له عربي ټولنې سره د سوریې د بیا یوځای کېدو په تړاو غونډه شوې
د سعودي عربستان په نوښت د دې جوړې شوې غونډې په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې برخه کې کومه موافقه لاسلیک نه شوه.
یو شمېر مهمو عربي هېوادونو لکه مصر او متحد عربي اماراتو له سوریې سره اړیکې ښه کړي دي.
عربي ټولنې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې غړیتوب وروسته تر دې وځنډاوه چې ولسمشر بشار الاسد مظاهره چیان سخت وځپل.
