Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 05.04.2023

شنونکي: سیاسي او اییني بحران د بیړني حالت خطر پیدا کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره جدول خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر څلورمه د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته د عدلیې او حکومت ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. وزیراعظم شهباز شریف د انتخاباتو کولو په اړه د سپریم کورټ پر پرېکړې انتقاد کړی دی خو مخالفه ګوند نحریک انصاف یې هرکلی کړی دی. شنونکي وايي، هېواد له اییني او سیاسي بحران سره مخامخ دی او که حالات همداسې روان وي نو د بیړني حالت نافذېدو خطر هم شته. تفصیل په رپورټ کې.

انتونیو ګوتېرېش د یوناما ښځینه کارکوونکې له کاره منع کول غندلي دي

Mashaalradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق هم پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د طالبانو د حکومت دا اقدام پر نړیوالو ټولنې او ملګرو ملتونو د فشار راوستو لپاره دی چې په رسمیت یې وپېژني.

زیلینسکي: پولنډ د اوکراین په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي چې د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه کتنه تر سره کوي، نن وویل چې اوکراین پولنډ یو د لوېدیځ له خپلو نږدې متحدینو او هغه شریک ګڼي چې د روسیې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د دې هېواد په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي. زیلینسکي د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا او صدراعظم ماټیوش موراویسکي سره له کتنې وروسته له خپل پولنډي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې. د پولنډ ولسمشر اندژې دودا په دې خبرې کنفرانس کې وویل چې پولنډ به اوکراین ته ۱۴ میګ ۲۹ جېټ جنګي الوتکې ورکړي. Читать дальше...



ځینو رسنیو له شپږم ټولګي لوړ نجونو زده کوونکو لپاره درسي خپرونې جوړې کړې دي

Pa.azadiradio.com 

د ازادي رادیو “درسي ساعت” خپرونې ترڅنګ چې په کې له شپږم ټولګي لوړ نجونو زده کوونکو لپاره د ښوونځي مضمونونه تدریس کېږي، ځینو سیمه ییزو رسنیو هم په همدې موخه خپرونې پیل کړي دي. یو له دې رادیوګانو څخه، “سرحد رادیو” ده چې په غور ولایت کې فعالیت کوي.

له کورونو شړل شوي نرښځيان روژه څنګه تېروي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان له بېلابېلو سیمو ځينې نرښځيان پلازمېنې اسلام اباد ته تللي او له کلونو راهیسې هلته اوسېږي. دوی وايي خپل کور کلی یې ځکه پرېښی چې د کورنيو غړيو ورسره بد چلند کاوه. خو دوی بیا هم وايي چې له کورنيو پرته په مساپرۍ کې روژې او اختر خوند نه لري. په اسلام اباد کې اوسېدونکي نرښځيان روژه ماتی او پیشنمی يو ځای کوي خو په وينا یې، د ملګرتيا خوشالي یې ځکه نيمګړې ده چې کلي، کورنۍ او خپلوان یې يادېږي. بشيرګواښ په دې اړه د اسوشيېټېد پرېس خبري اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.

ځینې شنونکي: د طالبانو مشر کندهار ته د سیاسي واک د لېږد په لټه کې دی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان سیاسي شنونکي کندهار ته د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د دفتر د لېږد په اړه بېلابېل نظرونه لري. سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی په دې باور دی چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده په دې لټه کې دی چې سیاسي واک له کابل څخه کندهار ته ولېږدوي چې له همدې امله د ټیټې کچې ګمارنې هم د هغه د فرمانونو پر بنسټ تر سره کېږي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو مشر دغه شان غواړي چې په دې کړنې سره د مدني ټولنې له مخالفانو سره د ټولنیزو رسنیو له لارې مبارزه وکړي. یوسفزي وویل: "داسې ښکاري... Читать дальше...

د طالبانو په بند کې د 'موسی شاهین' روغتیايي وضعیت اندېښنې رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د سیمه ییز سندرغاړي موسی شاهین کورنۍ وایي، روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی او دوی یې په اړه اندېښمن دي. د پنجشېر د سیمه ییز سندرغاړي موسی شاهین ورور عبدالوهاب عاصم وایي، ورور یې نږدې درې میاشتې کېږي د طالبانو په بند کې دی. هغه ادعا کوي چې د شاهین روغتیایي وضعیت ښه نه دی او درملنې ته اړتیا لري. ده ازادي راډيو ته وویل: "تېره اوونۍ مې مور او د شاهین مېرمن د کابل ۴۰م امنیت ریاست ته تللي وو او بریالۍ شوې وې چې شاوخوا درې دقیقې له شاهین سره د شیشې له شا وګوري. دوی وايي وضعیت یې ښه نه دی، ناروغه دی،... Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر پولنډ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پولنډ ته رسېدلی، هغه هېواد ته چې پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې یې د کییف کلک ملاتړ کړی دی. د پولنډ د ولسمشر یوه همکار مارچین پشیداچ نن وویل چې ولسمشر زیلینسکي د پولنډ له پولې تېر شوی او هغه اوس د پولنډ په خاوره کې دی. د پولنډ د ولسمشر دفتر وویل چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به په وارسا کې د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا او له صدراعظم ماټیویش موراویسکي سره وګوري. کییف په رسمي توګه دغه سفر نه دی تایید کړی. پولنډ پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې د خپل... Читать дальше...



