آی پي ایل؛ رحمنالله ګربز د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله
د هندوستان غوره لیګ په ۳۹مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د اپرېل په ۲۹مه نېټه ترسره شوه په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم ولوبېدل چې رحمنالله ګربز په کې د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله. ګربز چې پیلیزه توپوهنه یې کوله، د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې په ۳۹ توپونو ۸۱ منډې وکړې. دا په یاد لیګ کې د نوموړي دویمه نیمه سلیزه وه. دغه راز په دې سیالۍ کې د ګجرات لوبډلې په ګټه نوراحمد ۲ لوبغاړي وسوځول، هغه په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې. Читать дальше...