سټولټنبرګ: فنلنډ به سبا سې شنبه د ناټو غړی شي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن دوشنبې وویل چې فنلنډ به سبا سې شنبه رسماً د دې تړون ۳۱م غړی شي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته روانه اونۍ تاریخي اونۍ وبلله او زیاته یې کړه چې سر له سبا به فنلنډ د دغه تړون بشپړ غړی وي. هغه وویل، دی هیله من دی چې سویډن به هم وکولای شي چې په راتلونکو میاشتو کې له دې تړون سره یوځای شي. د سټولټنبرګ په وینا د سې شنبې له ماسپښین وروسته به د لومړي ځل لپاره د فنلنډ بیرغ د ناتو په مقرکې په رپیدا راشي. Читать дальше...