د افغانستان په شمال کې هره میاشت د ۴۰۰ کسانو جراحي عملیات ترسره کېږي
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، د دوی جراحان هره میاشت د افغانستان په شمال کې د ۴۰۰ کسانو جراحي عملیات کوي.
د دې ټولنې د افغانستان څانګې نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې په کندز کې نن سبا زیات کسان په ټرافیکي پېښو کې ټپیان کېږي چې دوی یې درملنه کوي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د افغانستان د روغتیايي نظام د کمزورۍ په اړه بېلابېلو ادارو خبرداری ورکړی دی.
ځینو نړیوالو بنسټونو بیا هم په افغانستان کې خلکو ته د روغتیايي خدماتو رسولو ته دوام ورکړی دی.