د افغانستان خپلواکۍ جبهه طالبان تورنوي چې یو شمېر ملکیان یې له دوی سره د اړیکو په تور ځورولي او بندیان کړي
دې جبهې ویلي طالبانو وروسته له هغه دا اقدامات کړي چې د جبهې جنګیالیو په جنوبي سالنګ او څو نورو سیمو کې پر طالبانو پسرلني بریدونه پیل کړي.
طالبانو د یادې جبهې د ادعا په اړه تازه څه نه دي ویلي خو مخکې يې ټينګار کړی وو چې هېچاته د دوی پر ضد د وسلې د پورته کولو اجازه نه ورکوي.
جزییات له صفي الله ستانکزي اورو
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې روسي ځواکونو په خیرسون ښار کې د اوکراین عام خلک په غیر قانوني توګه نیولي او شکنجه کړي دي.
د دغه سازمان په راپور کې چې نن (د اپرېل ۱۳مه) خپور شو، راغلي چې روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه تر نومبر میاشتې پورې د اوکراین په سوېل کې د خرسون ښار د اشغال پر مهال هلته د «شکنجې مرکز» جوړ او ځینې نور ورته تاسیسات یې هم اداره کول.
د دې نیویارک مېشتې بشري حقونو ډلې په راپور کې راغلي، د روسانو د شکنجې مرکز د خرسون په ټیپلونیریتیکیف Teploenerhetykiv واټ کې جوړ شوی وو... Читать дальше...
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده ته په یو منسوب غږیز پیغام کې ویل شوي چې، ظالم حکومت بقا نهلري، بلکې یوازې عدالت د حکومت د دوام لامل کېدای شي.
د بغلان د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکی نواب پیکان له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې څو میاشتې وړاندې طالبانو د ده پر کور برید وکړ او دده ورور، محمد شهاب اندرابي، چې په فراه ولایت کې د خاصې قطعې پخوانی مرستیال و، د کورنۍ تر مخ په ډزو وواژه.
نوموړی وايي: "د جمهوریت له نسکورېدو او د طالبانو ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، دوی ده سلاح کلي ته ننوتل،... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی او چترالی سيتار غږوونکی ګوهر جان دی. نوموړی د صوابۍ ضلعې د مانېرۍ کلي دی، خو له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې په پېښور کې اوسي او هلته خپل هنري کارونه مخ ته وړي. دی د فعاله هنرمندانو غورځنګ (ارټېسټ ايکشن موومېنټ) په نوم د يوې ټولنې غړی هم دی. ګوهر جان د يوشمېر مشهورو سندرو خالق دی، خو ګيله من دی چې د سيمې ځينو موسيقارانو او سندرغاړو یې کمپوزونه اخیستي او کارولي دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د پېښور په فواره څلور لاره کې بېلابېل ډول خواړه پخېږي او هغه بازار تر پېشلمي (پېشنمي) پورې خلاص وي. د پېښور ښار يوشمېر خلک فواره څلور لارې ته د خوړو لپاره ځي او بيا تر ناوخته مجلسونه کوي. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد دغه چوک ته ورغلی او له خلکو سره يې خبرې کړې دي.
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په عمر بن خطاب جومات کې هره ورځ تر ۲،۰۰۰ زياتو کسانو ته د روژه ماتي لپاره وړیا خواړه ورکول کېږي. د دې جومات منتظمين وايي چې هلته پر مسلمانانو سربېره غيرمسلمانان هم ورځي.
وزیر د اپرېل ۱۳مې غونډې ته په وینا کې وویل چې تر هغو چې هغه پخواني او اوسني پوځي او ملکي چارواکي و نه نیول شي چې قبایلي ضلعو ته یې، د ده په وینا، وسلوال بیا ستانه کړي، نو د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د فبرورۍ په میاشت کې یې کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی و، چې که د پاکستان ضد جنګیالیو مخه ونه نیول شي، نو په افغانستان کې به د "ترهګرو پر پټنځایونو" بریدونه وکړي.
خواجه محمد اصف امریکا غږ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، د فبرورۍ په میاشت کې یې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو مشرانو ته یادونه وکړه چې، د پولې په اوږدو کې باید په خپلو امنیتي ژمنو عمل او د ترهګرو مخنیوی وکړي، څو د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره ونه کاروي. Читать дальше...
د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د ستونزو پر سیمهییز حل ټینګار کوي.
د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د افغانستان په اړه په ازبکستان کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په درشل کې سره کتلي دي.
له دې ناستې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرامیر عبدالهیان یو پیغام پر ټلېګرام خپور کړی دی.
