د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړي
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وایي، پر افغان هنرمندانو او موسیقۍ راغلې غمیزې ته نړیوالې ټولنې لازم پام نه دی کړی. ځینې افغان سندرغاړي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي، په ګاوڼډیو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیکه شکایت کوي. افغان سندرغاړی ګودر ځاځی په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر د هنرمندانو ستونزو ته په اشارې سره وایي چې د هنرمندانو ناوړه وضعیت د افغانستان د موسیقۍ پر ودې سیوری غوړولی دی. ځاځي وویل: "لا هم ډېر شمېر هنرمندان په افغانستان کې دي. په افغانستان... Читать дальше...