ایراني چارواکي: طالبانو د بندي ایرانیانو د راسپارلو ژمنه کړې
ایراني چارواکو ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په افغانستان کې بندي ایرانیان به دغه هېواد ته وسپاري.
د ایران مهر دولتي اژانس نن خبر ورکړی چې په کابل کې د ایران د سفارت مسوولانو د طالبانو له لوی څارنوال مولوي شمس الدین پهلوان سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو او ایران د حکومت د موافقې له مخې تر دې دمه ۸۵۷ افغانان د ایران له زندانونو خوشې شوې دي.
ایراني ډیپلومات حسن مرتضوي د طالبانو له لوی څارنوال سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې یو شمېر بندي ایرانیان دوی ته وسپاري.
معلومه نه ده چې څومره ایراني اتباع په افغانستان کې بندیان دي.
ایران په دې وروستیو کې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره او د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې پالي.