زیلنسکي: روسي ځواکونو په باخموت کې هر څه له منځه وړي
د روسیې هغه ادعا چې وایي د اوکراین د باخموت ښار یې بشپړ تر کنټرول لاندې راوستی، که په خپلواکه توګه تایید شي، دا به د تېر کال له دوبي وروسته د اوکراین په جګړه کې د مسکو لویه بریا وي. که څه هم د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي او د اوکراین د پوځ مشرانو د کریملین دغه ادعا رد کړې او ویلې يې دي چې په باخموت کې اوس هم جګړه روانه ده، خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شنبې په ورځ وروسته له هغې خپلو پوځیانو ته د مبارکۍ یوه اعلامیه خپره کړه چې د روسیې دفاع وزارت او د واګنر په نوم د اجیرو وسلهوالو ډلې مشر د دغه ښار د نیولو اعلان وکړ. Читать дальше...