يونېسف: د افغانستان په ګډون په سوېلي اسيا هېوادونو کې ۲۹۰ميليونه کمعمره نجونې ودونو ته اړې شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونېسف) وايي، په افغانستان او د سوېلي اسیا په نورو هېوادونو کې ۲۹۰ میلیونه کم عمره نجونې ودونو ته اړې شوې دي. د بلخ ولایت اوسېدونکې ۱۵ کلنې مونسې ازادي راډیو ته وویل، چې د کرونا ويروس او پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته يې ونهشو کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. نوموړې وايي، پلار يې کروندګر دی او د دوی د لويې کورنۍ لپاره د خوراک او جامو برابرول ورته ستونزمن و، نو په ۱۴ کلنۍ کې يې هغه واده کړه چې په خبره يې د ګډ ژوند په هکله هېڅ نه پوهېده. Читать дальше...