د پاکستان په زندانونو کې د بنديانو وضعيت څنګه دی؟

Mashaalradio.com 

د بشري حقونود څار نړيوال سازمان (هيومن رايتس واچ) د مارچ پر ۲۹مه د پاکستان د زندانونو په اړه په ځانګړي رپورټ کې ويلي چې هلته بنديان له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا ځل په زندانونو کې د قیدیانو پر وضعيت بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.

د طالبانو له لوري د یوناما پر ښځینه کارکوونکو کار بندیز غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش دې مسئلې ته په غبرګون په خپله ټویټرپانه لیکلي چې د یاد سازمان پر ښځینه همکارانو کار بندیز په کلکه غندلي. نوموړي دا هم ویلي، که د طالبانو د حکومت دا پرېکړه بدله نه کړي نو اړمنو کسانو ته د دوی د ژغورنې او مرستو رسول وړتیاوې به کمزورې شي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ هم د طالبانو له حکومت غوښتي چې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي. Читать дальше...

شهادتنامو برښنايي کول؛ نرګس طالبانو ته: د ځان ښودنې پر ځای ښوونځي پرانېزئ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي چې د دولسمو ټولګيو د نتايجو د جدول او د شهاتنامو د برښنايي کولو لړۍ یې پيل کړې ده. د دولسم ټولګي زده کوونکې نرګس وایي چې د طالبانو حکومت دې د شهادتنامو د برښنایي کولو پر ځای په هغې طرحې کار وکړي چې د دوی په وینا تر عملي کولو وروسته یې د نجونې پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصوي. نرګس ازادي راډیو ته وویل، کابو دوه کاله کېږي چې د ښوونځي پرانیستلو ته شېبې شماري، خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره دا چې د دوی وخت بې ځایه تېرېږي، سخته خواشینې ده. نوموړې زیاتوي: "دوی باید... Читать дальше...

شنونکي: سیاسي بې ثباتي او د ای اېم اېف پورونو نه بحالېدل د روپۍ کمزوري کېدو لاملونه دي

Mashaalradio.com 

د پیسو د کاروبار یا صرافیو د ټولنې مشر ملک بوستان مشال راډیو ته وویل، د اپرېل پر څلورمه په پاکستان کې په بانکونو کې د یو امریکايي ډالر نرخ څه د پاسه ۲۸۷ او په ازاد بازار کې ۲۹۱ روپیو ته ورسېد.

ایران له اوو کلونو وروسته په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر ګومارلی

Pa.azadiradio.com 

ایران له اوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر ګومارلی دی. د تهران دغه اقدام په فارس خلیج کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅه بلل شوې. د ایران د دولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې په بهرنیو چارو وزرات کې په بهر کې د مېشتو ایرانیانو د چارو مسوول رضا عامري په متحده عربي اماراتو کې د ایران نوی سفیر ټاکل شوی دی. د متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶م کال کې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت له یرغل وروسته کړکېچنې شوې وې. Читать дальше...

'این آر سي' د یوناما ښځینه کارکوونکو په تړاو وروستۍ پرېکړې ته غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا یا این آر سي د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ته غبرګون وښود. دې شورا ویلي چې دغه اقدام د دې خطر رامنځته کوي چې په افغانستان کې د بشري چارو په برخه کې د ژوند ژغورنې هڅې له ګډوډۍ سره مخ شي او هم به د دې هېواد اقتصادي رغونه کې د خصوصي سکټور رول لا له خطر سره مخ کړي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د بشري مرستو ښځینه کارکوونکې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کوي او زیاتوي دوی په افغانستان کې له میلیونو کسانو سره د بشري مرستو په رسولو کې حیاتي ونډه لري. Читать дальше...

عراق کې اشوریانو د خپل نوي کال جشن ولمانځه

Mashaalradio.com 

د عراق په کرد مېشته سيمه دهوک کې اکيتو یا د بابل اشوریانو د خپل نوي کال پيل وکړ. د اشوريانو په وينا، دا د هغوی لرغونی اختر دی چې له پېړيو راهيسې هر کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې لمانځل کېږي. په دې اړه د اسوشېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور وګورئ.

