بلاول بوټو زرداري وايي د سیاسي ثبات لپاره د ګوندونو ترمینځ مذاکرات اړین دي
د پنجاب او خیبر پښتونخوا انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ وروستۍ پرېکړې ته په اشاره وویل، د ملګرو ګوندونو تر رضا کولو زیات سخت کار به سپریم کورټ پر دې قانع کول وي چې خپلې فیصلې ته بیا کتنه وکړي.