د خوړو نړيوال پروګرام په لغمان کې مېوه لرونکي نيالګي کېنولي
د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبليوایفپي په لغمان کې د غونډیو په لمنو کې د مېوه لرونکو نیالګیو د کېنولو خبر ورکوي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د اروپایي کمېسیون د جرمني د فدرالي پراختیا وزارت او د اسیا پراختیا بانک په مالي مرستو یې د ججوبي یا عناب مېوې نیالګي په درې نیم سوه هکتاره ساحه کې کېنولي چې غونډۍ له سولیدو او وچکالۍ وساتي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دغو نیالګیو د کېنولو لپاره په کور دننه له بېځایه شویو شپږ سوه کورنیو څخه چې د خوړو خوندیتوب یې نه درلود، کسان غوره شوي وو. Читать дальше...