بایډن د بریتانیا صدراعظم او د شمالي ایرلنډ له سیاسي مشرانو سره ګوري
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن چهارشنبه د اپرېل ۱۲مه د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د شمالي ایرلنډ له سیاسي مشرانو سره وګوري.
د رویټرز خبري اژانس په وینا دا لیدنه د شمالي ایرلنډ په مرکز بلفاست ښار کې ترسره کېږي.
خبر کې راغلي چې بایډن به ایرلنډ ته خپل درې ورځنی سفر د شمالي ایرلنډ د سولې تړون د پنځه ویشتمې کلیزې غونډې ته په وینا سره پيل کړي.
دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر ایرلند ته سفر کوي.