Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 14.04.2023

نيويارک کې د مږو مخنيوي چارواکې ټاکل شوې

Mashaalradio.com 

کېتلين کوراډي په نيويارک ښاروالي کې د مږو مخنيوي لومړۍ چارواکې ټاکل شوې ده. نوموړې د مږو له مينځه وړو لپاره بشپړه تجربه لري. په دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز او اسوشيېټېد پرېس اژانسونو له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.

د کراچۍ په ژوبڼ کې "نور جهان" بيا ناروغه شوې

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په ژوبڼ کې د "نورجهان" په نوم  ښځينه فيل صحت يو ځل بيا خراب شوی دی. د دغې هاتۍ د درملنې لپاره څو ورځې وړاندې له جرمني څخه د ډاکټرانو يوه ډله کراچۍ ته تللې وه.

د پښتنو دوديز خواړه "روش" څنګه پخېږي؟

Mashaalradio.com 

روش(روسټ) يو ډول دوديز خواړه دي چې د پښتنو په زياتره هوټلونه کې پخېږي. ډېری خلک روش مالګين پخوي. د مشال راډيو خبريال صمد شبنم په کوټه کې د روش پخولو له يو اشپز سره مرکه کړې او هغه د دې خوړو په اړه تفصيل ورکړی دی.



يو شمېر معلولين: د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې مو معاش نه‌دی ترلاسه کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې یو شمېر معلولین وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته يې له نږدې دوو کلونو راهیسې معاش نه‌دی ترلاسه کړی. د پخواني جمهوري حکومت د دفاع وزارت یو افسر چې په جګړو کې یې دواړه پښې پرې شوي دي، ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې يې د شهيدانو او معلولينو له وزارت څخه کلنی معاش نه‌دى ترلاسه کړى. هغه چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه پخپله د ملي دفاع وزارت له پخوانیو افسرانو څخه یم، خپلې دواړه پښې مې له لاسه ورکړې دي. Читать дальше...

اوچا په افغانستان کې د بشري ناورين د رامنځته کېدو لاملونه په ډاګه کړل

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان وايي، چې ډېر بې‌وزلي شوي، له میاشتو راهیسې خوراکي توکي په پور اخلي او د خپلو ناروغانو د درملنې پیسې نه‌لري. د تخار ولایت د تالقان ښار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی ګلبدین حلیمي چې بې‌کاره او د شپږو ماشومانو پلار دی ازادي راډیو ته وویل، یو ماشوم یې خوارځواکی دی او مېرمن یې رواني ناروغي لري. هغه زیاته کړه: "له هر هټيوال څخه مې پور اخیستی، حیرانه یم چې څه وکړم؟ کار نه‌شته. زموږ غږ سوداګرو، شتمنو خلکو او ملګرو ملتونو ته ورسوئ چې موږ خوراکي توکو ته سخته اړتیا لرو، د مېرمنې درملنې لپاره... Читать дальше...

د خصوصي ښوونځيو ټولنه: کابل کې تر ۳۰۰ پورې خصوصي ښوونځي تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه وایي، پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې یوازې په پلازمېنه کابل کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي دي. د کابل اوسېدونکې عادله چې د درېیو ماشومانو مور ده وایي، پخوا یې خاوند دنده درلوده، اقتصاد یې نسبتا ښه و نو ځکه یې اولادونه په خصوصي ښوونځیو کې داخل کړي وو، خو اوس یې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ټول له خصوصي ښوونځیو دولتي ښوونځیو ته تبديل کړي دي. نوموړې وايي: "مېړه مې ساختماني کې کار کاوه، اوس خو کار هم نه‌شته، د بې‌چارګۍ او نا توانایۍ مو دولتي ښوونځیو کې شامل کړل. Читать дальше...

عمران ټکر وايي د ماشومانو د ساتنې قوانين عملي کول اړين دي

Mashaalradio.com 

دا ځل په "مشال مرکه" کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر مېلمه دی. نوموړی له ۱۹۹۶ز کال راهيسي د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي او له بېلا بېلو تنظيمونو سره يې کار کړی دی. عمران ټکر وايي، "ماشومان زموږ مستقبل نه بلکې حال او ماضي هم دي او پکار ده چې په موجوده حالاتو کې ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وشي." هغه وايي د ماشومانو د حقونو خونديتوب لپاره دې جوړ شوي قوانين عملي کړل شي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.

