Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 19.04.2023

د زرغون جام یو ورځنیو سیالیو د دویم پړاو لپاره لوبډلې اعلان شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر پر اساس، ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ په خوست ولایت کې د ملي، نولس کلنو او کورنیو لوبغاړو په شتون کې پیل شي او د مې تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي. کرکټ بورډ ویلي چې سږ کال په دې سیالیو کې د نولس کلنو کم عمره ځوانانو په ګډون څلور لوبډلې برخه لري. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هندوکش سټرایکرز په لوبډله کې نجیب الله ځدراڼ لوبډلمشر، افسرځاځی، ابراهیم ځدراڼ، احسان الله جنت، عثمان غني، شبیر نوري، خالد ذاهدي، دروېش رسولي، کریم... Читать дальше...

د افغانستان ځینو دولتي پوهنتونونو کې د محصلانو او استادانو تر منځ د نمرو پر سر ستونزه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ځينو ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې د محصلانو او استادانو ترمنځ د نمرو پر سر راپورته شوې ستونزه. د ننګرهار، کندهار او هلمند دولتي پوهنتونونو د محصلانو او استادانو ترمنځ د نمرو پر سر راپورته شوې ستونزه چې محصلان استادان او د پوهنتونونو مسوولان بیا محصلان ګرم بولي. یو شمېر محصلانو په دې اړه له ازادي راډیو سره د شقو (د نمرو لېستونه) په شمول یو شمېر اسناد هم شریک کړي دي. که څه هم ازادي راډیو ونه‌توانېده په خپلواکه توګه دغه اسناد تایید کړي، خو په‌کې لیدل کېږي چې د دغو پوهنتونونو د... Читать дальше...

د مردان پېړې څنګه جوړېږي؟

Mashaalradio.com 

د مردان پېړې د خپلې ځانګړتيا له کبله ډېر نوم لري. د پېړو جوړوونکو کورنۍ لسګونه کلونه وړاندې له هند څخه د پاکستان مردان ښار ته کډه شوې وه. د پېړو دوکان څښتن احمر محمود وايي چې کله يې نيکه د بريتانيې ملکې الېزابېت ته د مردان پېړې ډالۍ کړې وې نو هغې ورته په بریتانیا کې د اوسېدو بلنه ورکړې وه خو نيکه يې انکار کړی وو.



آی پي ایل؛ نوین الحق ته په لومړي ځل د لوبیدو موقع ورکړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان چټک اچونکي نوین الحق د لومړي ځل لپاره په آی پي ایل سیالیو کې د لوبېدو موقع ترلاسه کړې ده.  نوین چې د لکهنو سوپر جاینټز لپاره لوبه کوي نن چهارشنبه یې د راجستان رایلز پر وړاندې سیالي ده. دا د هند غوره لیګ په سیالیو کې تر فضل حق فاروقي وروسته دویم افغان چټک توپ اچونکی دی چې لوبول کېږي. د ویلو ده چې نوین الحق د ۷م افغان لوبغاړی په توګه په آی پي ایل کې لوبېږي.

سوډان کې لنډمهاله اوربند مات او جګړه دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې د امریکا په هڅو د نافذ شوي لنډمهاله اوربند تر ماتېدو وروسته پلازمېنه خرطوم کې نن هوایي بریدونه او چاودنې شوي دي. د جګړې دواړه لوري یو بل د اوربند په سرغړونه تورنوي. د سوډان د عامې روغتیا وزارت د جګړې له پيله تراوسه د ۲۷۰ کسانو د وژلو او څه باندې دوه نیم زرو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې د ۲۴۶۰ زندانیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د اختر د را رسېدو په مناسبت د طالبانو سترې محکمې نن د دوه زره څلور سوه شپېته زندانیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ. په ورته وخت کې د ۴۷۰ زندانیانو د بند په موده کې تخفیف راغلی دی. د دې زندانیانو د خوشې کېدو امر د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده کړی چې لومړۍ ډله یې د ښځو په ګډون ۴۱ کسان وو چې د یکشنبې په ورځ ازاد شول. د طالبانو د سرپرست حکومت په وینا دا هغه زندانیان دي چې غلاوې یې کړي، په فساد کې ښکېل وو او یا یې هم د مخدر موادو په پېر او پلور کې لاس درلود. طالبانو یو شمېر مدني فعالان هم زنداني... Читать дальше...

ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر موضوع د بحث لپاره غونډه کوي

Mashaalradio.com 

د هغه سازمان مرستیالې امینې محمد د اپرېل پر ۱۸مه، د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال وویل چې په هغه ناسته کې به د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

په چین کې د اور لګېدو پېښې له کبله د قربانیانو شمېر ۲۹ کسانو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

یوه چینایي چارواکي نن وویل چې د پېکېنګ په یوه روغتون کې د اور لګېدو له امله د قربانیانو شمېر نهه ویشتو ته رسېدلی دی. دا اور نیمه شپه ولګېد چې وروسته له نیم ساعته مړ شو. د پېکېنګ د ښاروال مرستیال لي زونګرونګ نن د دې پېښې د قربانیانو شمېرې اعلان کړې. د دې روغتون د مدیر په ګډون دولس تنه د دې اور لګېدو په تړاو نیول شوي دي. تر اوسه د دې اور لګېدنې علت نه دی ویل شوی.



قطر د افغانستان پوهنې برخې سره د نږدې شپېتو ټنو موادو مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

قطر د افغانستان له معارف سره د نږدې شپېته ټنو موادو مرسته وکړه. په هغه بیان کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون خپور کړ، په کې راغلي چې دا مرستې د قطر د خیریه بنسټ او د قطر د سرې میاشتې د ټولنې دي چې د هوا له لارې به واستول شي. ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د دوی له اټکل سره سم درې میلیونه او اووه لکه ماشومانو له زده کړو بې برخې دي چې شپېته فیصده یې نجونې دي. قطر په داسې وخت کې د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي چې له شپږم ټولګي ور پورته د نجونو ښوونځي بند دي او پوهنتونونو... Читать дальше...

تورخم ته نږدې د غره ښویېدنې پېښه کې د ۵ افغانانو مړینه تایید شوې

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازې خیبر پښتونخوا غاړې ته د غره ښویېدنې له امله د پنځه افغانانو مړینه او اتو کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي. د اپرېل په اتلمسه د خیبرپښتونخوا اړوند تورخم دروازې ته څېرمه د غره ښویېدنې په یوه پېښه کې افغانانو ته تلفات اوښتي دي. ځايي چارواکو د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال ته ویلي چې په دغه پېښه کې پنځه افغانان مړه شوي او اته کسان نور ټپیان دي. د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې یو ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته ویلي چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي او تر لاسه شوي معلومات لومړني دي. Читать дальше...

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي: د بېلابېلو توکو بیې لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د اختر په رارسېدو سره د ارزګان مرکز ترینکوټ ته د بېلابېلو توکو اخیستلو په موخه د خلکو ورتګ ډېر شوی دی. د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، په ښار کې د پخوا په پرتله د توکو بیې څو چنده لوړې شوي چې د اخیستلو توان یې نه لري. سیمه ییز مسوولان وايي، د توکو د بیو څارنه کوي او تر اوسه یې لسګونه هغه هټیوال جریمه کړي چې توکي یې په لوړه بیه پلورل. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

متحده عربي اماراتو کې د نکریزو لګولو پخوانی دود لا هم ژوندی دی

Mashaalradio.com 

په متحده عربي اماراتو کې اوس هم زیاتره ښځې په پخوانۍ طریقه نکریزي جوړوي او لګوي. دوی په کورونو او باغچو کې د نکریزو ونې هم کرلې دي خو بیا یوشمېر ښځې په نوی انداز هم نکریزې کاروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

تورخم کې تر کمر نړېدو وروسته د ژغورنې چارې روانې دي

Mashaalradio.com 

د خیبر ضلعې په تورخم کې د غره د کمر نړېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر شپږو ته رسېدلی او د ژغورنې چارې د اپرېل پر ۱۹مه هم روانې وې. په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي دي چې تر اوسه یې د درو مړو پېژندګلوي کړې ده او هغوی افغانان دي. د ادارې په وینا، د اپرېل ۱۸مې پیشلمي مهال په شوې پېښه کې اته تنه ژوبل شوي هم دي. د ژغورنې په عملیاتو کې د سیمې ځايي اوسېدونکي او ډرېوران هم برخه اخلي. ویډیويي رپورټ.

