Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 22.04.2023

مثلث؛ اختر په افغانستان و پاکستان کې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان او پاکستان کې سږکال اختر په داسې وخت کې راغلی دی چې لوږه او بیکاري په دې دوو هیوادو کې زیاته شوې ده نو یوشمیر کورنۍ نه دې توانیدلي چې اختر وکړي، ځینو بیا میلې جوړې کړې دي. د مثلث په دې خپرونه کې مو د دریو هیوادو له اختره خبروو

سوډان کې جګړه؛ ښکېلو لوريو له پلازمېنې د بهرنيانو د ايستلو ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د سوډان پوځ نن وویل، دوی له پلازمېنې خرطوم څخه د بهرنیو اتباعو په ایستلو کې مرستې ته چمتو دي. له خرطوم څخه د بهرنیو د ایستلو په اړه د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان بیان وروسته تر دې خپور شو چې، د ده د مخالفې وسله‌والې ډلې، چټک غبرګون ځواکونو د تخلیې لپاره هوایي ډګرونه د الوتنو لپاره پرانیستل. په خرطوم کې د رویټرز اژانس خبریال وایي، تېره شپه جګړه روانه وه خو نن سهار یې شدت کم شو. حکومتي خبري چاینلونه لوګي ښکاره کوي او داسې ویډیوګانې خپروي چې په‌کې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي. د چټک غبرګون د ځواکونو... Читать дальше...

ښاپېرۍ نغمه: مينه مې کړې ده

Pa.azadiradio.com 

سندرغاړې نغمه چې ګڼ شمېر مینه وال لري، کله هم ميینه شوې؟ اجمل تورمان د نغمې د ژوند ځینې جالب اړخونه نوموړې سره مرکه کې رابرسېره کړې دي. نور په ويډیو کې:



د پاکستان شماریاتو اداره وايي تر ۲۳ کروړه زیات خلک یې شمېرلی دي

Mashaalradio.com 

ادارې د اپرېل پر ۲۰مه پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي دي چې تر اوسه یې ۲۳ کروړه، ۵۳ لاکه، ۸۸ زره او ۸۹ کسان (۲۳۵،۳۸۸،۰۸۹) شمېرلي دي. دا شمېره د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پرتله ۱۲.۹۸ سلنه یا ۲۷ مېلیونه زیاته ده. په هغې سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۲۰۷ مېلیونه ۶۸ زره ښودل شوې وه.

کندهار کې سږ کال اختريزې مېلې ډېرې شوي خو کاروبارونه کم‌رنګه دي

Pa.azadiradio.com 

سږ کال اختر د کندهار ښار په مېله ځایونو کې د ځوانانو ګڼه ګوڼه زياته ده. خو په دغه مېله ځايونو کې د خوراکي توکو پلورنکي وايي، د تېرو اخترو په پرتله یې کاروبار کم‌رنګه دی. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

کندهار کې کوژدنو ته د جوړې وړلو دود څنګه تر سره کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوب کې له کلونو راهیسې له واده مخکې کوژدنو «هلک او نجلۍ» ته په ځانګړو ورځو لکه اخترونو کې د جوړې په نوم جامې، مېوې او نور د سينګار توکي په دودیز شکل وړل کېږي. خلک وايي جوړه د مينې او د دوو کورنيو د اړيکو د پیاوړتيا ډول تعريفوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د کابل ځينې اوسېدونکي د ټرانسپورټي خدمتونو له کمښت او لوړې کرايې شکايت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ځینې اوسېدونکي د ټرانسپورتي خدمتونو له کمښته شکایت کوي او وايي، د ټکسي موټرو د لوړو کرایو له امله نه‌شي کولای په اختر کې د خپلوانو کورونو ته ورشي. يوه مېرمن چې رئیسه نومېږي، په کابل ښار کې له ناروغه خاوند او دریو اولادونو سره ژوند کوي. اغلې رئيسې ازادي راډيو ته وویل، سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله اختر ته هيڅ تیاری نه و کړی او ترڅنګ یې د ټيکسي او نورو لیني موټرو د لوړو کرایو له امله دوه ورځې کېږي چې په کور کې ناسته ده. نوموړې وايي: "د نږدې خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورغلو، خو... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې پارلمان: طالبان دې مطيع‌الله ويسا او نور نيول شوي فعالان خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له‌خوا د زده‌کړو د برخې د نیول شوي فعال مطیع‌الله ویسا وررو عطاالله ویسا وایي، سترګې په لاره وو، چې ورور به یې د اختر لپاره خوشې شي، خو په خبره یې داسې ونه‌شول. نوموړي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي: "اختر ته زما کورنۍ ، ملګري او تر ډېره ډېر افغانان او هم د بشري حقونو فعالان منتظر وو چې مطیع‌الله ویسا به را خلاص سي، دې انتظار زما کورنۍ او په ځانګړې ډول زما مور سخته پرېشانه کړه، خو بیا هم هیله کوم چې هغه دې ورځو کې ازاد کړي." د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د روان... Читать дальше...