ايا د پيسو نړيوال صندوق به پاکستان ته پور ورکړي؟

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د مالیې وزیر نن وویل، متحده عربي اماراتو تایید کړې چې اسلام‌اباد ته به یو میلیارد ډالر پور ورکوي. له دې ژمنې سره د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF له‌خوا پاکستان ته د پور ورکولو پر وړاندې یو لوی خنډ له منځه ولاړ. د پورورکوونکو هېوادونو قرضې پاکستان ته د ۱،۱ میلیارد ډالره پور د ورکولو لپاره د IMF وروستی شرط و. د مالیې وزیر اسحاق ډار نن پر ټویټر ولیکل چې د پاکستان مرکزي بانک له متحده عربي اماراتو څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د اړتیا وړ اسنادو پر برابرولو کار کوي. پاکستان دې پور ته چې... Читать дальше...



د افغانستان د صرافانو ټولنه: د صرافانو د وژنو او تښتونو پېښې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د چهارشنبې ورځې په سهار وسله‌والو کسانو په خوست ښار کې په صراف احمدشاه بريد وکړ او نوموړی یې وواژه. د خوست د صرافانو ټولنې مشر نظیف الله تايیدوي چې نوموړی هغه مهال ووژل شو، کله یې چې سهار خپله صرافي خلاصوله. نوموړی وايي: "احمدشاه غوښتل چې خپل دوکان خلاص کړي، په دې وخت کې غلو چې وسلې او ولچکې هم ورسره وې، په احمدشاه یې برید وکړ. د برید په وخت کې یې غوښتل چې د احمدشاه لاسونه وتړي، خو هغه فزیکي برخورد ورسره وکړ. هغوی ډزې پرې وکړې او زموږ صراف شهید شو." د خوست امنیه قومنداني هم دا پېښه تايیدوي،... Читать дальше...

انالېنابایربوک: چين دې له روسيې وغواړي چې د اوکراين جګړه پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیوچارو وزیرې د چین پر حکومت غږ کړی چې، له روسیې څخه وغواړي چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. انالېنابایربوک نن په پېکېنګ کې له خپل چینايي سیال چِن ګَنګ سره تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، پر دې سربېره یې په چین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او همدا راز له تایوان سره د کړکېچ د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړ. مېرمن بایربوک چین ته د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او اروپايي کمېسیون د مشرې اورزولا فان دیرلین تر سفر یوه اوونۍ وروسته دې هېواد ته ولاړه. دوی هم د... Читать дальше...

چين د ښځو په برخه کې د طالبانو د پاليسيو پر اغېزو اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیوچارو وزیر وايي پېکېنګ د هغو پالیسو له اغېزو اندېښنه لري چې، د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې تر لاس لاندې نیولي. د چین د دولتي خبري اژانس سین هوا د راپور له مخکې چِن ګَنګ دا څرګندونې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په پرونۍ غونډه کې له ګډون وروسته خبریالانو ته وکړې. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګروملتو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز سخت نړیوال غبرګونونه پارولي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له... Читать дальше...

د سمرقند په غونډه کې د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سمرقند کې په خپله غونډه کې د تروریستي ډلو فعالیتونو ته په کتو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دوی د غونډې په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې، په افغانستان کې دېره د اسلامي دولت ډلې، داعش خراسان څانګې، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي نهضت او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون تروریستي ډلې، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره لوی ګواښ دی. پرون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، چین، پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او روسیې... Читать дальше...

کارپوهان: د ملګرو ملتونو د فعالیت بندېدل به د اعتیاد پر برخه ناوړه اغېزې ولري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګرو ملتونو د ښځينه کارکوونکو پر کار تر بنديز وروسته، اوس دا سازمان په دې اړه فکر کوي چې د دې محدودیت له دوام سره سره په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او که يې ودروي؟ له دې بنسټونو څخه یوه هم د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره ده چې دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له څلوېښتو فعالو مرکزونو څخه د (۲۴) مرکزونو مالي او تخنيکي امکانات برابروي. د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر ارشاد منصور له نشه يي موادو سره د مبارزې او معتادینو... Читать дальше...

