Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 18.04.2023

پېښور کې له هنرمندانو او نرښځيانو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې يو خيريه بنسټ د اپرېل پر ۱۷مه له بې وزله هنرمندانو او نرښځيانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. نرښځيان او هنرمندان وايي چې په روژو کې د هغوی کارونه بند وي نو ځکه له مالي ستونزو سره مخامخ وي.

ملګري ملتونه: که پر ښځينه کارکوونکو بنديز ليرې نه‌شي راتلونکې مياشت کې له افغانستان وځو

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنه‌کړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشته کې یوه (زړه بوږنونکې) پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي. د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي دا مهال د افغانستان له اوسني حکومت سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې طالبان د دوی ښځینه همکارانې د بندیزونو له لېسته استثنا کړي. نوموړي ویلي، دا به عادلانه وي چې دوی په افغانستان کې خپل فعالیت و دروي،... Читать дальше...

معراج ماما وايي پاکستان کې روانې ګرانۍ يې ژوند اغېزمن کړی دی 

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې روان اقتصادي بحران او ګرانۍ د عامو خلکو سربېره کاریګره طبقه اغېزمنه کړې ده. د پېښورمعراج ماما له تېرو ۱۸کلونو راهیسې د ګاډو مینځلو مزدوري کوي. هغه وایي، وروستۍ ګرانۍ یې ژوند له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی.



قبایلي ضلعو کې د اختر لپاره څه تیارۍ روانې دي؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د اختر د خوشحاليو لپاره تیارۍ روانې دی، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ او ګرانۍ له کبله د خلکو ټولنیز ژوند اغېزمن شوی دی. بلخوا له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې پرتې دي او د دواړو خواو ولسونه د محدودیتونو له کبله خپلې کاروباري او ټولنیزې هلې ځلې پر مخ نه شي وړلای.

ايا کاناډا به افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په خاطر خپل جزايي قانون کې تغير راولي؟

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان وايي، د شپي وږي ویده کېږي او بېړنو بشري مرستو ته اړتیا لري. د تخار اوسېدونکی ګلبدین چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ګټ‌یالی دی ازادي راډیو ته وویل، سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. نوموړی وايي: "درې غبرګونکي بچي لرم. له دوی یو مې تخار ته د پلور لپاره یووړ، یو تن یو لک شل زره، یو لس زره بل یو لک او دېرش وغوښت، خو طالبان خبر شول او راته یې وویل، که دې ماشوم وپلوره، بندې کوم دې. بې‌روزګاره یم، یوې ادارې مرسته وکړه او دوه ځله یې خوراکي مواد را کړل، خو کله چې مرستې بندې شوي، دوی هم هر څه بند کړل. Читать дальше...

د جي۷ هېوادونو استازو پر افغان نجونو او مېرمنو د محدوديت سم‌لاسي ليرې کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

پر افغان نجونو او مېرمنو پرله‌پسې بنديزونو ته د جي ۷ هېوادونو د استازو غبرګون. ثریا یوه له هغو ښځو څخه ده چې، پخوا یې په یوه نادولتي موسسه کې کار کاوه. نوموړې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او اوس وزګاره ده ازادي راډیو ته وویل، پخوا به يې د کورنۍ د لګښت يوه برخه پوره کوله، خو د طالبانو حکومت ترې دا فرصت واخیستو. نوموړې وايي: "په ادارو کې د ښځو د کار کولو د منع فرمان په ما له اقتصادي او رواني پلوه ډېر فشار راوړی دی. ښه لاره دا ده چې پر طالبانو ډېر فشار واچول شي. چې نرمي ښکاره کړي."... Читать дальше...

د طالبانو د مشر اختريز پيغام؛ د نجونو د زده‌کړو او اقتصادي ستونزو يادونه يې کړې؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لوی مشر د کمکۍ اختر په درشل کې په خپل پیغام کې چې نن په پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو ژبو خپور شو ویلي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فرهنګ، زده‌کړو، اقتصاد، رسنیو او په نورو برخو کې د پام وړ اصلاحات راوستي دي. ملا هبت الله اخندزاده چې هيڅکله په عام محضر کې نه‌دی راڅرګند شوی، په خپل پیغام کې زیاتوي چې، د طالبانو د جهاد هدف د شریعت تنفیذ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر یې لویه فریضه ده چې تطبیق یې د ده په وینا اوس‌مهال دوام لري. دی دیني عالمانو ته سپارښتنه کوي چې په دې برخو کې خپلو مسوولیتونو ته پاملرنه وکړي. Читать дальше...

د مرتضی بهبودي میرمن د خپل خاوند " فزیکي او رواني روغتیا" ته اندیښمنه ده.

Pa.azadiradio.com 

افغان ټبری فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شو او تراوسه د طالبانو په بند کې دی. ملګرو ملتونو په وروستیو کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعان سملاسي راخوشي کړي. یو شمیر فعالان او خبریالان له دې ډلې مطیع الله ویسا، خیرالله پرهر، سبحان الله سحباني، سلطان عليزی، مرتضی بهبودي او نور تراوسه هم د طالبانو په بند کې دي. ژکفر احمدي د مرتضی بهبودي میرمن الکساندرا موستوفایا، سره چې د فرانسې په پارس ښار کې ژوند کوي د سکایپ له لارې خبرې کړي دي.



د ايران د بهرنيو چارو وزير: د هلمند سيند اوبو کې له خپلې حق ابې، نه په شا کېږو

Pa.azadiradio.com 

د هلمند سيند د اوبو په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزير څرګندونې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر لیکلي دي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سره یې د سمرقند د غونډې په څنډه کې د "هلمند" په سیند کې د حق ابې په اړه د ایران او افغانستان د بحثونو په اړه خبرې کړي دي. نوموړي لیکلي، هېواد به یې په دې سیند کې له خپلې حق ابې په شاه نه‌شي او په خبره يې، طالب چارواکو هم د ایران پر حق ابې ټینګار کړی دی. د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو په څلورمه ناسته کې چې د ازبکستان... Читать дальше...

د پېښور پوهنتون استادانو احتجاج ختم کړی دی

Mashaalradio.com 

د استادانو د اتحاديې (پيوټا) يو مخکښ ډاکټر نور ثناالدين مشال رېديو ته وويل چې نن (د اپرېل ۱۸مه) يې تر هغې وروسته احتجاج ختم کړ چې کله د خېبرپښتنونخوا ګورنر حاجي غلام علي ورته ضمانت ورکړ چې غوښتنې به يې ومنل شي.

د اسلامي نړۍ ۵۷ هېوادونو د افغان ښځو پر کار او زده کړو بندیز سره مخالفت ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي ویلي چې د نړۍ ۵۷ مسلمان هېوادونه د طالبانو له لوري له زده کړو او کار څخه د ښځو منع کولو مخالف دي. زینب د اته کسیزې کورنۍ غړې او سرپرسته ده چې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر کار د بندیز له امله وزګاره شوې او په کور ناسته ده. زینب وایي، یو کال مخکې یې د لوړو زده کړو د یوې موسسې په کتابتون کې کار کاوه. دې وویل، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د کورنیو د اتو غړو تر منځ یواځې دې کار کاوه او اوس چې طالبانو په کور کېنولې، د اقتصادي ستونزو له امله یې ژوند سخت شوی. هغې زیاته کړه... Читать дальше...

د جي۷ ډله: طالبان دې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي اوه د طالبانو د حکومت له خوا د ملګروملتونو او نورو نادولتي موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز د سمدستي لیرې کېدو غوښتنه کړې. د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو نن په جاپان کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دوی په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په ګډون د ټولو افغانانو پر بشري او اساسي حقونو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي. جي اوه همداراز د ښځو او نجونو پر بشري حقونو د تېري او له مذهبي او قومي لږکیو سره د تبعیضي چلند له کبله پر طالبانو انتقاد کړی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: د ۳۰ سلنه مرستو په کمېدو ښايي د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه اټکل کوي چې که له افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راشي نو ښايي د دې هېواد اقتصاد سقوط وکړي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې په یوه تازه څېړنه کې چې نن خپره شوه ویلي چې که داسې وشي نو په افغانستان کې به انفلاسیون لوړ شي او د افغانۍ ارزښت به راولوېږي. د بېلابېلو هېوادونو چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د نړیوالو کړکېچونو او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له وجې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کچه راکمه شي. د ملګروملتونو پراختیايي ادارې اټکل کړی... Читать дальше...

