Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 07.04.2023

د ملګرو ملتونو له درېو زرو زیات کارکوونکي کار ته نه دي تللي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو لخوا د ښځو پر کار د بندیز له امله، د دې سازمان ۳۳۰۰ کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ کار ته نه دي تللي. دغه بنسټ غوښتنه کړې چې د ښځو پر کار بندیز دې ژر تر ژره لرې شي او خبرداری یې ورکړی که چېرې دغه بندیز لرې نه شي نو میلیونه افغانان به له بشري مرستو محروم شي.



رامز الاکبروف: نړۍ دې افغانستان يوازې نه پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکی، رامیز الاکبروف له نړۍ غواړي چې افغانستان دې، په دې حساسو شېبو کې نه پرېږدي. د کابل يوه اوسېدونکې مونسه د څلورو ماشومانو سرپرستي پر غاړه لري. هغه چې د ګلدزوۍ هنر یې زده دی او له دې لارې یوه اندازه پیسې ترلاسه کوي وايي، په دې پیسو نه‌شي کولای د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړي ځکه خو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. نوموړې وايي: "همدا هم وه چې لږ یې ژوند روان و، موږ ته یې یو که دوه میاشتې خوراکي توکې راکړل، ډېر ښه و، له همدو مو مرسته غوښتله، ژوند مو لږ روان و، که ونه اوسي څه به کوو. Читать дальше...

يونېسف: پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه به د ماشومانو ژوند وګواښي

Pa.azadiradio.com 

یونېسف یا د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو وجهي صندوق وایي، که طالبان د ښځو پر کار کولو بندیزونه لرې نه‌کړي نو د طالبانو دا پرېکړه به د ماشومانو د ژوند په بیه تمامه شي. د پلازمېنې يوه اوسېدونکې مریم چې کورنی اقتصاد یې خورا کمزوری دی اندېښنه لري چې، که د ملتونو بشري مرستې بندې شي نو دا به د افغانانو ترمنځ د بې‌وزلۍ کچه لا پسې لوړه کړي. مریم وایي، خلک د ملګروملتونو د مرستو پرته ان د خپلو ماشومانو د ساتنې او پالنې توان هم نه‌لري. نوموړې وايي: "که د خلکو ښځو ته په ملګرو ملتونو کې د کار کولو اجازه... Читать дальше...

د ښوونځيو او مدرسو د يونيفورم لپاره د طالبانو نوې طرحه؛ د ښوونکو او زده‌کوونکو غبرګونونه يې پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ریاست عمومي دفتر له‌خوا د یونیفورم یوه لایحه د نظر غوښتنې لپاره د کابل ښار پوهنې ریاست ته لېږل شوې، چې د یو شمېر ښوونکو او زده‌کوونکو غبرګونونه یې راپارولي دي. په یادې لایحې کې د ټولو دولتي، خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو، ښځینه او نارینه، زده‌کوونکو او ښوونکو ته یونیفورم ټاکل شوی. په دې لایحې کې ټاکل شوي چې نارینه باید کمیس او پرتوګ او ښځينه باید کمیس، پرتوګ او پړونی جوړ کړي، چې له لازمې اندازې څخه لنډ، تنګ او نری نه وي. د دې تر څنګ د ښځينه زده‌کوونکو او ښوونکو... Читать дальше...

کندهار کې سږ کال په زياته کچه غنم کرل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له‌مخي سږ کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۹۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې، د اټکل له مخې به ۳۰۰ زره ټنه حاصل ولري. مسؤلين وايي، دا د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصل کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په عین وخت کې کروندګر وايي، وروستیو اورښتونو يې د خپلو حاصلاتو زیاتوالي ته هیلې زیاتې کړي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اوکراین: بخموت کې جګړه شوې، امریکا د اسنادو افشا کېدل څاري

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن جمعه په خپلو ورځنيو معلوماتو کې ویلي، د لیمان، بخموت، افدییفکا او ماریینکا له شا و خوا سیمو د جګړو راپورونه ورکړل شوي او دغه شخړې یې سختې بللې دي. اوکراین او روسیه لا هم د ختیځ ښار بخموت له یوې ساحې د یو بل د پوځیانو د ایستلو هڅه کوي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، چې دغه معلومات په خپلواک ډول نه‌شي تاییدولی. په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د هغو اسنادو پر افشا کېدو څېړنه کوي، چې په راروانو اوونیو کې د امریکا او ناټو د پلانونو په اړه دي،... Читать дальше...