کندهار؛ د هلکانو په پرتله په نجونو کې د خوارځواکۍ د پېښو کچه لوړه ده

Pa.azadiradio.com 

ځايي روغتیا پالان وايي، په دغه ولایت کې په سلو کې شپېته سلنه نجوني په خوارځواکۍ اخته کېږي، چې لاملونه يې د کورنیو له‌خوا د نارینه او ښځینه اولادونو توپیریز چلند دی. د کندهار د میرویس روغتون مسوولين وايي، په تېر کال کې يې تر ۲۶۰۰ ډېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کړي وو چې، د هلکانو په پرتله د نجونو فیصدي ۲۵سلنه زیاته وه. دا په داسي حال کې ده چې، د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) خبر ورکړی چې، په روان ۲۰۲۳م کال کې به په افغانستان شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخامخ شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

د راشد خان هټرېک او د کرېکټ په نړيواله درجه بندۍ کې د فضل‌حق فاروقي پرمختګ

Pa.azadiradio.com 

د دې اوونۍ د لوبو له ميدانه په اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واوروئ، چې د ۴ هېټریکونو په ترسره کولو سره راشدخان یو بل ریکارډ جوړ کړ. دغه راز د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د فضل‌حق فاروقي پرمختګ، د روژې په مناسبت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګڼو سیالیو دوام او په راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام کې د پاکستانۍ لوبډلې د ګډون په تړاو د یاد هېواد کرېکټ مشر دریځ. د افغانستان فوټسال ملي لوبډلو د جوړېدو په پار د تمریناتي کمپ پیل او د خپرونې په وروستۍ برخه کې د افغان ملي لوبډلې له چټک... Читать дальше...

د سمرقند غونډه؛ له طالبانو د ترهګرو پر ضد د جدي ګامونو پورته کېدو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

روسیه، چین، ایران و پاکستان وايي، په افغانستان کې یو شمېر ترهګرې ډلې شته چې باید طالبان یې پر ضد جدي اقدام وکړي. دې څلورو هېوادونو د سمرقند د غونډې په څنډه کې، د خپلو څلور اړخیزو غونډو په دوام د خپلې دویمې غونډې په پای کې په خپله ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې، په افغانستان د ترهګرۍ او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي، د داعش خراسان څانګه، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوڅ بیلتون‌پال او جیش‌العدل د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی. په دې اعلامیه کې له طالبانو... Читать дальше...

په روژه کې جګړه: د اوکرایني مسلمان پوځيانو ژوند

Mashaalradio.com 

د اوکراين په ختيځ کې د دې هېواد مسلمانان سرتيري چې کله هم د روس په خلاف د جګړې له لومړۍ کرښې ووځي نو نيږدې جومات ته د روژه ماتي او لمونځ لپاره ځانونه رسوي. د جومات ملا امام هغوی ته دعا کوي چې ”خدای دې یې د مور وطن، اوکراين سره يو ځای" ژوندي وساتي. په دغو کسانو کې ډيری یې د تير کال د فرورۍ تر مياشتې عادي ولسي وګړي وو خو پر اوکراين د روس د يرغل تر پيل وروسته په پوځ کې شامل شول. دوی وايي د روسيو ځواکونو په وړاندې له خپلې خاورې دفاع يوازې په دعاوو نه کيږي بلکې عملي جګړه غواړي. په دې اړه د اې اېف پي... Читать дальше...

سمرقند غونډه: متقي ويلي د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي

Mashaalradio.com 

متقي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پرون د روسیې، چین، پاکستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند د غونډې په درشل کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر پراختیا اندېښنه وښوده.