هغه ویلي: "موږ د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې سره شریکي کړې، دا اندېښنې په افغانستان کې د تروریزم زیاتوالی، د امریکا... Читать дальше...
د کوچني اختر په مناسبت د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړېدل.
د ګل بڼ لاسي صنایعې د شرکت مسوولې ضیاګل فردوسي ازادي راډیو ته وویل، د نېکمرغه کوچنکي اختر په مناسبت د ښځو د لاسي صنایعو او د ارزان بازار په نندارتون کې د خپل شرکت لاسي صنایع نندارې ته اېښي دي.
نوموړې وايي، د دا ډول نندارتونو جوړول له یوې خوا د افغاني محصولاتو او تولیداتو په وده کې مثبت رول لري، له بله پلوه مېرمنې هم کولی شي چې خپلو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي.
مېرمن فردوسي وویل: "د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د دا ډول نندارتونو جوړېدل ډېر ګټور کار دی. Читать дальше...
د اپرېل پر ۱۳مه د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې د څلورمې غونډې په درشل کې د افغانستان پر ستونزو بحث کړی دی.
د طالبانو ضد وسله والې ډلې «د افغانستان د خپلواکۍ جبهې» ادعا کړې چې، طالبانو په کابل، پروان،کاپیسا او پنجشېر کې یو شمېر ملکیان له دې جبهې سره د اړیکو په تور وهلي او بندیان کړي دي.
دې جبهې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د سیمې ځینو سرچینو هم ازادي راډیو ته تایید کړې چې د طالبانو ځواکونو یو شمېر کورونه تلاشي کړي او ځينې خلک يې نيولي دي.
د خپلواکۍ د جبهې په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې، طالبانو د جنوبي سالنګ د څو ورځې مخکې جګړې پر مهال د جبهې د وژل شویو جنګیالیو د جنازې په مراسمو کې د خلکو د ګډون مخه نیولې او وهلي یې دي. Читать дальше...
يو متقاعد چې نهغواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي، نږدې دوکاله کېږي خپل د تقاعد حقوق یې نهدي اخیستي.
هغه ازادي راډيو ته وویل د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
نوموړی وايي: "تر اوسه زموږ دا حقوق چا نهدي اجرا کړي، هر دوکان ته چې ورځو څو پور واخلو نور په موږ باور نهکوي، ما ډېر پورونه اخیستي دي، په کور کې مې ماشومان ناروغه دي، خپله هم ناروغه یم. زه د اسلامي امارت له چارواکو غواړم زموږ حقوق راکړي، ځکه دا زموږ حق دی."
دا یوازې د یوه متقاعد د ژوند کیسه نهده، بلکې د افغانستان د... Читать дальше...
په همدې حال کې د اپرېل پر۱۳مه د واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشرانو په اسلام اباد کې خبري غونډه کړې او د چيف جسټس جرګګۍ جوړول يې د قانوني اصولو او ضوابطو ضد اقدام وباله.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې روسي ځواکونو په خیرسون ښار کې د اوکراین عام خلک په غیر قانوني توګه نیولي او شکنجه کړي دي.
د دغه سازمان په راپور کې چې نن (د اپرېل ۱۳مه) خپور شو، ټینګار شوی روسي ځواکونو چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه تر نومبر میاشتې پورې د اوکراین په سوېل کې د خرسون ښار نیولی و، هلته یې د «شکنجې مرکز» جوړ او ځینې نور ورته تاسیسات یې هم درلودل.
د قربانیانو په وینا چې د بشري حقونو د څار سازمان سره یې خبرې کړي، د روسیې اشغالګرو بندیان وهل ټکول، دردناک برقي شاکونه یې ورکول او په مرګ یې ګواښل. Читать дальше...
د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د ستونزو په اړه د سیمهییزو حل لارو په موندلو ټينګار کړی.
دا ناسته د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې په درشل کې نن سهار ترسره شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداالهیان تر ناستې وروسته په یوه پیغام کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ټلېګرام خپور شوی ویلي: "د افغانستان د وضعیت په اړه په شته اندېښنو مو بحث وکړ. دا اندېښنې په افغانستان کې د ترهګرۍ پراخېدل، د افغانستان په اړه د امریکا او... Читать дальше...
په کراچۍ کې یو ناحکومتي سازمان نرښځیانو ته روژه ماتی برابروي او ورته خواړه ورکوي. د نرښځیو او جنسیتي حقونو لپاره کارکوونکی سازمان هره ورځ شاوخوا ۵۰ نرښځیو ته روژه ماتی ورکوي او تر اوسه یې له ۱،۲۰۰ نرښځیو سره د اوړو، غوړیو، دالو، چای او نورو خوراکي توکو مرسته کړې ده. ویډیويي رپورټ.
