بایډن: غزه باید له جګړې وروسته د فلسطیني ادارې لخوا کنټرول شي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ له جګړې وروسته باید غزې تړانګه د فلسطیني ادارې له خوا کنټرول شي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. بایډن په هغه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون شنبه خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅه کوي غزې تړانګه او لوېدیځه غاړه باید تر یوه واحد جوړښت لاندې او په نهایت کې د فلسطیني ادارې له خوا کنټرول شي. د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، چې د دوو دولتونو د حل لارې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. Читать дальше...