چین د ستورمزلو نوې ډله فضايي تمځي ته ولېږله
چین پرون سهشنبې د یوه ملکي په ګډون د ستورمزلو نوې ډله د ځمکې په مدار کې د خپل هېواد فضايي تمځي، تیانګونګ ته ولېږله. په دې ماموریت کې د فضايي سفرونو د یوه پخواني قوماندان، یوه فضايي انجینیر او د پېکېنګ پوهنتون د یوه استاد ترڅنګ په لومړي وار یو ملکي وګړی فضا ته لېږل شوي دي. چین په ۲۰۲۱ م کال په فضا کې تمځای جوړ کړ، دا هېواد غواړي چې تر ۲۰۳۰ پورې سپوږمۍ ته انسان ولېږي.