کواټ کې د درانيانو تاريخي ودانۍ د ورانېدو له خطر سره مخامخې دي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د درانيانو د وخت زياتره زړې ودانۍ نړېدلي دي. په هغه ښار کې د درانيانو يوه زړه کلا ړنګه شوې خو د هديرې وداني او مينار لا هم پر خپل اصل حالت پاتې دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

د فرانسې ولسمشر نن پېکېنګ ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د فرانسې ولسمشر نن پېکېنګ ته ورسېږي. ایمانویل مکرون هیله لري چې د دې سفر په ترڅ کې به، چین پر اوکراین د روسیې د یرغل له ملاتړ څخه لاس اخیستو ته وهڅوي او همدا راز له دې لوی تجارتي شریک سره به د اړیکو پر نږدې کولو خبرې وکړي. د مکرون د درې ورځني سفر له پیل مخکې د هغه د دفتر یوه چارواکي خبریالانو ته وویل، مکرون به له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره د خبرو پر مهال د اوکراین په مسئله کې قاطع دریځ ولري خو لاره به یې د واشنګټن له طریقې څخه چې عموما د مستقیم تقابل لحن لري، جلا وي.


Музыкальные новости
The Beatles

100 лучших сольных песен The Beatles - 4





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.




Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая

Инэди: Очарование 80-х и Сила Женственности

В театре Эстрады состоялся финальный показ музыкально-драматического спектакля «Дом окнами в поле»

Что делать при появлении в небе беспилотника: инструкция, которая спасет жизнь




ټرمپ محکمې ته پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ محکمې ته ویلي دی بې‌ګناه دی. ټرمپ چې د خپل تجارتي کاروبار په اړه د ناسمو معلوماتو په ۳۴ قضیو کې تورن دی، پرون د نیویارک یوې محکمې ته حاضر شو. څارنوالانو په یوه قضیه کې دی تورن کړی چې، دوو ښځو ته یې له ده سره د جنسي اړیکو د پټولو لپاره پیسې ورکړې دي. د ټرمپ پر ضد د دعوې په متن کې ادعا شوې چې هغه د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د ځان په اړه د منفي معلوماتو د خپراوي په مخنیوي سره د انتخاباتو قانون مات کړی دی. ټرمپ د امریکا په برحاله او متقاعدو ولسمشرانو... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ کندهار کې د ماشومانو لپاره کتابتونونه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د ماشومانو لپاره کتابتونونه جوړ شوي او خوست کې يوه ډله ځوانان بيا د اووم کتابتون د جوړېدو هڅې کوي. دغه راز شعر او د يو قاموس له مؤلف سره د خبرو ترڅنګ له نورستان پر يو بڼ راپور مو هم همدې خپرونه کې را اخيستی دی. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

هلمند کې دوه پروژې پيل او درې بشپړې شوې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې دوه پروژې پیل او درې نورې پروژې چې چیک ډېم، سړک او پول په‌کې شامل دي ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د هلمند ولایت اوسیدونکي د پروژ پلي کېدو ته خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار روزګار پيدا کېدو غم وخوړل شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د لوبو له ميدانه؛ پر پاکستان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تاريخي بري ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه سپورټي خپرونه کې به، په یوې تاريخي لوبلړۍ کې پر پاکستان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تاریخي بري ته کتنه واورئ. عربي متحده اماراتو ته د افغان نولس کلنې کم‌عمره لوبډلې د سفر پای او لاسته راوړنې، د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل پیل او په بېلابېلو لوبډلو کې د افغان لوبغاړو لوبې، د لوبغاړو په ټاکنه کې د افغانستان سوک وهنې فدراسیون درغلي او د ملي لوبډلې د بدلون پرېکړه. دغه راز د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې راتلونکې سیاليو په اړه احوال درکوو. د خپرونې په وروستۍ برخه... Читать дальше...

د روسیې، ترکیې، سوریې او ایران جګپوړو ډیپلوماتانو غونډه پای ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې، ترکیې، سوریې او ایران جګپوړو ډیپلوماتانو پرون په مسکو کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله. دا غونډه کریملین د هغو هڅو په ترڅ کې رابللې وه چې، هدف یې د ترکیې او سوریې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره منځګړتوب و. د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو وویل، ډيپلوماتانو د څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې غونډې د جوړېدو د تیاریو په اړه بحث وکړ. مسکو دا سلا مشورې خورا شفافې او مستقیمې بللي او انقرې ویلي چې پروني بحثونه په یوه شفافه او واضحه طریقه ترسره شول خو جزییات یې ورنه‌کړل.

یوناما خپلو کارکوونکو ته: را روانو دوو ورځو کې خپلو دفترونو ته مه ځئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما به نن په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي څو په دې اړه چې ولې یې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکي په دې هېواد کې له کار کولو منع کړي، وضاحت ورکړي. ملګرو ملتونو پرون سې شنبې وویل چې د طالبانو حکومت په غیردولتي موسسو کې پر ښځو د کارکولو بندیز دې نړیوالې ادارې ته هم غځولی دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک بېګا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی دفتر یوناما... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Мама Тимати прошлась по интервью Шишковой: «Смотреть было брезгливо, но Аленка молодец»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России


WTA

16-летняя теннисистка Андреева обновила рекорд турниров WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России