سپینه ماڼۍ: د رښتینو خبرو لپاره طالبان باید له ښځو سره په درناوي چلند وکړي

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر وايي، که طالبان خبرې کول غواړي، نو له ښځو سره باید په درناوي چلند وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، که طالبان غواړي چې جدي ونیول شي، باید د ښځو درناوی وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په افغانستان کې پر ښځو د بندیز په اړه وویل: "که طالبان غواړي چې دوی سره رښتینې خبرې اترې ولرو او جدي ونیول شي، هغوی باید داسې رویه وکړي، د مثال په توګه، باید ښځو سره په درناوي چلند وکړي." هغې زیاته کړه، امریکا او نور شریکان... Читать дальше...

په سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته هوایي بریدونه او چاودنې شوي

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې د امریکا په هڅو د نافذ شوي لنډمهاله اوربند تر ماتېدو وروسته پلازمېنه خرطوم کې نن هوایي بریدونه او چاودنې شوي دي. د سوډان پلازمېنه خرطوم کې نن د پنځمې پرله پسې ورځې په مخه تاوتریخوالی دوام لري. رویټرز خبري اژانس لیکلي، د سوډان د دفاع وزارت او هوایي ډګر شاوخوا سیمو کې دوامداره بمبارۍ او درنې چاودنې کېږي او اسمان کې یې تور لوګي تر سترګو کېږي. دا هغه سیمې دي چې دغلته د جګړې له پيل راهیسې تر نورو زیاتې د تاوتریخوالي شاهدې وې. د امریکا په ګډون بهرنیو قدرتونو د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ... Читать дальше...

له افغانستانه د ملګرو ملتونو احتمالي وتلو اندېښنې رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د ملګرو ملتونو د احتمالي وتلو په اړه د ياد سازمان د پراختیايي پروګرام د ریيس اکم شټاینر له خبرداري وروسته، د کابل یو شمېر اوسېدونکو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. فرزانه وايي، د طالبانو د حکومت له خوا د دوی د حقونو تر نقض وروسته، له افغانستانه د ملګرو ملتونو د سازمان احتمالي وتل د ښځو په ژوند کې یو بل ناورین وي. نوموړې ازادی راډیو ته وویل چې په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان ښځې او ماشومان د ملګرو ملتونو خدمتونو ته اړتیا لري. هغې زیاته کړه: "د ملګرو ملتونو د فعالیتونو بندېدل به... Читать дальше...

پاکستان کې د پوځي عملياتو او له وسلوالو سره د مذاکراتو تګلارې ولې کار نه ورکوي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اپرېل اوومه د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د وسلوالو ضد عملیاتو پرېکړه شوې وه چې له امله يې د خيبر پښتونخوا، په تېره په قبايلی سيمو کې، ګوندونو او ولس اندېښې ښوولې. حکومت په هغو سيمو کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د وسلوالو ضد د پوځي عملياتو او ورسره د خبرو اترو دواړه تګلارې کارولې، خو پر دې سربېره هم ناامني نه ده ختمه شوې. د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې کې د همدې موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.