له جرمني ورغلیو ډاکترانو د کراچۍ ژوبڼ کې د ښځینه فیل درملنه کړې

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په یو ژوبڼ کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته د یوې هاتۍ (ښځینه فیل) علاج شوی دی. هغه هاتۍ نور جهان نومېږي. د هغې درملنې لپاره له جرمني څخه د څارویو او ځناورو ډاکترانو یوه ډله ورغې وه. ډاکتران وايي، نور جهان د نس پړسوب یا التهاب لاره چې له وجې یې وروستۍ دوه پښو کار هم پرېښی وو. نور په ویډیويي رپورټ کې.

ازبکستان او ترکمنستان ته ولې د قوش تېپې کانال پروژه یوه ننګونه ګڼل کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م. کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د افغانستان هغه حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، په چټکۍ سره نسکور کړ او بیا یې پر قدرت منګولې ښخې کړې، افغانستان د ډیپلوماتیکې انزوا خوا ته لاړ. خو د افغانستان دوو شمالي ګاونډیانو ازبکستان او ترکمنستان د طالبانو په وړاندې متفاوته لار خپله کړه، دوی د فشار او انتقاد په پرتله تعامل ته ترجیح ورکړه. اوس چې په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه روانه ده او طالبان یې په چټکۍ سره تعقیبوي، دا چې د ازبکستان او ترکمنستان چې له وړاندې... Читать дальше...

ريچارډ بېنيټ: طالبان دې نور د ښځو په نښه کول ودروي

Pa.azadiradio.com 

پر افغان مېرمنو د بنديزونو په اړه د نړيوالو غبرګونونو دوام. د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په پرېکړه د غبرګونونو په دوام په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبان باید د افغان ښځو په نښه کول ودروي. دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې، طالبان دې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي، ځکه د دوی په وینا د ښځو او نجونو د په... Читать дальше...

د پاکستان پوځ د يو "مهم بلوڅ وسلوال" نیولو دعوه کړې ده

Mashaalradio.com 

د پوځ په وینا، ګلزار امام د "بلوچ نیشنل ارمي" په نوم د هغې ناقانونه وسلوالې ډلې بنسټ ایښودونکی او مشر" وو چې د دوو نورو وسلوالو ډلو "بلوچ رېپبلېکن ارمي او یونایېټېد بلوچ ارمي د یو ځای کېدو په نتیجه کې جوړه شوه."

امريکا کې له پوليسو تښتېدلي سړي يو تن په ډزو وواژه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا په شمال کې پرون یو سړي چې له پولیسو د تېښتې په حال کې و، په یوه عمومي پارک کې دوه کسان یرغمل کړل، چې یو یې په ډزو وواژه او بل تن ټپي کړ. چارواکي وايي، د کلیفورنیا د لویې لارې د ګزمې یوه افسر وروسته دغه مشکوک کس ونیوه. دغه پېښه په روز-وایل کې داسې وخت شوې چې د بېسبال په یوه نږدې میدان کې کورنۍ په لوبو بوختې وې. د وژل شوي او ټپي شوي کس نومونه نه‌دي افشا شوي. مشکوک کس چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، د مرمۍ د ټپونو له کبله بستر شوی او د صحي وضعیت په باب یې څه نه‌دي ویل شوي. Читать дальше...

پر 'باخموت' د اوکرايني او روسي ځواکونو سخته جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

اوکراین او روسیه لا هم د اوکراین د ختیځ ښار بخموت له یوې ساحې د یو بل د پوځیانو د ایستلو هڅه کوي. د اوکراین پوځ ویلي چې، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د روسیې له‌خوا د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې څه باندې ۴۰ حملې شوې دي. په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د هغو اسنادو پر افشا کېدو څېړنه کوي، چې په راروانو اوونیو کې د امریکا او ناټو د پلانونو په اړه دي، چې ګواکې غواړي د اوکراین احتمالي- پوځي عملیاتو ته پوځي مرسته برابره کړي. د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن جمعه په خپلو ورځنيو معلوماتو... Читать дальше...

