جرمني د چاکلېټو د توليدي فابريکو د توليداتو د زياتوالي خبر ورکړی
د جرمني یوه اداره وايي، د تېر کال له لوړې اندازې انفلاسیون او کمزوري اقتصاد سره- سره د جرمني د چاکلېټ تولیدولو فابریکو خپل تولیدات ۱ اعشاریه ۷ فیصده زیات کړي دي.
په بُن ښار کې د جرمني د خوږو د صنعت ټولنې (BDSI) پرون سهشنبه په یوه راپور کې وویل، تېر میلادي کال د جرمني فابریکو څه باندې یو ميلیون او دوه لکه ټُنه چاکلېټ تولید کړي وو.
په جرمني کې د سړي سر د چاکلېټو کارول یو څه زیات شوي، چې ۹ اعشاریه ۵۶ کیلوګرامه اټکل شوي دي.
اټکل شوی، چې د عیسویانو د ایستر اختر پر مهال چې د یکشنبې په ورځ به لمانځل کېږي، په جرمني کې هر وګړی یو چاکلېټ چې د سوی (خرګوش) په بڼه جوړ شوی، وخوري.
د چاکلېټو د تولید فابریکو په جرمني کې د خرڅلاو لپاره د سوی په بڼه ۱۰۹ ملیون چاکلېټونه تولید کړي.