د خیبر پر لویه لاره د ځمکې ښویېدنې پېښه کې دوه افغانان مړه شوي
چارواکي وایي، د تورخم سرحدي ښارګوټي ته نږدې د خیبر پر لویه لاره نن سهار وختي د ځمکې د ښویېدو په پېښه کې لږترلږه دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا، وېره شته چې تر خټو لاندې شویو لاریو کې به لسګونه نور کسان بند پاتې وي.
په سیمه کې د آزادۍ راډیو د مشال ځانګې خبریال خبر ورکړی چې د پېښې له ځایه د دوو افغانانو مړي راایستل شوي او ژغورونکي تر خاورو لاندې د نورو احتمالي پاتې کسانو د راایستلو هڅه کوي.
چارواکو همداراز ویلي چې ژغورونکې ډلې د درنو ماشینونو په مرسته هڅې کوي خټې له لارې لیرې کړي.
د خیبر ولسوالۍ مرستیال کمېشنر عبدالناصرخان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې څه باندې شل لارۍ یا پوره یا په قسمي ډول تر خټو لاندې شوې دي.