فوټبال؛ افغانستان سبا د ايران پر وړاندې لوبه کوي
ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مرکزي اسیا د مسابقو په دویمه لوبه کې سبا د ایران پر وړاندې مسابقه وکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه مسابقه د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې کېږي. افغانستان د دغو مسابقو په لومړۍ هغه کې د شنبې ماښام د قرغزستان په وړاندې یو د صفر په وړاندې ماتې وخوړه. د مرکزي اسیا مسابقې د قرغزستان په کوربهتوب پیل شوي دي. په دغو مسابقو کې د افغانستان، ایران، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او عمان ملي ټیمونه په دوو ګروپونو کې مسابقه کوي. Читать дальше...