Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 06.04.2023

نړيوال مرستندويه بنسټونه: طالبان دې پر افغان ښځو د کار بنديز پرېکړه بېرته واخلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار د طالبانو له وروستیو محدودیتونو وروسته شپږو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې په افغان ښځو دې بنديزونه ژر تر ژره لرې کړي. شیرینه محمدي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې یې کار کاوه وايي، مخکې له دې چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو پر کار کولو بندیز ولګاوه، له سختو محدودیتونو سره سره یې کار ته دوام ورکاوه. د شيرينه محمدي په وینا، د طالبانو د بنديزونو له امله، لومړی د حجاب اغوستلو ته اړې شوې،... Читать дальше...

سني خان ترک په سندرو کې د دودیزو سازونو پر کارولو ټینګار کوي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه سندرغاړی سني خان ترک دی چې د اصلاً خیبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې دی خو له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسي. دی له هم هغه ځایه وخت په وخت سندرې خپروي. ترک وايي، د جلال اباد یوشمېر سندرغاړي یې خوښېږي. د ترک په خبره، هڅه کوي چې په خپلو سندرو کې د پښتو دودیزه او اصیله موسیقي وکاروي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه یې خبرې او ځینې سندرې په خپرونه کې واورئ.



کراچۍ کې يوشمېر پښتنې د نجونو په کرکټ سياليو کې برخه اخلي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د روژې په میاشت کې د نجونو لپاره د کرکټ سیالۍ پیل شوي دي. په دې سياليو کې په کراچۍ کې مېشتې پښتنې هم برخه اخلي. هغوی وايي چې د هلکانو تر څنګ نجونو ته هم بايد په کرکټ لوبو کې برابره ونډه ورکړل شي او د پاکستان په نورو ښارونو کې دې هم د نجونو لپاره دا ډول سیالۍ جوړې کړل شي.

د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو له لوري د ښځينه کارکوونکو پر کاري بنديز اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي‌ هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار پر بندیز اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان نن پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د طالبانو دا اقدام به نه یوازې ښځې، بلکې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو پروګرامونه اغېزمن کړي. سازمان له طالبانو غوښتي چې پر دغه حکم له سره کتنه وکړي او ښځو او نارینه دواړو ته اجازه ورکړي چې له لسیزو شخړو وروسته د هېواد په رغونه کې برخه واخلي. ملګرو ملتونو پرون چهارشنبه وویل، طالبانو په رسمي ډول ترې غوښتي چې هیڅ افغان ښځه د دوی په ماموریت کې د کار کولو حق نه‌لري.

بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډيو بېرته نشرات پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وایي، په بدخشان کې د صدای بانوان محلي راډیو بېرته خپلې خپرونې پيل کړې. دغه راډیو چې د ښځو لپاره ځانګړې خپرونې لري، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې طالبانو په ظاهره د سندرو د خپرونو له کبله بنده کړه. د افغانستان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د راډیو خپرونې د دوی له هڅو وروسته بېرته پيل شوې. په دغه ټویټ کې ویل شوي، د صدای بانوان راډيو مشرې ناجیه سروش د کمېټې له هڅو مننه کړې او په اړوندو نورو برخو کې یې د ملاتړ غوښتنه کړې ده. Читать дальше...

طالبانو هرات کې د شنو ساحو درلودونکو رسټورانټونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پر ښځو له نورو ګڼو محدودیتونو سره دا ځل په هرات ولایت کې، له کوره بهر په پارک لرونکو رسټورانټونو کې د کورنیو په یو ځای ډوډۍ خوړلو هم بندیز ولګاوه. د هرات اوسېدونکی مرجان وایي، د روژې په میاشت کې وخت ناوخت د روژه ماتې لپاره له کورنۍ سره یو ځای رسټورانټ ته تلل، خو د هرات د امر بالعروف او نهی عن المنکر ریاست امر کړی، چې وروسته له دې کورنۍ په رسټورانټ کې یو ځای د ډوډۍ خوړلو اجازه نه‌لري. نوموړی وايي: "د امر بالمعروف ریاست د هرات ټولو رسټورانټونو ته ویلي چې، ښځې رسټورانټ ته د راتګ اجازه نه‌لري،... Читать дальше...

