشت په مسکو کې له پوتین سره کتلي و. د رویټرز په وینا له کله چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته لسګونه زره سرتېري استولي، روسیې او چین په خپلو کې اقتصادي، سیاسي او پوځي اړیکې پیاوړې کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د ټولو اړونده ادارو مسؤلينو ته امر کړی چې د خوښيو له ډزو ډډه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو دفاع وزارت د ټولو اړوندو ادارو او جزوتامونو مسولینو ته امرکړی چې، د کوچني اختر په شپو او ورځو کې دې د خوښۍ ډزې نه‌کوي. د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په هغه غږیز پیغام کې چې د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبې رسنیو ته استولی، د ملي اردو ټولو مسولینو او کارکونکو ته امر کړی چې هوایي ډزې دې نه‌کوي او د خلکو لپاره دې د اختر په ورځو او شپو کې د امن یوه فضا رامنځته کړي. نن د روژې ۲۷مه ده او اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي. تر دې مخکې د طالبانو وسله‌والو په اخترونو او نورو مهمو مناسبتونو... Читать дальше...

د طالبانو حکومت په کندهار او هلمند ولايتونو کې محلي ټولګي وتړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې محلي ټولګي وتړل. په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې، دغه پرېکړه د مؤسساتو پر یو شمېر فعالیتونو تر ملاحظاتو وروسته شوې. په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي. محلي ټولګي د افغانستان په هغو سیمو کې فعال دي چېرته چې ماشومان ښوونځیو ته لاس‌رسی نه‌لري. ویل کېږي یوازې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۸۸ محلي ټولګی فعال دي چې د یونېسف او نورو مؤسسو له‌خوا یې مالي ملاتړ کېږي. Читать дальше...

بادغيس کې د قران‌کريم د يوې نسخې سوځولو په تور د يو کس وژل کېدو په اړه ضد و نقيض څرګندونې

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې د قران‌کریم د یوې نسخې د سوځولو په تور د یوه کس د وژل کېدو په اړه ضد و نقیضې څرګندونې کېږي. په بادغیس کې د طالبانو امنیې قومندانۍ پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا پېښه د دې ولایت د قادس ولسوالۍ د اربابانو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو تن چې قران‌کریم یې قصداً سوځولی و او له سیمې یې د تښتېدو هڅه کوله، د یوه نامعلوم کس له‌خوا د وسلې پر مټ ویشتل شوی او وژل شوی دی. خو ځینو محلي سرچینو ازادي راډیوته وویل، دغه کس چې رواني حالت یې هم سم نه و، د تناره تر څنګ له خپلې ښځې سره... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Надежда Стрелец резко высказалась о хейтерах, после того как мама Тимати раскритиковала ее интервью с Аленой Шишковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


Полина Михайлова

Россиянка Полина Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Брановицкий

Регистрация Авторского права. Регистрация объекта авторского права. Регистрация Авторского права на книгу. Регистрация Авторского права на музыку.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России