امريکا کې له پوليسو تښتېدلي سړي يو تن په ډزو وواژه
د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا په شمال کې پرون یو سړي چې له پولیسو د تېښتې په حال کې و، په یوه عمومي پارک کې دوه کسان یرغمل کړل، چې یو یې په ډزو وواژه او بل تن ټپي کړ.
چارواکي وايي، د کلیفورنیا د لویې لارې د ګزمې یوه افسر وروسته دغه مشکوک کس ونیوه.
دغه پېښه په روز-وایل کې داسې وخت شوې چې د بېسبال په یوه نږدې میدان کې کورنۍ په لوبو بوختې وې.
د وژل شوي او ټپي شوي کس نومونه نهدي افشا شوي.
مشکوک کس چې نوم یې نهدی اخیستل شوی، د مرمۍ د ټپونو له کبله بستر شوی او د صحي وضعیت په باب یې څه نهدي ویل شوي.
معلومه نهده چې مشکوک کس څنګه ټپي شوی.
پولیسو سم د لاسه نهدي ویلي چې، پر مشکوک سړي ډزې شوې دي که نه.