د خوړو او کرنې ادارې غور کې پر ۸زره کورنيو سره وېشلې
![د خوړو او کرنې ادارې غور کې پر ۸زره کورنيو سره وېشلې](https://gdb.rferl.org/AE5046F9-F9B0-44BA-B820-6226100BD8D4_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په غور ولایت کې یې پر ۸زره کورنیو کود یا سره وېشلې ده.
د دغې ادارې د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دوی په ټوله کې ۴۰ ټنه سره وېشلې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه رسېدلې، چې د پسرلي په دې موسم کې یې خپلو کروندو ته ورکولی شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې غور د افغانستان تر ټولو زیانګالی او منزوي ولایت یاد کړی دی.
د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې کروندګر شکایت لري، چې د خپلو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او سره یا امبار په سختۍ برابروي او وروسته چې حاصل ټولوي، مناسبت بازار ورته نهشته.