د هند د کرېکټ په غوره لیګ IPL کې نن د ګجرات او پنجاب ټیمونه لوبیږي.
په ګجرات ټایټنز کې د افغانستان وتلی لوبغاړی راشدخان او نور احمد هم شته.
د دوی لوبه د ماښام په شپږنیمو پيلیږي.
ګجرات که څه هم خپله تېره لوبه په کلکتې ټیم بایللې وه، خو د راشد خان هټریک یا درې لوبغاړو سر په سر سوځولو د ټول پام ور واړاوه.
په هغه لوبه کې راشدخان کپټاني هم کوله.
د ایران د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، په دغه هېواد کې تېر ۲۰۲۲ کال د اعدامونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ایران د بشري حقونو اوسلو مېشتې ډلې د راپور له مخې چې نن د اپرېل ۱۳مه یې خپور کړی د ایران رژیم ۲۰۲۲ کال لږ تر لږه ۵۸۲ کسان اعدام کړي.
دې ډلې ویلي دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د اعدامونو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د دغو اعدامونو پر ضد د بشري حقونو فعالانو او بهر مېشتو ایرانیانو په ناروې او فرانسې کې مظاهرې هم کړې دي.
د ایران د بشري حقونو مدافع ډلې وایي، د ایران رژیم وروسته له هغه چې د مهسا... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې ګډون کوي.
دا غونډه د ازبکستان پلازمېنې سمرقند په کوربهتوب دایریږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وویل: "متقي صاحب د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان هېواد په رسمي بلنه هلته روان شو. تمه ده چې نن به په سمرقمند کې د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې چې د افغانستان په تړاو دایریږي ګډون ولري او وینا به وکړي."
په دې غونډه کې د روسیې... Читать дальше...
د پاکستان د پولیسو چارواکو نن اعلان وکړ چې، په بندري ښار کراچۍ کې د جامو د یوې کارخونې دننه اورلګېدنه کې د اطفایې څلور کارکوونکي مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نهدی معلوم.
د لګېدلي اور له کبله د دغې کارخونې ودانۍ هم ورانه شوې ده.
پولیسو ویلي، د اطفایې کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې د فابریکې د ودانۍ تر خښتو، خاورو لاندې شول.
ویل کېږي، اور داسې سیمه کې بل شوی چې شاوخوا یې نورې ډېرې کارخونې هم شته.
شمیهال له اسټن سره یوځای خبریالانو ته وویل چې هېواد به یې د مرستو لپاره په اتحاد کې د امریکا د شاملېدو او کییف ته د ټانکونو او نورو جنګي ګاډو د ورکړې پرېکړه وستايي خو اوکراین د روسیې پر وړاندې د ځوابي بریدونو بریالي کېدو لپاره په مرستو کې زیاتوالي ته اړتیا لري.
د فرانس يوه اوسېدونکې به د روان ۲۰۲۳ز کال په جون مياشت کې ۱۰۹کلنه شي، خو په دومره زیات عمر کې لاهم پیانو غږوي او ژر به يې يو البم خپور شي.
کاناډایي چارواکو ویلي، نن پنجشنبه د ۳۵۳ افغان پنا غوښتونکو یوه الوتکه د دغه هېواد تورنټو ښار ته ورسېده.
د کاناډا د کډوالۍ او پناورکونې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه افغانان به د کاناډا په شپږویشتو بېلابېلو سیمو کې مېشت شي.
دغې ادارې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې تر اوسه له دېرش زرو ډېر افغان کډوال کاناډا ته ورغلي دي.
د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۱۲۰ زره افغانان له افغانستانه و ایستل شول چې یوه ډېره برخه یې امریکا او پاتې نور یې اروپایي او یوشمېر نور هېوادونو کې ژوند کوي.
تر... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او کابل کې یوشمېر نورو بهرنیو ډيپلوماتانو د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره پر امنیتي مسایلو، هېواد ته د پخوانیو چارواکو په ورتګ او یو شمېر نورو مسلو خبرې کړي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، دغه ډيپلوماتان د روژه ماتي هغې مېلمستیا ته راټول شوي و چې تېر ماښام مولوي عبدالکبیر جوړه کړې وه.
معلومه نهده چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا چې دا مهال په افغانستان کې د خپل ماموریت په ارزونه بوخته ده،... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России