Музыкальные новости
Певец

Певец Победы Александр Самсонов издал книгу о себе, семье и пути в профессию





Rss.plus
ЦСКА

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева




В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

Российская империя в фото 40

В Москве попрощались с народной артисткой РСФСР Зоей Зелинской

Овчинский: Роботы помогают развитию промышленности в Москве




قامي اسمبلۍ کې نن تر تړلو دروازو شا ته پر امنیت او پوځي عملیاتو بحث کېږي

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ غونډې ته وویل چې په تېرو وختونو کې په عملیاتو کې ګڼ خلک کډوال شول او ښارونه وران شول خو ناامني ختمه نه شوه. ده وویل، د دې لامل دا دی چې د مسلې د هواري لپاره تګلاره واضحه نه ده.

د امريکا د هوايي ګارډ يو غړی د ځينو محرمو اسنادو افشا کولو په تور نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي هوايي ګارډ یو غړی د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا د ډېرو محرمو پوځي اسنادو د افشا په تور نیول شوی. د امریکا د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال میرک ګارلنډ پرون (اپریل۱۳) د دغه پوځي د نیولو اعلان وکړ. نیول شوی پوځي ۲۱ کلن جیک ټیکشیرا Jack Teixeira نومیږي. دی به د ملي دفاع د محرمانه اطلاعاتو په غیر مجازه حذف تورن وپېژندل شي. پلټونکو ویلي، د ملي هوايي ګارډ دغه غړي د ان‌لاین چټ یوه ډله رهبري کوله چې دا محرم اسناد په‌کې پورته شوي وو.

شمالي کوریا د بالستیک توغندیو یو نوی ډول ازمویلی

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا د بالستیک توغندیو یو نوی ډول ازمویلی. د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن خبر ورکړی چې، پرون یې د جامدو سونګ کاروونکي بین القاره يي بالیسټیک توغندي (ICBM) ازموینه وکړه. جنوبي کوریا هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، د دغه توغندي توغول د جاپان په شمالي سیمو کې وېره خپره کړې او د سیمې اوسېدونکو ته ویل شوي وو چې خوندي سیمو کې پټ شي، خو وروسته څرګنده شوه چې هېڅ خطر نه‌شته.

افغان کډوال: د پاکستان حکومت دې په تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه راکړي

Pa.azadiradio.com 

په پېښور کې مېشتو یو شمېر افغانانو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې، په اختر کې دې ورته د کډوالو په کارډونو او تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي. دوی پرون مشال راډیو ته وویل، د تګ راتګ سختو شرطونو له کبله خپل هېواد ته نه‌شي تللی. خو د تورخم انتظامي چارواکي وايي، تر اوسه ورته لوړپوړو چارواکو هم د سفري محدودیتونو د نرمولو امر نه‌دی کړی، نو ځکه د قانون له مخې بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه‌شي ورکولای.

د طالبانو مشر ته پر منسوب پيغام د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

مېل ان‌لاين خپرونه: د برېتانیا مېل ان‌لاین خپرونې د اسوشیټډ پریس اژانس یو مطلب خپور کړی دی چې، په‌کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د وروستي صوتي پیغام مساله را اخیستل شوې ده. په دې مطلب کې راغلي دي چې، د طالبانو مشر ملا هبت الله ډېر کم لیدل کېږي او هڅه کوي چې نه له خلکو سره وګوري او نه هم د رسنیو پوښتنې ځواب کړي. ده پر کابل د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یو ځل کابل ته سفر کړی دی، خو هلته هم رسنیو ته حاضر نه‌شو. د مېل ان‌لاین په باور د ملا هبت الله یو عکس شته چې هغه هم کلونه پخوانی دی. Читать дальше...

د ازبکستان د ناستې ګډونوالو ته د متقي ډاډ: د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې طالبان د سیمې له هېوادونو سره د نږدې تعامل غوښتونکی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دا خبره د ازبکستان په سمرقند کې د چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې او خپله د ازبکستان د مخکښو ډیپلوماتانو پرونۍ غونډې ته وکړه. ښاغلي متقي یو وار بیا ډاډ ورکړ، چې د دوی حکومت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر خلاف کار واخیستل شي. نوموړي ويلي: "افغانستان پر خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی، چې هيڅ فرد یا ډلې ته... Читать дальше...



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певец

Певцу Денису Майданову стало плохо на репетиции праздничного концерта




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России