امان الله ناصر وايي د ټوکو له لارې د ټولنې اصلاح کول غواړي

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو د پښتو نومیالی هنرمند او لیکوال امان الله ناصر مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې د لیکوال او ټېلېوېژني او راډیويي خپرونو د جوړوونکي او اداکار په توګه کار کوي. ناصر د مشال راډیو لپاره اوونیزه مزاحیه خپرونه "پام کوه" هم جوړوي. نوموړي ته په ۲۰۲۳ز کال کې د پاکستان ولسمشر د لسیزو د کار او زیار له کبله د پرایډ اف پرفارمنس په نوم لویه ولسي جایزه ورکړه. امان الله ناصر وايي، د مزاح له لارې د ټولنې د اصلاح هڅه کوي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.


Музыкальные новости
Deep Purple

Deep Purple — Portable Door





Rss.plus
РФ

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание




Стартовал новый сезон экскурсий по Восточному административному округу

Артём Дзюба близок к переходу в московское "Торпедо"

«Мой рай»: Волочкова уединилась с тайным спутником на Мальдивах

В центре Москвы задержали Диану Шурыгину и ее знакомого криптобизнесмена




په ازبکستان کې د نوي اساسي قانون لپاره ټولپوښتنه پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په ازبکستان کې د نوي اساسي قانون لپاره ټولپوښتنه پيل شوې ده. دا رایې د دې لپاره اچول کېږي چې د دغه هېواد پنځه شپېته کلن ولسمشر شوکت میرضیاییف ته لاره پرانیستل شي چې د ولسشمرۍ په راتلونکو دوو دورو کې هم ځان کاندید کړي چې په دې ډول به تر ۲۰۴۰م کال پورې په واک کې پاتې شي. د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن سهار وویل، هغه کسان چې د اپرېل په ۳۰مه رایې نه شي اچولی هغوی ته سر له ننه زمینه برابره شوې ده چې د اپرېل تر ۲۶مې  خپلې رایې ورکړي. د ازبکستان اساسي قانون پرو سږ کال تعدیل شو چې بیا تېره... Читать дальше...

د افغانستان وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه؛ د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه هم بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې جوړېدل. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي مؤسسو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په کار د بندیز پر پرېکړه په نړیواله کچه غبرګونونه روان دي، د ملګرو ملتونو سازمان وايي په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د وضعیت په تړاو نړیواله غونډه جوړوي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه به هم په‌کې بحثونه وشي. د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد تېره ورځ ناوخته د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې د خبرو پر... Читать дальше...

زابل کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د زابل په بېلابېلو سیمو کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه‌لري او ماشومان یې تر شنه اسمان لاندې په ناسم چاپيريال کې زده‌کړې کوي. د يادو سیمو ځايي اوسېدونکي د ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړېدو غوښتنه کوي. بل‌خوا په زابل کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکي نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په تمه دي چې د ښوونځیو لپاره ودانۍ ورته جوړې کړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ازادي راډيويي مجله؛ غزني کې د قران‌کريم نندارتون جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د قران‌کريم چاپ کله او چېرته پيل شوی؟ استاد نجيب منلی راته د يو شمېر بهرنيو ژباړل شويو شعرونو په اړه مالومات راکوي. دغه راز په دې خپرونه کې به شعر هم واورئ او له دې به هم خبر شئ چې خوست کې يو مدني فعال د ښوونځيو د زده‌کوونکو وړيا انځورونه اخلي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د دوی ښځینه همکارانې بېرته کار ته پرې‌نږدي، له افغانستانه به د وتلو زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي. خلیل‌زاد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، ښاغلی ګوتېرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه ولري. Читать дальше...

کرېکټ؛ د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي چې، د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلوي. کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، دا سیالۍ به د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې ترسره شي. یادې ادارې د دې سیالیو په تړاو ازادي راډیو ته ویلي وو، دا چې سږ کال اسیا او نړیوال جامونه یو ورځنۍ بڼه لري، نو ځکه غواړي زرغون جام سیالۍ د ټولو ملي لوبغاړو په ګډون ترسره کړي. دغه سیالۍ چې په لومړي ځل تېر کال ترسره شوې، په ۳ لوبډلو کې د افغانستان اکثریت ملي... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Басков

«20-летних я уже не потяну»: Басков раскрыл идеальный возраст избранницы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России