په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت، چې د طالبانو په ولکه کې دی، د یوه ساتونکي د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د پاکستان ځینو خبریالانو لیکلي، دوی ته سرچینو ویلي چې یوه وسلهوال کس د تفنګچې په ذریعه د سفارت پر ساتونکي حمله کړې او بیا له هغه ځایه تښتېدلی دی. ویل شوي، په سفارت کې د طالبانو کارکوونکو دغه موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو وزات سره هم شریکه کړې ده. په وروستیو ورځو کې ګڼ کسان په اسلام اباد کې دغه سفارت ته د قونسلي خدماتو ترلاسه کولو لپاره ورځي. ویل شوي چې ټپي له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت کړای شوی دی. Читать дальше...
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر وايي، ټاکل شوې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له راروانې پنجشنبې چین ته سفر وکړي. دا له کله چې څه باندې ۱۲ کاله مخکې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، لومړی وار دی چې د دغه هېواد یو ولسمشر چین ته په سفر ځي. چین درېیم غیرعرب هېواد دی چې بشارالاسد ورته د سوریې تر کورنۍ جګړې وروسته سفر کوي. د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر اوسه څه باندې ۵۰۰زره کسان وژل شوي، په میلیونونو له خپلو مېنو کډه شوي او د دغه هېواد اساسي بنسټونو ته سخت زیان اوښتی دی. د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې... Читать дальше...
انډیپنډنټ: برتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړې بندیز ته پام اړولی او په یوه مطلب کې لیکي چې دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو منع شوي دي. انډیپنډنټ لیکي، نجونې او ښځې له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي او دا هغه اساسي مسئله ده چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې به پرې بحث وشي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو څو اوونۍ وروسته د سپټمبر په اولسمه له یولس کلنو پورته نجونو باندې د زده کړو بندیز ولګاوه. پر... Читать дальше...
د ترکیې لهخوا افغانستان ته د ۲۱ ټنه طبي او غیرطبي وسایلو د مرستو د رسېدو خبر ورکړل شوی دی. باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون سې شنبه ویلي، دغه مرسته د طالبانو روغتیا وزارت ته وسپارل شوه. ویل شوي په دغو مرستو کې د عملیاتخونو سترېل ماشینونه، د راډیوګرافۍ کېټونه، د اکسرې ماشینونه، د اکسیجن وسایل او نور بېلابېل طبي توکي شامل دي. بلخوا، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دوی په پام کې لري په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړو ته، چې ۷نیم میلیونه یې ماشومان او څه باندې درې میلیونه یې ښځې دي، روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، که څه هم د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي اسمبلۍ کې افغانستان شامله موضوع ده، خو ګڼې افغان ښځې هلته حضور نه لري. دغې ادارې ویلي، د نورو بنسټونو په مرسته یې په افغانستان کې له څه باندې ۵۰۰ افغان مېرمنو سره خبرې کړي او هغوی غوښتنه لري چې نړۍ یې باید پر ستونزو ځان پوهه کړي. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو محدودیتونه په زیاتېدو دي. زموږ همکار د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال سره پر دې موضوع مرکه کړې ده او لومړی... Читать дальше...
په پاکستان کې دېره د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځینو پخوانیو پوځیانو د خپل خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده. دوی چې وايي شمېر یې سلګونو ته رسېږي پرون سې شنبه په یوه لیک کې ویلي، نړیوالې ټولنې دوی ته شا اړولې ده. د لیکنې په یوه برخه کې راغلي: "نړیوالې ټولنې، ناټو او امریکا له افغانانو په ځانګړي ډول نظامیانو سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې وه، خو دوی پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه." په پاکستان کې وخت ناوخت د ځینو پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو، وژل کېدو او لادرکۍ راپورونه ورکړل شوي دي. څه باندې دوه کاله... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له اذربایجان څخه غوښتنه کړې چې په لانجمنه سیمه ناګورنو قرهباغ کې پوځي اقدامات سمدلاسه پای ته ورسوي. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، مېرمن بایربوک پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې وویل، اذربایجان باید د توغندیو له توغولو لاس واخلي او د مذاکرو مېز ته ستون شي. د راپور له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په ناګورنو قرهباغ کې د ملکیانو خوندیتوب مهم بللی او ویلي یې دي دا هلته د دېره روسي سرتېرو وظیفه هم ده. اذربایجان د سې شنبې... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د نړۍ مشرانو ته خبرداری ورکړ، که د اوکراین دړې وړې کېدو ته زمینه برابر شي، معنی یې دا ده چې هېڅ ملت به خوندي نه وي. جو بایډن پرون ناوخته د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل، روسیه په دې باور ده چې نړۍ به ستړې شي او پر اوکراین به له عواقبو پرته نور تاوتریخوالي ته زمینه برابره شي. بایډن ویلي: "که موږ داسې څه ته زمینه برابره کړو او اوکراین دړې وړې شي، د نړۍ د یوه ملت خپلواکي به هم خوندي پاتې نه شي." ولسمشر بایډن په خپله وینا کې زیاته کړه، امریکا... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости