Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

کروندګر: د طالبانو حکومت له بديل کښت پرته زموږ د کوکنارو کښتونه ويجاړوي

0
د فراه ولایت بزګران شکایت کوي چې، د طالبانو حکومت له بديل کښت پرته د دوی د کوکنارو کښتونه ويجاړوي، خو د بديل کښت په برخه کې د مرستې ژمنه نه‌ده ورسره شوې.


ولي محمد چې په خپله پنځه جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي او تازه يې د طالبانو د حکومت نظامیانو کښت ورویجاړ کړی وايي، د پور په پیسو يې ځمکه خړوبه کړې وه، خو اوس چې يې د کوکنارو کښت ويجاړ شوی، د خپلې کورنۍ د یوه کال روزي يې له لاسه وتلې ده.




نوموړی وايي: "د ډېرې مجبورۍ او مفلسۍ له امله مې کوکنار وکرل، کله چې د کوکنارو بوټي لږ غټ شول طالبان راغلل ټول کوکنار يې رامات کړل او ما ته يې هم تُندې خبرې وکړې. ما ورته وويل چې زه د ټراکټور او اوبو له امله ډېر تاواني شوی يم، پيسې مې پور کړي دي، زما سره مرسته وکړئ، خو دوی تر اوسه زما سره مرسته نه‌ده کړې. له يوې خوا پوروړي راپسې دي او بل مې کښت هم ویجاړ شو."


ولي محمد وايي، په کومه ځمکه کې چې ده کوکنار کرلي وه، که اوس بل څه په‌کې وکري اوبه غواړي، خو دی د دومره اوبو پيسې نه‌لري چې په خپله ځمکه کې بل څه وکري.


د فراه ولایت يو بل اوسېدونکی صادق وايي، د دې ولایت ډېری بزګران د مجبورۍ او بې‌وزلۍ له امله کوکنار کري، دوی بديل کښت او اوبو دوامداره سرچينو ته اړتیا لري.


نوموړی وايي: "دا خلک بديل کښت ته اړتیا لري، داسې نه‌شي چې بیا دې ناوړه کښت ته مخه کړي. باید حکومت د بزګرو لپاره بديل کښت په پام کې ونيسي، خلک له اقتصادي پلوه ستړي او اوبه تر ځمکه لاندې ډېرې کښته دي، باید پر هغو مهمو پروژو کار وشي چې د ولس په ګټه وي، زموږ راتلونکی ورباندې ولاړ وي او هغه تضمينوي."




د طالبانو حکومت د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د دلوې د مياشتې له لومړیو ورځو راهيسې د کوکنارو د کښت ويجاړول پيل کړي دي.


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې نژدې اووه زره جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.


د فراه ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند مولوي محمد بدري وايي، دوی په وروستيو څو ورځو کې يوازې په فراه ولایت کې لسګونه جريبه ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي دي.


نوموړی وايي: "سږ کال د فراه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي او کشفي ځواکونو له خوا د نشه يي بوټو (۶۵۰) جريبه کښتونه ويجاړ شوي دي."


یو کال کېږي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د نشه يي بوټو کښت منع شوی دی، خو دوی تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې بزګرو ته د بديل کښت په برخه کې اسانتیاوي برابرې کړي.




د زراعت کارپوه عبدالله عليزی وايي، له زراعت سره د ډېرو کورنیو، په تېره بیا د کوکنارو له کښت سره تړاو ته په کتو سره، که د دې ولایت له بزګرو سره مرستې و نه‌شي، بې‌وزلي به نوره هم ډېره شي.


ښاغلی عليزی وايي: "باید د کوکنارو د کښت منع کولو د ناوړو اغېزو د مخنيوي لپاره مسئول بنسټونه د بديل کښت په ترويج او اوبو د سرچينو په چمتو کولو کې له بزګرو سره همکاري وکړي، باید همکاره موسسې هم دې برخې ته ډېر پام وکړي."


فراه له هغو (۲۲) ولایتونو څخه ده چې په وروستيو کلونو کې ډېر کوکنار په کې کرل کېدل او دا ولایت په وروستیو کې د هيرويينو او ښیښې جوړولو په خورا لوی مرکز اوښتی دی.


په دې ولایت کې د هيرويينو او ښیښې جوړولو د ډېروالي يو دلیل په پراخه پيمانه د ومان بوټي موجودیت دی چې د کېمياوي نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

------------------------

راپور: حفیظ الله نورزاد






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России