په کراچۍ کې پوليسو ۱۱ نور افغانان نیولي دي

Mashaalradio.com 

په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۱،۵۰۰ افغانان د سیند له زندانونو څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. د دوی وروستۍ ټولګی ۲۰۷ تنه  وو، چې د اپرېل پر اوومه د کراچۍ له زندانونو افغانستان ته استول شوي دي.

د روسيې يوه الوتکه نن برلين ته له ډيپلوماټيکې اجازې وروسته والوته

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوه الوتکه نن له ماسکوه برلین ته له ځانګړې ډیپلوماتیکې اجازې وروسته والوته. دا خبره د جرمني د هوایي ځواک یوه ویاند د جرمني (ډي‌پي‌اې) اژانس ته وکړه، خو په دې اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي، چې دا د مسافرو الوتکه ده که کارګو یوه ده. وروسته تر دې چې پروسږکال په فبروري میاشت کې اروپایي ټولنې د روسیې د ټولو الوتنو پرمخ خپل هوایي ډګرونه بند کړل، روسیي الوتکې خورا کمې دې هېوادو ته سفر کوي. ډېرو کسانو نن په خواله رسنیو کې برلین ته د روسۍ الوتکې سفر ته توجه کړې ده.

پاکستان کې نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

Mashaalradio.com 

نن (د اپرېل پر ۲۲مه) په پاکستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي، خو د خيبر پښتونخوا د مومندو، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۲۱مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.

کابل ښاريان: د ښار په واټونو کې د طالبانو امنيتي کسان زيات شوي دي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان وایي چې، د ښار په واټونو کې د طالبانو امنیتي کسان زیات شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، د دې امنیتي هڅو هدف دا دی چې کومه ډله یا شخص د اختر په ورځو شپو کې امنیتي ستونزه رامنځته نه‌کړي. په دې ښار کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ را وروسته داعش د بهرنیو چارو د وزارت په شمول پر یو شمېر حساسو سیمو بریدونه کړې دي. په کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ د کومې نا امنۍ راپور نه‌دی ورکړل شوی. نن د اختر دوهمه ده او نن هم تر دې دمه د نا امنۍ د کومې پېښې راپور نه‌دی خپور شوی.

امريکا د اوکرايني ځواکونو د روزنې لپاره جرمني ته ابرامز ټانکونه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر وایي، واشنګتن پلان لري چې په راتلونکو اوونیو کې ابرامز ټانکونه جرمني ته د دې لپاره واستوي چې اوکرایني ځواکونه وروزي. لویډ اسټن دا خبره پرون په جرمني کې وکړه. ده هلته د اوکراین له تماس ډلې سره په رامشتاین هوایي اډه کې په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې، په‌کې اوکراین ته د وسلو پر ورکړه خبرې وشوې. د راپورونو له مخې به د جرمني په جنوب کې شاوخوا دوه سوه پنځوس اوکرایني پوځیان د ابرامز ټانکونو روزنه د لسو اوونیو په ترڅ کې ترلاسه کړي.