فلسطيني ملېشو په غزې تراړه کې د اسرائيلو پر لور ۷ توغندي ويشلي دي

Pa.azadiradio.com 

فلسطیني ملېشو په غزې تراړه کې تېره شپه او نن سهار وختي د اسرائیلو په لور لږ تر لږه ۷ توغندي ویشتلي دي. د جرمني (ډي.پي.اې) خبري اژانس د اسرائیلو د پوځ په حواله ویلي چې، دا توغندي له مېشت ځایونو بهر لګېدلي او چاته یې مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې. دا بریدونه داسې مهال کېږي چې، د دویمې شپې په مخه هم په بیت المقدس جومات کې د فلسطینیانو او اسرائیلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی دی. اخ او ډب وړمه شپه هغه مهال پيل شو چې اسرائیلي پولیسو پر بیت المقدس جومات عملیات وکړل. رویټرز اژانس وایي، لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان... Читать дальше...



زلنسکي وارسا ته د سفر پر مهال له لوېديځوالو د جنګي الوتکو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر کیيف ته د پرمختللو جنګي الوتکو د استولو لپاره د لوېدیځو قدرتونو د ایتلاف پر جوړولو ټینګار کړی دی. ده ویلي، سرتېري يې د هېواد په خیتځ بخموت ښار کې جګړې ته دوام ورکوي. ښاغلي زلنسکي ویلي: "موږ په بخموت کې یو او دښمن دا ښار نه‌دی نیولی." خو هغه په خپلو خبرو کې ویلي، که چېرته له دې ښاره شاتګ د اوکرایني سرتېرو د ژوند د ژغورنې په مانا وي، نو ممکنه ده چې شاتګ وکړي. ولسمشر زلنسکي دا خبرې پرون د پولنډ پلازمېنې وارسا ته د سفر په ترڅ کې کړي دي. هغه اوکراین ته د جنګي ټانکونو په برخه... Читать дальше...

افغانستان کې ويني مرکزي بانک: د روژې په مياشت کې د ويني له کمښت سره مخ يو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د ویني مرکزي بانک وایي، په روانه روژې میاشت کې د تازه ویني له کمښت سره مخ دي. د زرمینې په نوم يوه مېرمن وایي چې، څو ورځې مخکې د ولادت پر مهال د ویني له کمښت سره مخ شوه خو په روغتون کې یې ورته ویلي و چې وینه نه‌شته. دا وايي، که یې خپلو خپلوانو وینه نه ورته پیدا کړې نږدې وه چې ژوند یې پای ته ورسیږي. نوموړې وايي: "خون ريزي مې ډېره وه، بیا عملیات هم شوم، وینه راته پکار شوه، روغتون کې یې ویل چې وینه نه‌لرو. پخوا به په شفاخانو کې عاجلو مریضانو ته وینه... Читать дальше...

د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو بنديز ته نړيوال غبرګونونه مخ پر ډېرېدو دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند ادارو کې د ښځو پر کار د وروستي بندیز په اړه د غبرګونونو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې اندېښمن کړی دی. انتونیو بلېنکن نن پر خپل ټویټر لیکلي، دغه پرېکړه هغه افغانان چې ژوند یې په بشري مرستو متکي دی ګواښي. نوموړي له طالبانو غوښتي چې افغانانو ته دې لومړیتوب ورکړي او خپله دغه پرېکړه دې بېرته واخلي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو دا پرېکړه غندلې او په... Читать дальше...

د ځمکې لاندې د اوبو کموالی، افغانستان کې زرګونه کاریزونه وچ شوي دي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې له ټیټوالي سره زرګونه کاریزونه وچ شوي دي. عبیدالله د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ یو بزګر دی چې خپله ځمکه اوس د کاریزونو پر ځای د بل بزګري په ژور کوهي اوبه کوي. دی وایي، پخوا یې ځمکې په کال کې درې فصله حاصلات ورکول، خو په خبره یې اوس په ډېر زیار او لګښت ایله یو فصل اخلي. نوموړی وايي: "پخوا داسې و چې اوبه وې، کلونه اباد وو، کاریزونه روان وو، د غرو او واورو اوبه هم وې، مونږ له ځمکې درې فصله حاصل اخیسته، اوس دوه فصله یا داسې ځمکې شته چې اوبه نه ور رسیږي او ایله... Читать дальше...