هایاشي: د جي۷ ډلې تر منځ د یووالي اوسنۍ کچه له دې مخکې نه ده لیدل شوې

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډله یا جي اوه وايي چې دوی اوس تر پخوا په خپلو کې ډېر یووالی لري. د کوربه جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشي ماسا هایاشي نن په تفریحي ښار کاروی ایزاوا کې د جي اوه له غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې ډلې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ د یووالي اوسنۍ کچه له دې مخکې کله هم نه ده لیدل شوې. دا په داسې حال کې ده چې جي اوه ډلې پر ټایوان د چین د فشار له زیاتېدو او په بېلاروس کې د روسیې له خوا د اټومي وسلو له ځای پرځای کولو سره مخالفت کړی.

په انګلستان کې یوه کېله په ۳۰ زره پونډه وپلورل شوه

Pa.azadiradio.com 

یو خیریه بنسټ په یو نمایشي بولۍ کې یوه کېله په ۳۰ زره پونډه وپلورله. یو افغان سوداګر په لندن کې د قمر خیریه بنسټ له لوري هغه کېله په ۳۰ زره پونډه چې ۳۷زره امریکايي ډالره کېږي واخیسته چې په یو نمایشي بولۍ کې پلور ته وړاندې شوې وه. د قمر خیریه بنسټ مسوول رحمت الله نوروز وايي، د بولۍ دا مراسم د لندن په لوېدیځ 'سوتهال' سیمه کې ترسره شول. د ده په خبره په دې مراسمو کې ۳۰۰ کسانو برخه اخیسته. نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې د مراسمو له پیل وړاندې د کېلې د بولۍ په اړه ګډونوالو ته جزییات نه وو ورکړل شوي. Читать дальше...

د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی؛ د افغانانو او حکومت لویه ننګونه

Pa.azadiradio.com 

اوبه د هر هېواد یوه ملي پانګه ده. د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو موندل اوس ستونزمن شوي دي. د کندهار د لوی رباط اوسېدونکی فضل رحیم وایي، د دوی د سیمې سلګونه اوسېدونکي د څښاک اوبه نه لري او له لرې سیمې نه په ټانکر کې د څښاک اوبه وړي. هغه وویل: "یوې موسسې کوچنۍ برمه وهلې، ټول خلک له هماغه ځایه په ټانکیو کې اوبه وړي، ډېره زیاته وچکالي ده او خلک ډېر ستړي دي." خلکو پخوا د اړتیا وړ پاکې اوبه په مستقیم ډول له طبیعته ترلاسه کولې، دغه طبیعي سرچینې څاګانې، ویالې، سیندونه او چینې وې. Читать дальше...

ملګري ملتونه: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه به اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' وايي، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي. د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام په خپله نوې څېړنه کې ویلي، د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار له دوام پرته افغانستان ځان بساینې ته‌ نه‌شي رسېدای. دا څېړنه چې په '۲۰۲۳ کال کې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز لید لوری' نومېږي او نن خپره شوې په کې خبرداری ورکړل شوی چې په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي. Читать дальше...

په بدخشان او تخار کې د دوو ډاکترانو وژنې اندېښنې رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ډاکترانو ټولنه په بدخشان او تخار کې د دوو ډاکترانو وژنې ته اندېښمنه ده او په اړه یې د څېړنو غوښتنه کوي. په بدخشان کې د یوه وژل شوي ډاکتر تمیم رحیمي یو خپل چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې ډاکتر رحیمي له دوو کلونو راهیسې د ارګوی ولسوالۍ د کلینیک مسوول و چې تېره اوونۍ د یوه نامعلوم کس له خوا په کلینیک کې ووژل شو. هغه وايي: "د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ډاکتر تمیم او مېرمن یې چې دواړه ډاکتران دي، په کلینیک کې یې د اوسېدو د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Пётр Чайковский

В Клину состоится праздничная программа в честь дня рождения Чайковского





Rss.plus
Россия

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве




В театре Эстрады состоялся финальный показ музыкально-драматического спектакля «Дом окнами в поле»

Le Parisien: на Олимпиаде в Париже будут подавать около 40 разных блюд ежедневно

Инэди: Очарование 80-х и Сила Женственности

В Театре сатиры проводили в последний путь актрису Зою Зелинскую




د کوټې اوسېدونکی له کوره څنګه د توتیانو کاروبار چلوي؟

Mashaalradio.com 

یشب خان درانی د کوټې اوسېدونکی دی چې له تېرو پینځو کلونو راهیسې په خپل کور کې بهرني توتیان ساتي او خرڅوي یې. دی وايي، له کوچنیوالي یې له مارغانو سره مینه لرله. درانی وايي، له ۳،۰۰۰ روپیو څخه یې کاروبار پیل کړ او اوس د لکونو روپیو توتیان خرڅوي. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