ارمنستان په پوځ کې د ښځو خدمت کولو مسوده تصويب کړه

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان د پوځي خدماتو په قانون کې هغه مسوده تصویب کړه چې، له مخې به یې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د دغه هېواد په وسله‌والو ځواکونو کې په داوطلبانه توګه خدمت وکړي. په قانون کې د دې تعدیل له مخې ښځې کولی شي چې د شپږو میاشتو لپاره عسکري وکړي او وروسته به د پنځه کلنې دورې د خدمت اختیار لري. تمه ده چې د ژمي له رارسېدو مخکې به دا قانون پلی شي. اوس مهال ښځې یوازې د یوه تړون له مخې د ارمنستان په اردو کې خدمت کولی شي. په ارمنستان کې پوځي خدمت د نارینه‌و لپاره چې عمر یې د اتلس او اووه ویشت کلونو ترمنځ وي، د دوو کلونو لپاره اجباري دی.

تورخم کې د غره ښوېدنې له امله د قربانيانو شمېر ۸ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د خیبرپښتونخوا لور ته د غره د ښوېدو د پېښې د قربانیانو شمېر اتو تنو ته ورسېد. د سه‌شنبې په ورځ سهار وختي هغه وخت له غره کاڼي او خاورې راوښوېدل چې تر سلو ډېرې لارۍ د پاکستان له لوري د افغانستان خواته تېرېدو ته انتظار وې. د پاکستان د ژغورنې د چارو ویاند بلال فیضي وایي، عملیات روان دي چې د دې اتو تنو مړي د خاورو او ډبرو له لاندې راوباسي.

منيزه کاکړ: پاکستان د قانوني اسنادو لرونکي ۱۱ افغانان نيولي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغان قانوني کډوالو د زنداني کولو په لړ کې ۱۱ نور افغان کډوال هم زنداني کړي. دا خبره په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته کړې او ویلي يې دي، ياد کډوال د پاکستان له حکومت او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي. اغلې کاکړ په دې اړه یوه ویډیو هم له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده. دا ويډیو د هلمند ولایت د اوسېدونکي اغا میر ده، چې په کراچۍ کې بندي دی. اغا میر چې د پاکستاني حکومت له‌خوا ورکړل شوی د افغان... Читать дальше...

د پخواني شوروي اتحاد د وخت له لرګیو جوړ لوبو شيان دود لا ژوندی دی

Mashaalradio.com 

د روسیې د بوګورودسکوی په يو کلي کې له لرګیو څخه د ماشومانو لپاره د لوبو شيان له پيړۍ راهېسي جوړيږي او دا لرغوني هنر يې ژوندي ساتلي دي. په ميوزيم کې د دې شيانو جوړونه او تاريخ هم ښودل کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

اروپایي ټولنه پر ایران نوي بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه غواړي چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي. د هغو اسنادو له مخې چې د ازادي راډیو فردا څانګې وار له مخه ترلاسه کړې دي، دا بندیزونه به په ایران کې د مظاهرو پر مهال د خلکو د ځپلو او په دغه هېواد کې د اټومي پروګرام او د اوږده واټن توغندیو په تړاو پر اتو چارواکو او دوو حکومتي بنسټونو ولګول شي. اټکل کېږي چې د دې بندیزونو اعلان به د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال وشي.


Музыкальные новости
Баста

Баста запланировал провести донской кубок с участием ФК «Ростов», «Чайка» и «СКА-Ростов»





Rss.plus
Театр

Театр, искуство, Россия и дети: кукольная фотосессия в Бурятии




Коммунальщики в этом году приведут в порядок 23 дома, связанных с именем Пушкина

«Я не убивала мужа» В Москве ставят спектакль по мотивам китайской мифологии.

Подмосковная «Единая Россия» поздравила всех трудящихся с праздником Весны и Труда

Остановка ростовской городской электрички «1337 км» будет переименована




يوې روسۍ الوتکې د روسيې پر بلګورد ښار بمباري کړې ده

Pa.azadiradio.com 

یوې روسۍ الوتکې د روسیې پر بلګورود ښار بمباري کړې ده. د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې (سوخو-۳۴) الوتکې د اوکراین سرحد ته نږدې وړمه شپه په تصادفي ډول پر خپله خاوره بم غورځولی دی. دا بم د ښار په منځ کې له ودانیو سره نږدې پرېوتی دی. د بلګورود یوه چارواکي ویلي دي، دې بم چې شل متره سیمه په بل مخ اړولې ده، درې تنه يې ټپيان کړې دي او شاوخوا ودانیو ته یې زیان اړولی دی. بلګورود چې درې لکه اویا زره نفوس لري د اوکراین له پولې شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې دی.

