د فرانسې ولسشمر د تقاعد لانجمن قانون لاسلیک کړ
د فرانسې ولسشمر امانویل مکرون نن د تقاعد لانجمن قانون لاسلیک کړ.
د بېلابېلو ټولنو له لوري له درېیو میاشتو راهیسې په فرانسه کې اعتراضونه روان دي چې ولسمشر دا قانون توشېح نه کړي.
د دې قانون له مخې په فرانسه کې د تقاعد عمر له دوه شپېته کلونو څلور شپېته کلونو ته لوړ شو.