مککین: افغان ښځې د خوړو پروګرام د کار اساسي برخه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي اجراییوي رییسه سیندي مککین وایي، په افغانستان کې د بشري بحران په اړه له مرستندویه ادارو سره په ګډه بېړنۍ غونډه کې یې پر دې ټینګار وکړ چې ښځې د خوړو پروګرام د کار د ټولو برخو اساسي برخه جوړوي. مېرمن مککین پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې له خپلو شریکانو سره په ګډه باید هغو شل میلیونو افغانانو ته چې په اوس وخت کې بېړنیو خوراکي موادو ته اړتیا لري، ورسېږي. د نوموړې په وینا د دې شل میلیون وګړو څخه لس میلیونه یې ښځې او نجونې دي. د خوړو نړیوال پروګرام اجراییوي... Читать дальше...

د خیبر پر لویه لاره د ځمکې ښویېدنې پېښه کې دوه افغانان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وایي، د تورخم سرحدي ښارګوټي ته نږدې د خیبر پر لویه لاره نن سهار وختي د ځمکې د ښویېدو په پېښه کې لږترلږه دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د دوی په وینا، وېره شته چې تر خټو لاندې شویو لاریو کې به لسګونه نور کسان بند پاتې وي. په سیمه کې د آزادۍ راډیو د مشال ځانګې خبریال خبر ورکړی چې د پېښې له ځایه د دوو افغانانو مړي راایستل شوي او ژغورونکي تر خاورو لاندې د نورو احتمالي پاتې کسانو د راایستلو هڅه کوي. چارواکو همداراز ویلي چې ژغورونکې ډلې د درنو ماشینونو په مرسته هڅې کوي خټې له لارې لیرې کړي. Читать дальше...

وېسټ: مونږ باید له افغانانو سره په مشوره خپلې تګلارې ته دوام ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د ترکیې په استانبول ښار کې یې له یو شمېر افغان سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره لیدلي دي. هغه وویل، له دغو کسانو سره یې په غونډو او روژه ماتې کې برخه اخیستې او پر هغو ستونزو یې ورسره سلامشورې کړې چې نړیواله ټولنه نن ورځ په افغانستان کې ور سره مخامخ ده. ټوماس وېسټ نن په څو ټویټونو کې ویلي: "موږ باید له افغانانو سره په مشوره خپلې تګلارې ته دوام ورکړو." وېسټ وایي، د طالبانو د پرېکړو په اړه یې ژوره اندېښنه اورېدلې، په ځانګړي... Читать дальше...

محمد نبي د 'ادې' په نوم د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل پر خپل فېسبوک لیکلي چې راتلونکی پلان یې د سرطان یا کېنسر ناروغانو لپاره د درملنې د یوه مرکز پرانیستل دي. عیسي خېل لیکلي: "دا ځل هڅه کوم چې خپل ملت ته یو لوی کار وکړم." هغه دې روغتیایي مرکز ته د 'ادې' نوم ورکړی دی، خو د چارو د پیل نېټه یې نه ده په ډاګه کړې. د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو پاڼو یو شمېر خلکو د محمدنبي او راشدخان ترڅنګ له ګڼو نورو نوموتو افغانانو غوښتي چې د افغانستان دننه د سرطان ناروغانو ته یو مجهز روغتیایي مرکز جوړ کړي. Читать дальше...

طالبان: کابل کې د امیري کمپلکس څښتن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو ویلي، په کابل کې د امیري کمپلکس څښتن حاجي نجیب امیري یې د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر دا خبر ورکړی دی. د بیان له مخې د طالبانو امنیتي ځواکونو د امیري د تښتونې په تور دوه شکمن کسان نیولي او د پاتې نورو د نیولو لپاره هم هڅې کوي. امیري کمپلکس په کابل کې د زړه د ناروغیو د درملنې له روغتیايي مرکزونو دی. د راپورونو له مخې حاجي نجیب امیري د جنوري له وروستیو له کابله تښتول شوی وو.



Москва

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции России, СНГ и Мира, а также по всем СМИ России.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей


Рафаэль Надаль

Теннисист Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку Корнееву



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Жизнь

Героическое участие армян в СВО. Часть третья



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России