امریکايي ساینسپوهان له غیرمتعارفو لارو چارو په استفاده مړو شویو مارغانو ته نوی ژوند ورکوي
د امریکا د متحدو ایالتونو د نیومکسیکو ایالت ساینسپوهانو د وحشي ژویو په څېړنو کې له غیرمتعارفو لارو چارو په استفاده مړو شویو مارغانو ته نوی ژوند ورکوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نیومکسیکو د کانونو او ټکنالوژۍ انسټېټوټ د ساینسپوهانو ډلې مړه مارغان چې له پروړو ډک کړای شوي، په بې چلوونکو الوتکو بدلې کړې دي.
د دې راپور له مخې، ساینسپوهان دېته لار اواروي، چې د دغو مارغانو د الوتو بڼه په دقیق ډول وڅېړي.
ویل شوي، هڅه کېږي له دې تجربې د هوايي چلند په راتلونکي کې کار واخیستل شي.