سوډان کې جګړه؛ د اختر په ورځو کې د اوربند ژمنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو لمن پراخه شوې ده. تېره شپه د دې سربېره توده جګړه روانه وه چې، د جګړې ښکېلو لوریو د اختر د دریو ورځو په ترڅ کې د اوربند ژمنه وکړه. له یوې اوونۍ راهیسې د سوډان د پوځ او له پوځ څخه د بېلې شوې ډلې ترمنځ د دې جګړې په ترڅ کې تر څلور سوه ډېر ملکیان وژل شوي او په زرګونو ټپیان شوې دي. پرون د اختر په لومړۍ ورځ په خرطوم کې الوتکو بمبارۍ هم کولې. د دې جګړې د درېدو لپاره تر اوسه د نړیوالو د اوربند ټولې هڅې ناکامه شوې دي.

رسنۍ: يونسکو باميان کې درېدلې پروژې بېرته پيل کړي دي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر رسنیو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې، یونسکو په بامیان کې د څو میلیونو ډالرو په ارزښت درېدلې پروژې بېرته پیل کړې دي. دا پروژې چې پیسې یې ایټالیا ورکوي په دوه زره یو ویشتم کال کې وروسته تر دې ودرېدې چې طالبانو کابل ونیو. د دې پروژو اصلي تمرکز د بامیان پر بودا مجسمو او د بامیان پر غلغلې ښار دی چې د شپږم او لسم میلادي کلونو ترمنځ ودان شوی دی. یونسکو اټکل کوي چې د دې پروژې له لارې به لږ تر لږه د سیمې سل تنو ته د کار زمینه برابره شي. د بامیان د بودا مجسمې چې د شپږم او اووم میلادي پېړیو دي،... Читать дальше...

ملاله يوسفزۍ: د نړۍ مشران دې طالبان د ښځو حقونه ورکولو ته مجبور کړي

Pa.azadiradio.com 

د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مشرانو غوښتې دي چې طالبان اړ کړي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه ورکړي. ملالې یوسفزۍ تېره شپه په ټویټر کې دا خبره وکړه او زیاتوي چې، د نړۍ مشران به ډېر ژر د افغانستان په اړه غونډه وکړي، خو دوی ته پکار دي چې تر هر څه مخکې له طالبانو وغواړي چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي او نجونې پرېږدي چې زده‌کړې وکړي. ټاکل شوې ده چې د مې په لومړۍ او دوهمه د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په ګډون د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان لپاره غونډه جوړه شي. دا غونډه... Читать дальше...

سيګار: د طالبانو مداخلې افغانستان کې د مرستندويانو فعاليتونه اغېزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار اندېښنه ښکاره کړې ده چې، د طالبانو مداخلې په افغانستان کې د مرستندویانو فعالیتونه اغېزمن کړي دي. سیګار په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې، طالبان د ملګرو ملتو او غیردولتي مؤسسو په کارونو کې چې په افغانستان کې یې کوي، مداخله کوي. د سیګار په باور دا مداخله د مؤسسو د مرستو د چمتو کېدو د خنډ سبب کېږي. د سیګار په وینا وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې واک تر لاسه کړ مداخله یې پيل کړه. سیګار تېره شپه په خپلو ټویټونو... Читать дальше...

د ناټو سرمنشي: اوکراين له روسي ځواکونو د نورو سيمو نيولو ته چمتو کېږي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په رامشټاین هوایي ډګر کې د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډلې په پرونۍ غونډه کې اوکراین د هوایي دفاعي سیستم او د مهماتو غوښتنه وکړه. د دې په ځواب کې له اوکراین سره یو لړ ژمنې وشوې. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل چې، اوکراین له روسي ځواکونو څخه د نورو سیمو د نیولو لپاره احتمالي بریدونو ته چمتو کېږي. ینس ستولتنبرګ دا خبره په جرمني کې د کییف د نړیوالو ملاتړیو په غونډه وکړه. دا غونډه د جرمني په رامشتاین هوایي اډې کې وشوه. د غونډې په ځای کې د ناټو سرمنشي ازادي راډیو ته وویل، چې تر اوسه... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

Лукашенко заявил о желании построить в Белоруссии вторую АЭС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России