طالبانو هلمند کې ولې امنيتي تدابير زيات کړي دي؟
هلمند کې طالب چارواکي وايي، دغلته يې د پخوا په پرتله امنيتي تدابير دوه برابره ډېر کړي دي.
دوی وايي، په یادو امنیتي تدابیرو کې په لیرو پرتو سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړول، په ښار کې چیک پاینټونه ایجادول او شپنۍ ګزمې شاملې دي.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکي وايي، طالبانو په کور دننه د خلکو ملاتړ او باور له لاسه ورکړی دی.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: