د غور-کابل لويه لار د درنې واورې اورېدنې له امله تړل شوې
له تېرې شپې راهيسې د غور-کابل لويه لار د درنې واورې اورېدنې له امله تړل شوې ده.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه پنځوس تنه مسافر په یوه بس کې ایسار پاتې دي.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډيو ته وویل چې سخت توپان دوام لري او د دغه ولایت د فواید عامې ریاست هڅه کوي چې دغه لاره ژر تر ژره د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.
غور ولایت سختې لارې لري چې خلک یې د ژمي په موسم کې له ستونزو سره مخ کوي.