روسیې لسګونه قرغزیان له خپل هېواده وویستل

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو پرون اعلان وکړ چې ۱۳۶ د قرغزستان وګړي يې تېره اوونۍ د روسیې له قوانیو څخه د سرغړونې په تور له دې هېواده وویستل. ځايي چارواکو ويلي، شاوخوا سل تنه نور چې طبي معایناتو ته اړتیا لري او د احتمالي وویستلو سره مخامخ دي په توقیف ځایونو کې ساتل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې یو شمېر کډوال وايي، د کډوالۍ اسنادونو د ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکوي. روسیه د زرګونه قرغزي کارګرو کوربه ده.

سيما باهوس: طالبان دې ژر تر ژره د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه بېرته واخلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايیوي مشرې سیما باهوس په یوه بیان کې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره له دې پرېکړې په شا شي. دا بیان چې د ویب ریلف له‌خوا پرون خپور شوی په‌کې راغلي، ملګري ملتونه به د ښځو پر ځای نارینه پر کار ونه ګوماري. په بیان کې د مېرمن باهوس په حواله ویل شوي، په اوسنیو سختو حالاتو کې بايد افغانې مېرمنې هېرې نه‌شي. مېرمن باهوس زیاته کړې، د ماهرو ښځینه کارکوونکو لرې کول... Читать дальше...

ايي‌پي‌ایل؛ کلکته نایټ رایډرز له رویال چلنجرز بنګلور سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د هند غوره لیګ په سیالیو کې کلکته نایټ رایډرز د رویال چلنجرز بنګلور پر وړاندې په تاریخي لوبغالي ایډن ګاډن کې سیالي ترسره کړي. د کلکتې په لوبډله کې افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم لوبیږي چې په لومړۍ لوبه کې یې ۲۲ منډې کړې وې. که څه هم د بنګلور په لوبډله کې هيڅ افغان لوبغاړی نه‌شته خو د ویرات کولي، فاف ډوپلیسي او مېکسویل له امله زیات مینه‌وال لري. تر دې دمه د ايي‌پي‌ایل په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډله چې راشدخان هم په‌کې لوبیږي د نومرو په جدول کې تر ټولو مخکښه ده.

فوټبال؛ ریال ماډریډ بارسولونا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د چهارشنبې په شپه ناوخته د فوټبال د دوه مخکښو کلبونو ریال ماډریډ او بارسلونا ترمنځ سیالي ۴ـ۰ د ماډریډ په ګټه پای ته ورسېده. دغه سیالي چې د هسپانیې په «کوپاډيل ري» ټورنمنټ کې ترسره شوه، ریال ماډريډ په دې بریا سره پایلوبې ته لار پیدا کړه. ماډریډ لوبډلې لومړی ګول د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ترسره کړ او بیا فرانسوي لوبغاړي کریم بینزیما په دویمه نیمايي کې پرله‌پسې درې ګولونه ووهل. بارسولونا او ریال ماډریډ د فوټبال د نړۍ دوه مخکښ هسپانوي کلبونه دي چې یو مهال به لېونل میسي د بارسولونا او کریسټیانو رونالډو د ریال ماډريډ لپاره لوبې کولې. Читать дальше...

د فرانسې ولسمشر له چينايي چارواکو سره ليده کاته پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانول ماکرون د اورپايي ټولنې له مشرې اورزلافون درلین سره له لیدو وروسته یو ځای نن د "اپریل ۶ مه" د چینايي چارواکو سره د کلونو کړکېچونو اړیکو د بیا رغولو په موخه د لیدو کتو لړۍ پیل کړه. چینايي لوړ پوړو چارواکو ولسمشر ماکرون ته ښه راغلاست ویلی دی. ښاغلي ماکرون او فون درلین دواړو ویلي چې، دوی غواړي چین دې ته وهڅوي چې په اوکراین کې د سولې راوستلو لپاره پر روسیې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او یا لږ تر لږ په دې جګړه کې په مستقیم ډول د مسکو له ملاتړ څخه د بیجینګ مخه ونیسي. د اروپايي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Shaman

Екатеринбуржец исполнил хит Shaman’а в метро и получил тростью от бабушки





Rss.plus
Арцах

Азербайджанский олигарх Год Нисанов – владелец рынков «Садовод» и «Фудсити» стремительно теряет поддержку элиты после теракта в «Крокусе»




В центре Москвы задержана Диана Шурыгина, получившая известность после шоу Малахова

Юрист Билялова рассказала, что грозит за не поданную до 2 мая декларацию о доходах

Воробьев посетил пансионат для пожилых людей в Черноголовке

Почти 1,4 тыс мастер-классов проведут в рамках фестиваля «Пасхальный дар»




له نيول کېدو يوه اوونۍ وروسته د مطيع‌الله ويسا د برخه‌ليک په اړه معلومات نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ماشومانو د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ویسا د طالبانو له لوري ونيول شو. نوموړی اوس هم د طالبانو په بند کې دی، خو د طالبانو حکومت د نوموړي په اړه له څه ويلو ډډه کوي. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي، ښاغلی ويسا د پاروونکو کړنو له امله نيول شوی دی.

د تعليمي کال پیل: افغان نجونه د ښوونځيو په بندېدو خفه دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو خو یوازې د هلکانو لپاره. له شپږم ټولګي پورته نجونه لا هم په کورونو کې پاتې دي او ښوونځیو ته نه پرېښوول کېږي. د طالبانو حکومت منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د تګ مخه نیولې ده. زده کوونکې غوښتنه کوي چې طالبان دې ژرترژره ټولو نجونو ته د تعليم اجازه ورکړي. د اسوشيېټېډ پريس اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ.

د ايران او سعودي بهرنيو چارو وزيرانو چين کې لومړۍ رسمي ناسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون الاخباریه ویلي، د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له اوو کلونو وروسته په چین کې د خپلو لوړ پوړو ډیپلوماټانو لومړنۍ رسمي ناسته ترسره کړه. دا ناسته له کلونو وروسته د چین په منځ‌ګړیتوب د منځني ختیځ د هېوادونو تر منځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره ترسره شوې ده. تهران او ریاض موافقه کړې چې ډیپلوماټیک جنجالونه به پای ته رسوي او خپل سفارتونه به بېرته پرانیزي. سعودي عربستان له هغې وروسته په ۲۰۱۶ کال کې له ایران سره اړیکې پرې کړې، چې په تهران کې يې پر سفارت د یوه شعیه عالم د اعدامولو پر سر د شخړې پر مهال برید وشو.

د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د سخت‌دریځو پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو په نتیجه کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی. د اسوشټید پرېس اژانس د راپور له مخې پوځ ویلي چې، د استخباراتي معلوماتو پر اساس دغه عملیات تېره شپه د جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې ترسره شول چې یو سرتېری په‌کې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د پاکستان پوځ نه‌دي ویلي چې، دغه عملیات یې پر کومې وسله‌والې ډلې کړي، خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډله فعاله ده. پوځ ویلي، وژل شویو سخت‌دریځو وسله‌والو پر امنیتي... Читать дальше...

د جرمني يو جګپوړي چارواکي افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یوه جګپوړي چارواکي په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د جرمني د اساسي قانون د خوندیتوب د ادارې مشر توماس هالدین وانګ د جرمني خبري اژانس ډې پي اې ته ویلي چې، په افغانستان کې د داعش غښتلتیا په جرمني کې د ګواښ حالت تشدیدوي. هغه ویلي دغه ډله چې په افغانستان کې له طالبانو سره جګړه مخ ته وړي، په عین حال کې د اروپا لور ته هم ځیر ده. هالدین وانګ همدارنګه ویلي، د اسلام‌پالو له‌خوا د ترهګرۍ لوړ خطر ته په پام په جرمني کې... Читать дальше...

د امنيت شورا نن د طالبانو له لوري د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز په اړه بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکو د کار بندیز په اړه بحث وکړي. دا وروسته له هغې چې د ملګروملتونو چارواکو د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې نړیوالې ادارې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې او سم‌دستي یې د هغه د لیرې کېدو غوښتنه کړې. په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکی او د یوناما مرستیال رامزالاکبروف فرانس پرېس ته وویل، په دغه بندیزسره د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه شوې. Читать дальше...



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Моргенштерн

Пользователи Сети обсуждают новое совместное видео Моргенштерна* и Лизы Василенко: «С Диларой он таких эмоций не давал»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Le Parisien: на Олимпиаде в Париже будут подавать около 40 разных блюд ежедневно



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России