د اسرائيل پوځ په لبنان او غزه کې ځينې ساحې په توغنديو ويشتلي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ په لبنان او غزه کې نن سهار وختي ځینې ساحې ویشتلي دي. ویل شوي دغه توغندي د هغو راکټي حملو په ځواب کې شوي چې، د حماس افراطي ډلې له‌خوا شوې وې. دا پېښې داسې وخت کېږي چې روانه اوونۍ په بیت المقدس کې پر اقصی جومات د اسرائیل پولیسو چاپې واچولې. د غزې له بېلابېلو برخو د لویو چاودنو غږونه په داسې حال کې واورېدل شول، چې اسرائیل وویل جټ الوتکو یې لس اهداف ویشتلي چې په هغو کې د حماس ډلې سمڅې او د وسلو د ترمیم او جوړولو ساحې شاملې دي. حماس ډله د غزې تړانګې پر جنوبي سواحلو کنټرول لري. ... Читать дальше...

کندهار کې له يوې ښځې او خاوند سرونه پرې کړی شوي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې له یوې ښځې او د هغې له خاوند سرونه پرې شوي او یوه بله ښځه د خپل مېړه له‌خوا وژل شوې ده. نامعلومو وسله‌والو پرون د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د منار د چوک پر سړک په یوه کور کې د ګوهرخان په نوم د یوه سړي او د هغه د مېرمنې سرونه پرې کړې دي. طالب چارواکي وایي وسله‌وال له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي. د پېښې انګېزه لا نه‌ده معلومه. په همدې حال کې د کندهار د لومړۍ حوزې اړوند د خرقې شریفې سیمې ته نږدې په یوه کور کې یوه کس خپله ځوانه مېرمن وژلې ده او له سیمې تښتېدلی دی. په... Читать дальше...

جرمني د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو وروستی بنديز غندلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جرمني سفارت د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز په کلکه غندلی دی. دغه سفارت نن سهار په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي." د جرمني سفارت زیاته کړې چې، په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه خورا مهمه ده. په افغانستان کې د جرمني سفارت ویلي، دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي، چې په دې برخه کې نور ګامونه پورته کړي. د ملګرو ملتونو سازمان وايي،... Читать дальше...

د "واخان بندي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د واخان د سيمې د قرغزيو کورنيو د ژوند په اړه مستند فلم دغه مستند د هغو قرغزيو ژوند ښکاره کوي چې، د ښه ژوند په لټه له واخان څخه قرغزستان ته تللي، خو ډېری دا کورنۍ غواړي بېرته افغانستان کې د پامير د غرونو لمنو ته ستنې شي.

د کراچۍ یو ځوان په بېوزلو ارزانه مېوه خرڅوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مصطفی حنیف په نوم یو ځوان په روژه کې بېوزلو کسانو ته په ارزانه بيه مېوه ورکوي. د هغه هېواد خلک شکايت کوي چې د تېرو روژو پرتله سږ کال د خوراکي توکو قیمتونه زیات شوي دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.


Музыкальные новости
Филипп Киркоров

Киркоров заявил, что вся страна мечтает жениться на Ольге Бузовой





Rss.plus
Актёр

Продвижение Актера. Продвижение актера в кино. Пиар Актера. Продвижение Актера для получения ролей и участия в съемках. Пиар и раскрутка Актера.




Baza сообщила о задержании в Москве Дианы Шурыгиной

III класс пожарной опасности ожидается на территории Подмосковья 1–3 мая

Андрей Воробьев поздравил подопечных пансионата в Черноголовке с 1 Мая

Кроме депортаций нужна система. Из России выслали более 600 граждан Таджикистана




د غور یو اوسېدونکی: نه‌پوهېږم چې د روژې تر وروستیو به ژوندی پاتې شم که نه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په تر ټولو بې‌وزله غور ولایت کې زرګونه کسان له بې‌وزلۍ سره مخ دي. یوه ځايي کورنۍ له خپل ګاونډي څخه په ترلاسه شويو خوړو روژه تېروي. د یادې کورنۍ یوه غړي ازادي راډيو ته وویل، د لوږې له امله نه‌پوهېږي چې دی او کورنۍ به یې د روژې تر وروستيو ژوندي پاتې شي که به ومري. نور په دې ويډیو کې:

پرون د اوکراين په يو شمېر سيمو کې اوکرايني او روسي ځواکونو نښتې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین او روسیې ځواکونه پرون د اوکراین په څو سیمو کې سره ونښتل چې يو په‌کې هم د باخموت ښار دی. اخوا د روسیې د بریدونو په پایله کې په خرسون کې اووه کسان ټپيان شوي دي. د باخموت د نیولو لپاره د روسیې څو اوونیزه جګړه د اوکراین په ختیځ کې له خونړیو نښتو یادیږي. د اوکراین د ولسمشر سلاکار اندري یرماک ویلي، د باخموت په واټونو کې جګړه روانه ده او د ده په خبره د ښار د محاصرې لپاره د دښمن هڅې ناکامه شوي. بل پلو بیا د واګنر مزدورو جنګیالیو مشر یوګني پریګوژین په خپل ټلېګرام چینل کې لیکلي چې په باخموت... Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام مشره: پر ښځو له بنديز وروسته مو افغانستان کې کارونه تقريباً ناممکن شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو د نړیوال پروګرام مشره سنډي مک‌کین وايي، د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولو په افغانستان کې د دې سازمان فعالیتونه تقریباً ناممکن کړي دي. نوموړې پرون په خپل ټويټر کې ليکلي، چې ښځې د نړۍ د خوړو د پروګرام د ملا د تیر حیثیت لري او د دې ادارې ۹۶۰۰ ښځينه کارکوونکې په نړۍ کې له لوږې سره مبارزه کوي. مېرمن مک‌کین زیاتوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي، د طالبانو دا پرېکړه چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، د منلو وړ نه‌ده.

فارن پاليسي: طالبانو بېرته د يرغمل نيولو کاروبار ته مخه کړې

Pa.azadiradio.com 

فارن پالیسي مجله: فارن پالیسي مجلې "طالبانو بېرته د یرغمل نیولو کاروبار ته مخه کړې" تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی. د فارن پالیسي په لیکنه، طالبانو د خپلو ګټو لپاره خپل "زاړه چلند" یانې د نیول شویو بهرنیانیو تبادلې ته مخه کړې ده. وړاندې په مطلب کې راغلي، اوس‌مهال طالبان په افغانستان کې د امریکایانو په ګډون اروپايان او نور بهرنیان په سیتماتیک ډول نیسي او وروسته یې د سیاسي ګټې لپاره تبادله کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په وروستیو کې ویلي وو چې، څو امریکايي وګړي د طالبانو بندیان دي. Читать дальше...

نن د روغتيا نړيواله ورځ ده؛ خلک: روغتيايي برخه کې امکانات ټيټ او لګښتونه لوړ دي

Pa.azadiradio.com 

نن د اپریل اوومه د روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ خو یو شمېر افغانان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سمو او پر وخت روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس‌رسي او د درملنې د لوړو لګښتونو له امله شکایت لري. صديقه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده وايي، څو ورځې وړاندې د نسايي ولادي يوه روغتون کې د ډاکټرانو د بې‌غورۍ له امله یې یوه خپلوانه مرګوني حالت ته ورسېده. د هغې په خبره، په دولتي روغتونونو کې د خدمتونو کچه کمه شوې ده. نوموړې وايي: "هغه اړینه او روغتیايي پاملرنه چې باید له ناروغانو وشي، نه‌کېږي. موږ د دې... Читать дальше...

رحمن الله ګربز په ايي‌پي‌ايل کې نيمه سليزه ووهله

Pa.azadiradio.com 

رحمن الله ګربز لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ايي‌پي‌ايل کې نیمه سلیزه وهي، چې په دې سره يې کلکتې ـ بنګلور ته ماتې ورکړه. د هندوستان غوره لیګ (ايي‌پي‌ايل) په نهمې سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز د ۸۱ منډو په توپیر ریال چلینجرز بنګلور ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۶مه نېټه د هند په ايډن ګاډن لوبغالي کې ترسره شوه، کلکتې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۰۵ منډو هدف یې وټاکه. د نایټ رایډرز په توپوهونکو کې رحمن الله ګربز۵۷، شردول ټاکور۶۸ او رینو سینګ ۴۶ منډې جوړې کړې. دا لومړی ځل و... Читать дальше...



Москва

В театре Эстрады состоялся финальный показ музыкально-драматического спектакля «Дом окнами в поле»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Волочкова о видео с Джигурдой: "Я не то, что в ту дверь вошла, — я у себя дома"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Андрей Рублёв

Рублев о победе над Алькарасом на турнире в Мадриде: мне очень помогла подача



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Здоровье

Что будет, если есть яйца каждый день: 15 научных фактов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России