طالبان: کابل کې د امیري کمپلکس څښتن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی
طالب چارواکو ویلي، په کابل کې د امیري کمپلکس څښتن حاجي نجیب امیري یې د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر دا خبر ورکړی دی.
د بیان له مخې د طالبانو امنیتي ځواکونو د امیري د تښتونې په تور دوه شکمن کسان نیولي او د پاتې نورو د نیولو لپاره هم هڅې کوي.
امیري کمپلکس په کابل کې د زړه د ناروغیو د درملنې له روغتیايي مرکزونو دی.
د راپورونو له مخې حاجي نجیب امیري د جنوري له وروستیو له کابله تښتول شوی وو.