د پاکستان شارژدافېر تر څلورو میاشتو وروسته بېرته کابل ته ستون شوی
![د پاکستان شارژدافېر تر څلورو میاشتو وروسته بېرته کابل ته ستون شوی](https://gdb.rferl.org/A9AA5B1C-3071-4D1A-B50A-B1A9D39D490A_cx28_cy8_cw62_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافېر تر څلورو میاشتو وروسته بېرته کابل ته ستون شوی دی.
عبیدالرحمان نظاماني د ډسمبر په دویمه کابل کې د پاکستان په سفارت د ډزو له پېښې وروسته پاکستان ته ورغوښتل شوی وو.
په هغه برید کې نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شوی وو.
د پاکستان د حکومت باوري سرچینو د ازادې اروپا د مشال خبریال ته تایید کړې چې شارژدافېر نظاماني د یکشنبې په ورځ کابل ته تللی دی.
لا رسماً د پاکستان حکومت د نظاماني د ستنېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د همدې اوونۍ په سر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.